Sunday, August 31, 2014

د الوتکې د راغورځیدلو په پیښه کې خپل ځان وژغورئ



د پرمختګ ويب پاڼې څخه
دا اووه لارښوونې عملي کړئ، انشالله د الوتکې د راغورځېدلو په پېښه کې به ژوندي راووځئ!!!
۹۰ طلايي ثانيې:
د شمېرو له مخې ۶۸ سلنه خلک د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې وروسته له راغورځېدلو د اورلګېدنې له امله مړه شوي دي، وروسته له دې چې الوتکه مو په ځمکه راوغورځېده ،که چېرته لا هم په هوښ کې یې! ۹۰ ثانيې وخت لرې، چې ټوله الوتکه اور ونيسي ؛ په دې وخت کې ۹۰ فيصده خلک هېڅ کار نه کوي، همداسې شوک او زبون وهلي په څوکۍ کې ناست وي ، د خپل ځان د ژغورنې لپاره بايد په بيړه د وتلو دروازې ته ځان ورسوئ، په دې وخت کې د خپلو وسايلو او سامان چورت مه وهئ، او که مو له وسه کېدل هر څومره ژر چې کېدای شي ماشومان هم له ځان سره وباسئ.
د الوتکې په کومو څوکيو کې کېناستل محفوظ دي؟
د کارپوهانو د بررسي له مخې هغه مسافر چې د الوتکې له وزرونو ورهاخوا د الوتکې تر اخره يانې د څوکيو د لارې تر پای ته رسېدو پورې کېني د هغو مسافرو په پرتله چې له دوی مخکې او په لومړيو څوکيو کې کيني ۴۰ سلنه د ژغورنې چانس لري، له همدې امله ده، چې د الوتکې توره بکسه د الوتکې په لکۍ کې نصبوي (چې د شمېرو له مخې د الوتکې د غورځېدلو په پېښه کې کم ضرر ويني) خو په ياد مو وي ، کله چې په الوتکه کې تاسې ته کوم سيټ وټاکل شو، بيا یې له چا سره د الوتکې په منځ کې نشئ بدلولی، مخکې له مخکې یې په ځمکه له ټکټ اخيستونکي سره سپينه کړه.
همېشه د وتلو لپاره يو پروګرام ولرئ!
د الوتکې د راغورځېدلو لپاره بايد مخکې له مخکې تاسې يوه پروګرام ولرئ، مثلاً کله چې په الوتکه کې کېناستئ ارومرو پوه شئ، چې له عمومي دروازې او بېړنۍ دروازې څخه څومره واټن لرئ، او دې ته مو هم پام وي، که چېرنه ستاسې د لومړي پلان له مخې په لومړۍ دروازه بيروبار وي دويم اپشن او د وتلو لاره مو کومه ده.
مناسبې جامې واغوندئ!
مخکې له دې چې الوتکې ته وخېږئ، بايد حواس مو پر ځای وي، هغه جامې چې ژر اور اخلي بايد وا نه غوندئ، لکه نيلون چې اور درپورې نښتی وي، ځکه داسې ګډوډې او نايلوني جامې اغوستل خطر دوه چنده کوي، مخکې له دې چې الوتکه هوا ته پورته کېږي په څوکۍ کې څو ځلې د پورته او ښکته کېدلو تمرين وکړئ، همدارنګه کمربند څو ځلې خلاص او بند کړئ ، ځکه د راپورونو له مخې زياتره کسان چې الوتکه یې په ځمکه راوغورځي کمربند نشي خلاصولی او يا یې هم پام نه وي نو ځان په لوی لاس د الوتکې په لمبو کې راګير کړي.
د الوتکې له پېښې څخه د ژغورل کېدو قانون
د مثبت دری او منفي ۸ په نامه الوتکې داسې يو قانون لري چې په دې مانا دی چې الوتکه هوا ته د پورته کېدلو په لومړيو دريو دقيقو او همدارنګه ۸ دقيقې مخکې له دې چې ځمکې ته راښکته شي، ډېرې له خطر سره مخ وي، (د شمېرو له مخې ۵۵ سلنه هوايي پېښې په همدې دقيقو کې رامنځ ته شوې دي) نو بايده دي، چې په دې وخت کې مو کاملاً حواس پر ځای وي.
ماسک ووهئ!
هغه وخت چې د الوتکې توله خرابه شوه او د ګډوډۍ پر لوري لاړه ، او د هوا د فشار ستونزه رامنځ ته شوه، ارومرو د اکسيجن ماسک چې ستاسې د څوکۍ پر سر د بېړنيو حالاتو لپاره لګول شوی دی په خوله کړئ، ځينې فکر کوي چې کولای شي بې له ماسک څخه هم يو څه وخت ګوزاره وکړي، خو چې وينې یې بيا د الوتکې له راپرېوتو وروسته يې پر مغزو فشار راغلی وي، او نشي کولای په ښه ډول فکر وکړي، هر کله چې پوه شوئ، چې د الوتکې حالت ګډوډ شو، د بېړنيو حالاتو د لارښوونو له مخې سر مو د مخې څوکۍ ته ورخم او ورسره ونښلوئ ، او يا مو هم سر د خپلو پښو په منځ کې کېږدئ، چې سر کمترين ټکانونه وخورئ.
له الوتکې څخه د وتلو په وخت کې فکري تمرکز
کله چې د الوتکې له غورځېدلو وروسته مسافرين د وتلو دروازې باندې بيروبار جوړوي، خپل تمرکز له لاسه مه ورکوئ، په دې هم پوه شئ، چې ځوانان د زړو او چاغو کسانو په پرتله په زماني لحاظ ۳۰ سلنه ژر له الوتکې وځي، له الوتکې څخه له وتلو وروسته په کافي اندازه له الوتکې لرې شئ، چې د اورلګېدنې په وخت کې له مشکل سره مخ نشئ، خو دومره هم مه لرې کېږئ، چې پر ځمکه مو د بېړنيو مرستو ډله پيدا نشي کړای.
پرمختګ ويب پاڼه: 

