Saturday, October 8, 2016

غواړئ ډېر عمر وکړئ؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي



غواړئ ډېر عمر وکړئ؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي


په ژوند کې څو کوچني بدلونونه کولی شي ستاسو د عمر د زیاتوالي لامل شي. وروستیو څېړنو ښودلې ده چې ځیني بد عادتونه لکه سګرېټ څکول، ورزش نه کول او په کافي ډول د مېوو او سبزیو نه کارول د دې لامل ګرځي چې مرګ مو ژر مېلمه شي او یا هم په کم عمر کې د زړو کسانو څېره خپله کړئ. خو له نېکه مرغه ځیني واړه کارونه دي چې په ترسره کولو سره یې کولی شئ هم ښکلې څېره ولرئ او هم ځوان ښکاره شئ. معلومه خبره ده چې مرګ او ژوند یوازې د خدای پاک په لاس کې دي او په دې هم پوره عقیده لرو، مخکې له دې چې انسان نړۍ ته راشي د مرګ ورځ، خوراک او څښاک هر څه یې معلوم شوي وي. هغه عمر چې د خدای پاک له لوري ورته ټاکل شوی، یوه ثانیه هم کم او زیات نه کېږي، په دې لیکنه کې پر دې خبرې شوې دي چې څنګه کولی شو له وخته مخکې د زړښت مخه ونیولای شو او ځوان پاتې شو:

۱-  په خوراک کې افراط مه کوئ
که غواړئ سل کلنۍ ته ورسېږئ، نو د خوړو د کاسې حجم مو کم کړئ. دن بیوټنر هغه کس دی چې په نړۍ کې د عمر د اوږدوالي په اړه څېړنه کوي. دی وایي: “په جاپان کې تر ټولو بوډا کس، مخکې له دې چې د مړښت احساس وکړي، خوراک بندوي.” د اېس ټي لویس پوهنتون څېړونکو په هغې څېړنه کې چې په ۲۰۰۸ کال کې یې ترسره کړې وه په ډاګه کړې چې کم خوراک ستاسو د زړښت سرعت کموي؛ ځکه بدن د کمې کالورۍ د پیدا کېدو په صورت کې د تایرویید هورمون 3T کم تولیدوي او په پایله کې یې متابولیزم کمېږي او په دې ډوله ورسره د زړښت سرعت هم کمېږي.

۲ - تلوېزیون ته ډېر مه ګورئ
د ډېر وخت لپاره د تلوېزیون کتل له ځان سره ډېر خطرناک جانبي عوارض لري؛ هغه څېړنې چې په ۲۰۱۰ کال کې ترسره شوې، په ګوته کوي، کوم کسان چې د ورځې په اوږدو کې څلور ساعته او یا هم تر دې ډېر تلوېزیون ګوري، د هغو خلکو په نسبت چې تر دې کم تلوېزیون ته ګوري ۴۶ سلنه مرګ ته نږدې کېږي. هر ساعت تلوېزیون کتل لس سلنه د مرګ خطر زیاتوي او ۱۸ په سلو کې نورې ناروغۍ لکه د زړه ناروغي او یا داسې نورې زیاتوي او پیدا کوي. نو د کم وخت لپاره د تلوېزیون کتل ستاسو د مرګ چانس کموي او کولی شئ د ډېر وخت لپاره ژوندي او ځوان پاتې شئ.

۳ - لمر ته د دېر وخت لپاره مه کېنئ
د ډېر وخت لپاره لمر ته کېناستل، ګرځېدل او یا هم په لمر کې کار کول کولی شي تاسو د پوستکي له سرطان سره مخ کړي او په څنګ کې ورسره د پوست د ګونځو او لکې سبب هم ګرځي. که مو دنده په داسې یو ځای کې وي چې سروکار مو له لمره سره زیات وي نو کولی شئ د لمر له ضد کريمو څخه ګټه واخلئ نه یوازې د مخ لپاره، بلکې د لاسونو، سینې او یا هم د بدن د هغو برخو لپاره چې له لمر سره مستقیمه اړیکه لري.

۴ - له یوازېتوبه ځان وژغورئ
څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې له خپلې کورنۍ، دوستانو او ملګرو لرې وي، ډېر یې د زړه پر ناروغیو اخته کېږي؛ یوزاېتوب د انسان زړه وژني چې دغه چاره د سګرېټو په څېر د انسان د عمر د کمښت سبب ګرځي. څېړنو دغه راز په ډاګه کړې، یوازېتوب پر هغو کسانو چې عمر یې خوړلی وي ډېر اغېز کوي او د دې لامل ګرځي چې شخص په ژور خپګان اخته او خپل ژوند په تدریجي ډول له لاسه ورکړي.

۵ - مېوه او سبزي وخورئ
که په ورځ کې له مېوې او سبزیو دری ځلې استفاده ونه شي او ونه خوړل شي، انسان له روغتیایي ستونزو سره مخ کېږي. مېوې او سبزي له دې کبله چې د ویټامینونو او فیبر سرچینې ګڼل کېږي، په انسانانو کې د زړه د ناروغیو احتمال ۷۶ سلنه کموي. دغه راز سبزۍ او مېوې کولی شي په ښځو کې د سینې د سرطان مخنیوی وکړي. په سبزيو او مېوو کې د انټي اکسیدان موجودیت د دې لامل ګرځي چې په رګونو کې د وینې جریان ګړندی شي او د پوستکي د ګونځي کېدو مخنیوی کوي.

۶ - ورزش وکړئ
هغه څه چې د ځوان پاتې کېدو لپاره ډېر اړین دي هغه ورزش دی؛ د ورځې په اوږدو کې هرو مرو باید ورزش وکړئ؛ هغه څېړنې چې په ۲۰۰۸ کال کې ترسره شوې دي، ښودلې یې ده چې په دایمي ډول دروند ورزش لکه منډې وهل او یا داسې نور ترسره کوي لږ تر لږه ستاسو پر عمر څلور کاله ور زیاتوي؛ دا په داسې حال کې ده چې دغه ډول ورزش د زړه او مغز په روغ ساتلو کې بې ساري مرسته کوي. څېړنو ثابته کړې ده چې له دې اسانه ورزش لکه د ورځې پلي ګرځېدل هم کولای شي انسان د زړه له ناروغیو په امن کې وساتي.

۷ - سګرېټ مه څکوئ

د اوږد ژوند او ښې روغتیا لپاره تر ټولو اړینه دا ده چې سګرټ ونه څکوئ، څېړنو ثابته کړې ده هغه کسان چې په ۳۵ کلنۍ کې یې هم د سګرېټو څکول پرېیښي دي، لږ تر لږه د دې چانس پیدا کوي چې اته کاله زیات عمر وکړي. د سګرېټو نه څکول نه یوازې دا چې د انسان عمر اوږدوي، بلکې د زړه او سرطان له ناروغیو هم خلاصون مومئ.