Monday, December 30, 2013

نوی کال



نوی کال



دا د نوي کال مبارکي ورکول خو حرام هم دی خو زه یې په هغه مناسبت نه درکوم، زه یې به دې خاظر درکووم چې الله دې وکړي زموږ په هیواد کې سوله، امنیت او ارامي راشي.

آمین

مننه




واوره


واوره

د الله د نعمتو نه یو نعمت هو واوره ده، د واورې سره ډیر څه لاس ته راځي، زموږ زراعت ته ډیره ګټه رسوي، ککړه هوا پاکه وي، د واورې سره لارې او ګودرې تکې سپینې او پاکې ستره ښکاري.

د واورې د اورښت پر مهال هوا لګ زره سړه وي، خو کله چې د واورې اورښت ودریږي، نو بیا لګه لګه یخني شروع شي او چې بیا نو شمال ورسره شي نو بیا یخ دوه برابره شي.

واوره په خوب کې لیدل: ابن سیرین (رح) برمایي: په خوب کې واره غم، خفګان او عزاب دی. که لږه واوره وکتل شي نو کومه خبره نشته خو که چېرې واوره ډیره وي او په داسې ځای کې وکتل شي چې هلته تل واوره وریږي نو بیا د غم او خفګان نښه ده او ددې سیمې خلک به په غم او خفګان کې مبتلا کیږي. بل ځای بیا جابر مغربي (رح) د واوري په خوب کې د لیدلو داسې تعبیر کړی: په خوب کې واوره لیدل د لښکر ماته خوړل دي. بل ځای حعفر صارق (رح) بیا وایي چې: په خوب کې واوره لیدل شپږ ډوله معنا لري: ۱- روزي. ۲- ژوند. ۳- ډیر مال. ۴-غټ لښکر. ۵- ناروغي. ۶- غم او خفګان.

په هر حال چې کله مو واوره په خوب کې ولیدله نو صدقه یا خیرات ضرور وکړئ.

د واورې ستونځې په کابل کې بیا زیاتې دي، لکه د لارو او ګودرو د بندیدو ستونخې، د خامو کورونو مسائل، د خټو مسائل او داسې نور...

لکه څرنګه چې د واورې رنګ سپین دی، نو همدارنګه د سولې رنګ هم سپین دی. نو خدائ (ج) دې وکړي چې د همدې واورې د اورښت سره زموږ په هیواد کې سوله راشي او وطن مو اباد او سوکاله شي. آمین

مننه