Thursday, August 28, 2014

60 TIPS FOR A STUNNINGLY GREAT LIFE


60 TIPS FOR A STUNNINGLY GREAT LIFE
Collected By: POHANULLAH HABIBI
1. Exercise daily.
2. Get serious about gratitude.
3. See your work as a craft.
4. Expect the best and prepare for the worst.
5. Keep a journal.
7. Plan a schedule for your week.
8. Know the 5 highest priorities of your life.
9. Say no to distractions.
10. Drink a lot of water.
11. Improve your work every single day.
12. Get a mentor.
13. Hire a coach.
14. Get up at 5 am each day.
15. Eat less food.
16. Find more heroes.
17. Be a hero to someone.
18. Smile at strangers.
19. Be the most ethical person you know.
20. Don’t settle for anything less than excellence.
21. Savor life’s simplest pleasures.
22. Save 10% of your income each month.
23. Spend time at art galleries.
24. Walk in the woods.
25. Write thank you letters to those who’ve helped you.
26. Forgive those who’ve wronged you.
27. Remember that leadership is about influence and impact, not title and accolades.
28. Create unforgettable moments with those you love.
29. Have 5 great friends.
30. Become stunningly polite.
31. Unplug your TV.
32. Sell your TV.
33. Read daily.
34. Avoid the news.
35. Be content with what you have.
36. Pursue your dreams.
37. Be authentic.
38. Be passionate.
39. Say sorry when you know you should.
40. Never miss a moment to celebrate another.
41. Have a vision for your life.
42. Know your strengths.
43. Focus your mind on the good versus the lack.
44. Be patient.
45. Don’t give up.
46. Clean up your messes.
47. Use impeccable words.
48. Travel more.
49. Read “As You Think”.
50. Honor your parents.
51. Tip taxi drivers well.
52. Be a great teammate.
53. Give no energy to critics.
54. Spend time in the mountains.
55. Know your top 5 values.
56. Shift from being busy to achieving results.
57. Innovate and iterate.
58. Speak less. Listen more.
59. Be the best person you know.
60. Make your life matter

