Thursday, April 23, 2015

د کتاب نړیواله ورځ



د کتاب نړیواله ورځ


د نورو شیانو په شان کتاب هم نړیواله ورځ لري، نو لکه هغه نورې ورځې چې لمانځو نو د کتاب نړیواله ورځ دې هم باید چې ولمانځل شي. شته یو نیم کلتور پالان او د کتاب مینه وال چې دغه ورځ یې ولمانځله، خو بیا ډیری خلک او زموږ هیوادوال دغه شان ورته ورځو یا هم نندارتونونو کې ونډه نه اخلي. زمږ ملګری او په وطن مین ښاغلی میرویس خوګیانی وایي کنه چې که چیرته کوم کنسرت او یا هم ورته کو بل پرګرام وي نو هر یو یې کوښښ کوي چې له بل څخه وړاندې ولاړ شي او بیا دغه شان محفلو کې یې ملا ماته وي.

نو له همدې کبله څو ورځې وړاندې مې پلان وو چې د ځینو فرهنګي ملګرو سره مشوره وکړو، چې دغه ورځ د یو عامه نندارتون په شکل د جلال اباد په ښار کې ولمانځو. خو لکه چې الله ته منظوره نه وه – هغه وایي کنه چې د الله او د انسان وعده یوه نه وي سره. د خالي په ورځ دغه پلان ذهن ته راتګ او د جلال اباد په ښار کې د خونړۍ پیښې راتګ، چې تر اوسه یې هم اثرات پریښي.

د خوګیاني صیب په شان زه هم یوه خبره سپنه کووم، چې د کتاب لوستلو کلتور په موږ کې ډیر کم دی او دومره عام نه دی او نه هم ورته دومره توجه کیږي. یو چا ته چې د کتاب د لوستلو وویلی شي، نو سم دلاسه درته ووایي چې په سر مې درد کوي او یا هم به ووایي چې له سترګو مې اوښکې بیایي. او ښاغلی ارباب صیب بیا وایي چې کله زوړ یا بوډا شوم نو بیا یې مطالعه کووم اوس یې له ځان سره جمع کووم. (ښاغلی ارباب صیب په وطن مین او بااحساسه شخص دی چې اوس مهال په انځورګرۍ او په هیوادني فعالیتونو بوخت دی).

زه خپله هم دومره مطالعه نه کووم خو په خپله خونه کې د پنځه سوو څخه زیات چاپ شوي کتابونه او له ۲۰۰۰ څخه زیات یې سافټ یا لیکلي بڼه په خپل لیپټاپ کې لرم چې وخت نا وخته یې مطالعه کووم. یو هم د ښاغلي باز محمد عابد صیب کتاب لونګین دی، چې د مشال راډیو د کلتوري راپورونو مجموعه پکې رانغښتل شوې ده، د همدې ورځې په مناسبت مې ولوست. دوي په خپل دغه کتاب کې ټول هغه څیزونه او ارزښتونه په ډاګه یا راټول کړي او راپور یې پرې جوړ کړی، چې تیری د پښتنو څخه په ورکیدو دي، خو د عابد صیب دې کور ودان وي او زه یې دغه هڅه ستایم چې د پښتونو د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره کړې.

ښاغلي باز صیب په دغه کتاب کې رانجه، شین خال، پیزوان، لونګین، افغان ګنډ کمیس، نکریزې، چمبه، شین چای، اوږۍ، د چندرو لوبه، سپیلني، ګودر، ډولۍ، لوپټه، بنګړي، واسکټ، مازیګر او ورته نورو زړه راښکونکي موضوعات څیړلي او راپوریز شکل یې ورکړی. چې ددې کتاب په لوستو سره سړی هرومرو خپل تیر وختو ته بیايي او یو خاص خون او لذت ترې اخستل کیږي. هرمرو یې ولولئ.

اوس غواړم چې له تاسې وپوښتم چې څنګه کولای شو د کتاب د لوستلو کلتور عام کړو؟ څنګه کولای شو چې خپل ځوانان او کوچنیان دغه کار وهڅوو؟ څنګه کولای شو په دغه لړ کې عامه ذهنیت پیدا کړو؟ او څنګه کولای شو په شریکه سره دغه کار سرته ورسوو. دې سره ستاسو درنو لوستونکو نظر واخلم چې په شریکه سره کار پرې وکړو ترڅو په هیواد کې د لوستلو کلتور عام کړو او یو لوستی هیواد ولرو. هر یو کار ته باید د پروژې شکل ورنکړو او نه چاته په تمعه شو او یا چاته لاس اوږد کړو، دومره خو مو دلاسه کیدای شي کنه!

د کتاب نړواله ورځ مو مبارک شه

د یو لوستي افغانستان په هیله

مننه


عبدالولي مصطفی – اپریل ۲۳، ۲۰۱۵ جلال اباد