Wednesday, August 27, 2014

افغان انځورګرحمد الله ارباب: پلار مې ویل هلکه ډانکټر شه

افغان انځورګرحمد الله ارباب: پلار مې ویل هلکه ډانکټر شه
 د تاند له ویب پاڼې
تاند- د افغانستان تکړه انځورګرحمدالله ارباب وايي، له کله چې په ښه و بد پوی شوی له رنګونو سره یې مینه پیدا شوې. له ښاغلي ارباب سره تاند مرکه کړې. دلته د ده د ځوابونو ترڅنګ د څو انځورونو بېلګې هم وړاندې کېږي.
انځورګري مو څنګه پیل کړه؟ 
د انځورګرۍ سره مې ډیره مینه ده، له کله چې په ښه بد پوی شوی یم نو بس دا یو ارمان مې و چې رنګونه وي او د خلکو مخونه جوړوم او خلکو ته یې ډالۍ کوم. په کوزه پښتونخوا کې د کډوال ژوند و، پلار مې ویل چې هلکه (ډانګټر) شه، د کلي نه به یې راپسې پیښور ته کسټې رالیږلې چې بچیه ډانګتر شه خو زما مینه له انځورګرۍ سره وه. ډانګټري خو څه چې تر دوولسمه مې ایله څه په ټیلو ټیلو ځان ورساوه، چې پلار مې پوی شو چې معامله ګډه وډه ده نو د خپل ماما شمس الهدا شمس له کوره یې، چې په پيښور کې و، کونړ ته یوړم، هلته نو واده شو او د کلي ژوند، خو له انځور سره زما مینه ختمه نه شوه. په کونړ کې به رنګونه او د انځور سامان نه و نو مجمسمو ته مې مخه کړه، د طالبانو وخت و، زمونږ یو خپل په څوکۍ ولسوالۍ کې شکایت کړی و چې دلته د یوه ملا لمسی دی بوتان جوړوي، خو خیر د کور د فشار او له دې وېرې مې تبر ته لاس کړ او هغه  ټول بوتان مې مات کړل! انځورونه مې هم څیرې کړل. وخت تیریدو او په ۲۰۰۲ کال کې مې په کابل کې وظیفه شرو کړه. بیا مې هم یو نیم وخت انځورونه جوړول. د ښار ستړې او د مسافرۍ ژوند و نو ډیر وخت مې نه ورکاوه، خو په زړه کې ورسره مینه هماغه شان تازه وه.
د خپلو انځورونو نندارتون مو جوړ کړی؟ که وي د خلکو هرکلی څنګه و؟
په ۲۰۰۶ کال مې وظیفه جلال اباد ته رابدله شوه او دلته مې نو ورته سمه ملا وتړله، په ډیره کمه موده کې مې په لسګونو انځورونه وایستل او د «ځوانان په عمل کې ټولنې» له لوري مې د اول ځل لپاره په جلال اباد کې انځورویز نندارتون جوړ کړ چې خپل دادا مې ورته هم را دعوت کړ. ده چې د خلکو داد (ستاینې) ولیدو نو ایله یې زړه لږ ارام شو چې ځه یو څه خو يې زده کړي دي.
بیا می نو د ځوانان په عمل کې ټولنې له لارې بلا شی نندارتونونه راجوړ کړل چې ډیری تمرکز مې د سولې په ارزښتونو، کلتور ساتنه، او د زغم کلتور ته وده ورکول و.




په انځورګرۍ کې د چا تقلید کوئ او یا له چا سره مو زده کړه کړې ده؟
په دا دومره موده کې مې ډیر کوشش وکړ چې د کوم چا نه څه زده کړم خو هر چیري چې لاړم تش تجارت روان و، کوم نوي څه يې راته را زده نه کړل، نو ما فیصله وکړه چې د نټ نه به يې زده کوم او په نوي شکل به خپل کار ته دوام ورکوم. ورو ورو زما د انځورګرۍ خبره خوریدله، بس د ملګرو په انځورونو مې پیل وکړ، هر چا ته یو انځور وړیا! بیا مې د افغانستان د تاریخ ریښتینې څیرې چې له بیټ نیکه راواخله تر باز محمد عابده راورسوله او لا روانه ده. په سلهاوو انځورونه مې جوړ او د افغانستان مختلفو سیمو ته د ډالۍ په  توګه د ملګرو له لارې ولیږل.
خبره فیس بوک ته ورسیدله او په فیسبوک کې مې (دا څوک دی؟) تر نامه لاندې د لر و بر پښتنو انځورونه شریکول شروع کړل څو لرو بر ځوانان خپل اتلان وپیژني، دا سلسله لا روانه ده او که خدای کول نو ډیر ژر به (دا څوک دي؟) یو انځوریز کتاب چاپوم چې لرو بر پښتنو ته به یې لیږم.



انځورګري مو وار د واره له روغني- آبي که پنسل څخه شروع کړه؟

زما مخې ته چې څه هم راځي کار تری اخلم، ریالیزم، نیمه ابسټریکټ او پوره ابسټریکټ انځورونه د پنسل نه نیولې، سکاره، د اوبو رنګونه، غوړ رنګونه جوړوم او کله نا کله میکس میډیا هم کاروم.


د خپلو انځورونو نندارتون مو جوړ کړی؟ که وي د خلکو هرکلی څنګه و؟
په دغه تیره موده کې یو ځل په کابل کې د فیروز کوه له لوري د افغانستان د لسو تکړه انځورګرانو په لسټ کې شامل شوم او د جایزې فاینل راونډ ته هم ورداخل شوم خو د کلتور د وزیر دې کور اباد وي یو ګوډ شانته معاون یې لرلو د تعصب له مخې یې زما انځور سرچپه مطالعه کړی و او زما حق یې بل افغان ته ورکړ، خپه په دې نه وم چې زه اول نه شوم بلکې په دې مې ترې ګیله راغله چې زما یو داسی انځور چې د روان حالت یو تریخ حقیقت مې پکې راټول کړی و هغه یې د نندارتون په ورځ سرچپه لګولی و.
د نندارتونو په سلسله کې یو ځل د بل ملګري قیس نوابي سره، چې د ننګرار د سرخرود دی، د کابل په ملي ګالرۍ کې د افغانستان تر ټولو لوی انځوریز نندارتون راجوړ کړ چې تقریبا ۴۰۰ انځورونه مې پکې نندارې ته وړاندی کړل خو له بده مرغه د پروګرام په پیل کې یې زما د خبرو په وخت کې برق راباندې قطع کړ او بیا چې کله نندارتون خلاص شو نو یوه اوونۍ وروسته یې زما ټول انځورنه په ګودام کې لکه د مرداې ساتلي وو او د نیم نه زیاتو چوکاټونه یې مات کړي و او ځینی یې پټ کړل او ځینی د یو او بل په نوم پلاني خان اوپلاني خان ته ډالۍ کړل. دا خبرې په دې نه کوم چې خدای مه کړه نفرت ته لمن وهل غواړم بلکې هغه حقایق دي چې زما د هنر مخه یې نیوله. زما هنر بیا هم د افغانستان د هر وګړي د پاره دی او وي به.
زما انځورونه د هیواده بهر په نړیوالو نندارتونو کې هم نندارې ته وړل شوي دي.



تراوسه پوري مو څومره انځورونه ایستلي دي؟
که خدای مې نه غلطوي نو تقریبا ۱۲ سوه انځورونه به مې تر اوسه پورې جوړ کړي وي چې د نیم نه زیات مې خلکو ته ورکړي دي او باقي يې راسره په کور کې پراته دي چې اکثره د موږکانو خوراک شول. دا خبره په دی خاطر کوم چې د تیرو څو کلونو راهیسي زه په دې کوشش کې یم چې په ننګرهار کې د ښکلو هنرونو یو انسټیټیوټ پرانیزم خو لا یې سُر نه دی نیولی، زما بنیادي هدف دا دی چې د ننګرهار د پیر روښان بابا په پوهنتون کې د ښکلو هنرونو یو ډیپارټمنټ ته لاره برابره کړم، له دولت نه ګیله ځکه نه کوم چې دولت د خلکو ژوند خوندي نه کړو ښکلي هنرونه څه په توپه ولي. حال دا چې د ننګرهار پوهنتون د وطن دویم لوی تاریخي پوهنتون دی، په کابل، هرات او مزار کې شته خو دلته نشته ځکه چې مونږ خو د دوی په اصطلاح بې فرهنګه ټرورسټان یو! خو چې د رایو وار یې راشي نو بیا  د یوه ګل درې ته هم ځي!


د خلکو له خبرګونه خوشاله یاست؟
زه چې نن خپل انځورونه او د خلکو غبرګون د هغې په اړه وینم نو خوشاله شم ځکه ماته ښه یاد شي چې څو کاله دمخه ما د اوبو په رنګونو یوانځور کښلی و چې یو ملګري راته ویل چې اربابه ښه شی دی خو دغه چې درنه پې اوښتی دی! ولی نن ډیر ملګري د نټ له لارې د نړۍ انځورونه ګوري او بیا زما په انځورونو نقد کوي، زه خوښ یم پښتنو ته چا خدمت نه دی کړی که نه دا خلک بلا خلک دي نړۍ به درته ګلزار کړي.
په داسي حال کې چې عکاسي خورا زیات پرمختګ کړی او داسي کمرې جوړې شوي چې ډېر زیات دقیق عکسونه اخلي، د انځورګرۍ اینده درته څنګه ښکاري؟
د کمرو په اړه به دومره ووایم چې کمره خپل ځای لري، هغه څه چې په کمره کې کیږي هغه په لاس نه کیږي او هغه څه چې په لاس کیږي هغه په کمره، لنډ مثال به یې دا درکړم که یو څوک وغواړي چې په کمره داسي یو عکس واخلي چې صیب یو نفر پکې راشي او دغه شاوخوا نور مخلوق پکې نه وي نو ممکنه نه ده ځکه چې کمره څه چې ویني هغه به رااخلي، خو که انځورګر د یو منظر په اړه هر څه وغواړي تبدیلي پکې په هر لحاظ راوستلی شي، بله ډیره مهمه خبره دا ده چې کمره احساس نه لري، ټک ټوک کوي او بس، ولی انځورګر چې انځور جوړوي نو د هغه احساسات ورسره شریک وي نو ځکه یې ارزښت ډیر دی. زه خو چې پښتون ولس ته ګورم نو ډیر امیدواره یم چې له خیره سره زما لور پلوسه او زما زوی سیلاب به د دې خاورې تکړه انځورګران وي او د خپل ولس خدمت به کوي.
ښاغلي ارباب وعده کړې چې خپل نور انځورونه به د هنر مینه والو ته د تاند له لارې وړاندې کوي.




Wednesday, August 20, 2014

5 Things You Need To Know About Your Blood Type


5 Things You Need To Know About Your Blood Type


Do you think knowing your blood type is only important in the event of a transfusion? 

Think again! 

Research indicates that your blood type is a key genetic factor that influences many areas of health and well-being.

Throughout your life, you’ve probably observed that some people tend to lose weight more easily, while for others, their weight is an ongoing battle. Or wondered why some people are plagued by chronic illness while others stay healthy and vital well into their advanced years. Very simply, the answer is in your blood type.

Knowing your blood type is an important tool for understanding how your body reacts to food, your susceptibility to disease, your natural reaction to stress, and so much more. A single drop of blood contains a biochemical makeup as unique to you as your fingerprint. 

Below are five facts about your blood type that could change your life: 

1. Your blood type may predict your susceptibility for certain diseases. 

Research has found that individuals of certain blood types may be at a higher risk for certain diseases; studies have found that people with blood type O have a lower risk for heart disease, but a higher risk for developing stomach ulcers. People who are blood type A have higher risks of microbial infections, but Type A women experience a higher rate of fertility. Other research has found that people with type AB and B blood have a much higher risk of developing pancreatic cancer.

2. People of different blood types react differently to stress.  

Type A people naturally have higher levels of the stress hormone cortisol in their bodies and produce more in response to stressful situations. On the other hand, people with type O blood, have a “fight or flight” reaction to stress which results in the overproduction of adrenaline. It takes type O’s longer to recover from stress because it is more difficult for them to clear the adrenaline from their bodies. 

3. Your blood type antigens are not just in your blood! 

They are everywhere in your body, particularly in the surfaces that interact with the environment. These include your digestive tract, from your mouth to your large intestine, as well as your nasal passages and lungs. Because these blood type antigens are everywhere, they influence how your body reacts to the food you eat through several factors. For example: the lectins in certain foods bind to your blood type antigen and cause your blood to agglutinate (stick together), resulting in feelings of fatigue, headaches, digestive issues, skin problems and a host of other health issues.

4. Gut bacteria is related to blood type.  

People of different blood types have different gut bacteria, in fact, certain bacteria are 50,000 more likely to turn up in people with one blood type or the other.  This originated from our ancestors whose digestive tracts developed to accommodate one type of diet over another. For example, the microbiome of certain people developed to break down carbohydrates much more efficiently (blood type A). People lacking this ability (blood type O) tend to store carbs as fat.

5. A one-size-fits-all approach to nutrition does not work.  

Food fads come and go, but the facts are clear: everyone does not have the same basic nutritional needs. We all know someone who is a strict vegetarian and thrives on that diet, while others swear by Atkins or similar low-carb plans. I've found that your nutritional needs can be determined by your blood type. Take a look at the food lists in Eat Right 4 Your Type; they are a guide for choosing the foods that will allow you to lose weight, reduce inflammation, increase energy and lead a longer, healthier life. 


As you’ve learned, your blood type affects more than just the type of blood you'd need in the event of a transfusion – your blood type is a genetic factor that plays many roles in the human body. Choosing low-lectin, non-agglutinating foods that create a hospitable environment for your “good” intestinal flora and selecting foods that combat your disease risks are two good first steps in creating an individualized nutritional program just for you.

Wednesday, August 13, 2014

د عمل خلک

د عمل خلک

هر څوک چغې وهي چې خپل ولس ته خدمت کوي، دعوه کوي چې خپل ولس به له دې بدبختیو ژغوري، ددوئ راتلونکی به خوندي کوي، اولادونو ته به یې د پوهنې زمینه برابروي، دوئ ته به د صحت اسانتیاوې برابروي. دوئ هر وخت دا کوښښ کړی چې د نورو پر تله خپل ځان په خپل ولس کې متره کړي او ځان وښایي چې زه خو هم کار کوم. خو د کار او د عمل خلک ډیر کم په سترګو کیږي، څه چې وایي عملي کوي یې او خپله خبرو ته د عمل جامه وراغوندي او عملي بڼه ورکوي او یو نیم خو پکې داسې هم وي چې دا یې هم نه وي خوښ چې په ټولنه کې متره شي او یا دې خلک وپیژني بس غلي شانته خپل کار کوي او د وس تر بریده خپلې مرستې د خپل ولس سره کوي. په لنډه توګه به داسې ووایم چې افغانستان کړیدلی هیواد دی او وګړي یې ډیر زیات زوریدلي او کړیدلي دي. دغه ولس په هر ګوټ د ژوند کې مرستې او لاس نیوي ته اړتیا لري.

موږ هر وخت ټوله پړه په دولت او په چارواکوو اچوو، خو کله مو هم خپله مسؤلیت نه دی احساس کړی او نه مو دا فکر کړی چې څه به کیږي او یا څه کوو. په دې وخت کې مدني یا ټولنیز سازمانونه او ورته نو اشخاص ته اړتیا ده تر څو هر شخص، دولت او چارواکو ته خپل مسؤلیتونه ورپه ګوته کړي. په لس ګونه مدني ټولنې لرو او په خروارونو ځوانان لرو، په دې کې ښه د لوړ او پوه شخصیت څښتنان هم شتون لري، خو بیا هم زموږ ځوانان نورو هیوادو ته د کار لپاره د مسافرت شپې او ورځې سبا کوي، د سرکو په غاړه د کار لپاره د انتظار هره ګړئ شماري او یا هم په سوال او نورو ته په لاس نیوو پیل کوي او خپل اولادونه هم له کوره د یو مړۍ ډوډۍ لپاره وباسي او تر ماښامه پورې د ځوان، بوډا، غریب، مالداره، غټ، وړوکي، ښځه او نر ته پالش او یا هم بوټان پاکوي، یا د ښار په سرکونو پلاستیکونه پلوري، یو نیم یې بیا واړه واړه خوراکي توکي لکه ژاولې، پاپړ، ایس کریم او داسې شیان پلوري، یو قسم یې بیا نورو ته د سوال لاس نیسي، کله کله خو یو نیم خلک د خپې نه هم نیسي، او بعضې یو نیم خو کلیو او ښارونو کوڅې ګزوي، غلا، ډاکه او ورته ناوړه عملونه کوي. په لنډه توګه باید ووایم چې د پوهنې څخه محرومیږي، د انسانیت او ټولنیز ژوند څخه هم لرې پاتې کیږي.

ستونځې خو ډیر زیاتې دي خو ددې ټولو د حل لاره څه ده؟ ولې موږ سوچ او فکر نه کوو؟ ولې موږ هر وخت نورو ته لاس نیسو؟ ولې موږ هر وخت د نورو محتاجه یو؟ ولې موږ د پوهې د نعمت څخه محروم یو؟ ولې یو بل ته د مرستې لاس نه ورکوو؟ ولې په موږ کې یوالی نه راځي؟ ولې موږ هر وخت د نورو په خبرو او شیطانیو خپل کورنه ړنګ کړي؟ ولې مو نورو ته دا اجازه ورکړې تر څو زموږ په کارو کې لاس وهنې وکړي؟ ولې موږ هر یو خپل مسؤلیت نه پیژنو او ولې هر وخت پړه په دولت او په چارواکو اچوو؟ ولې، ولې خو ډیر زیات دي، خو ددې ولې ځواب چا سره دی، ددې ځواب به څوک ورکوي، زه او که ته، او که له دولته یې وپښتو او یا هم کومې بلې مرجې ته لاړ شو.

زما په اند ددې ټولو په ځوابونو کې موږ او تاسې ټول ګرم او مسؤل یو. موږ، زموږ مدني ټولنې، زموږ دولت او زموږ چارواکي باید خپل خپل مسؤلیتونه وپیژنو او په صداقت، ایماندارۍ او د زړه له کومې خپلې دندې سرته ورسوو، او چاته هم اجازه ورنکړو چې په موږ کې ګوتې ووهي او زموږ په کارونو کې لاس وهنې وکړي. په ټوله کې بیا زه خپل ځوانان ګرم او پړ بولم چې دوئ ولې داسې غلي دي او هیڅ یې هم له خولې نه خیژي. دوئ باید یو بل ته لاس په لاس او اوګه په اوګه د خپل ولس د ستونځو د حل لپاره کوښښونه وکړي. هغه یو متل دی چې وايي خبرې ډیرې سر یې یو – هغه دا چې باید خپلو خبرو ته د عمل جامه ورواغوندو لکه څرنګه چې په انګلیسي کې وایي چې (Action Speaks Louder) دا په دې مانا چې عمل د خبرو غوره دی. نو په دې لړ کې درته یو دوه تنه ځوانان درمعرفي کووم چې د خپل هنر په مرسته يې هڅه کړې تر څو په ټولنه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

په لومړي سر کې درته خور صفیه فرهمند امیري در پیژنم. نوموړې د اقتصاد پوهنځي څخه فارغه او د اوو (۷) کالو په موده کې د بیلا بیلو سازمانو سره دندې کړي. نوموړې وایي چې د ژورنالیزم او عکاسۍ یا انځور اخیستو سره یې ډیر شوق دی او دا ددې لامل کیږي او ما هڅوي تر څو د همدې هنر له مخې د ظلم پر ضد خپل غږ پورته کړم او یا هم د همدې هنر په وسیله د خپل مظلوم سره مرسته وکړم.

نوموړې وايي په ژوند کې مې ډیرې ستونځې لیدلي او ګاللي مې دي او د الله شکر ادا کووم چې اوس یې دا مقام راکړی او همدا لامل دی چې ما نوره هم تشویقه وي او هڅه وي مې تر څو د افغان میرمنو او خپلې ټولنې لپاره خپل غږ پورته کړم، چې همدې تجاربو د ژوند کول رازده او د ژوند ریښتنې مانا یې راوښودله. نوموړې وایي که څه هم ژوند ډیر سخت او ستونځمن وې، خو بیا هم موږ باید کوښښ او هڅې وکړو، ترڅو یې لاښه، خوشحاله او ښایسته کړو. نوموړې وایي د خپل ولس سره مرسته کول او د بدلون مصدر ګرځیدل ورته یو عجیب شانته خوند ورکوي او مینه ورسره لري. چې همدا لامل شو تر څو د (Street Angels) یانې د کوڅې فریښتې حرکت یو عضوه او غړې شم.

صفیه خور ورزیاته وي چې دغه حرکت به ما لپاره د خپل ولس او د ټولنې خدمت کولو پیل وي او باور لرم چې دغه حرکت به پراختیا مومي، نوموړې وایې چې زه په خپل مغز او زړه کې د خپل ولس او ټولنې لپاره ډیر څه لرم او ان شاءالله د الله تعالی په مرسته او ستاسې په دعاګانو به خپلو موخو ته رسیږم. ان شاءالله.

دوهم کس ښاغلی عبدالعظیم فخري در پیژنم. نوموړی د خپل ځان په اړه داسې وایي، زه هر وخت د خپل زړه نه خبرې کووم  اما کله چې زه یې په رسمولو پیل وکړم نو بیا دا هنر خپله خبرې کوي. زه د یوه ټولیز سازمان غړی یم کوم چې د ټولنه کې د ظلم او زیاتي د ختمولو او د یو مثبت بدلون لپاره هڅې کوي. زه د افغانستان یو وګړی یم، او د خپل هیواد ۳۰ کلن جنګ د خپل هنر په مرسته ترسیموم.

دلته هم سوله او مینه لکه د نورې نړۍ څخه هیڅ توپیر نه لري، او همدې ته وده ورکول مې د ژوند مقصد دی او په دې کې کار کول یو خاص خوند لري. ما خپله دغه هوکړه د سوداګریزو نښانونو، سوداګریزو کارتونو او د لوحو څخه پیل کړه او خپله خیالات مې پکې خپل قوت وباله. جنګ، سوله، ښځه، پوهنه او داسې نور مې پکې انځور کړي.

د ظلم او زیاتي د له منځه وړولو په برخه کې یو خاص بدلون ته اړتیا ده او د همدې بدلون یو غړی اووسم او نوموړي په ټولو ځوانانو غږ وکړ تر څو د سولې لپاره او د خپل اولس سره د مرستې لپاره هر اړخیزه او هر رنګه مرسته وکړي او خپل مسؤلیت ادا کړي او پر ټولو ځوانانو یې غږ وکړ تر څو خپل ځان مسؤل احساس کړي او ویده پاتې نه شي.

نوموړی د (Street Angles) یانې د کوڅو فرښتې حرکت یو فعال غړی دی، فعال غړی څه چې دا حرکت هم همده پیل کړ نوموړي او ورسره خور د ۲۰ په تعداد کې ماشومان پیدا کړل او ورسره یې د دې حرکت په اړه خبرې پیل کړې، نو د یو لړ ستونځو او کوښښنو نه ورسته دوئ وتوانیدل چې ۵ ماشومانو ته د دوو ورځو په جریان کې د عکاسۍ یا د انځور د اخیستو هنر یا زده کړې ورکړي او بیا یې د څو ورځو لپاره د یو ځل مصرف عکس یا انځور اخیستونکې کمرې دوئ ته ورکړې او نه یوازې د عکس اخستې هنر ته په کتو بلکه د انځور د اخیستو لامل یې هم ورپه ګوته کول، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې همدې ۵ ماشومانو د ۳۰ عکس اخیستونکو کمرو په وسیله ۹۰۰ رنګارنګ عکسونه یا انځورونه اخستي، چې بیا په دې ۵۰ یې تر ټول غوره شوي وو. نور راپور په لاندې ویدیو کې کتلای شئ.



د همدې نندارتون یو څو انځورونه:






 نو په همدې اساس په ټولو هیواد والو غږ کووم چې د خپلې ټولنې په بیا رغاونه او مرسته کې خپله پراښه ونډه واخلي او د خپلې ټولنې او د خپل ولس خدمت وکړي. او کار په کیدو کیږي نه په خبرو، نو خپلو خبرو ته عملي جنبه ورکړئ او عملي کار پیل کړئ.


په مینه


مننه


عبدالولي مصطفی
جلال اباد
اګست ۱۳، ۲۰۱۴ د شپې ۱۲ بجې