Monday, May 2, 2016

خیال



له کوره ووتم نو څه ګورم چې ټول سرکونه په عصري ډول پاخه دي او سپېنې لیکې هم پکې کښخل شوي، ټولې ویالې د مځکې لاندې دي، د سرکو دواړو غاړو ته ګروپونه هم قطار ولاړ وو او ښکلې ښکلې ونې، ګلان او چمنونه د کورونو دیوالو تر څنګ ول. کور مو د شیرزادو ولسوالۍ د میملې باغ سره نږې وو. بشپړ امنیت وو. په سور رنګي دولتي بس کې کښیناستم او د میټرو ټرین پر لور مو حرکت وکړ، میټرو څه شل ګزه لاندې په مځکه کې تیره شوې وه، دغه میټرو هم په عصري شکل سره جوړه وه، د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره مې ټکټ واخیستو او د یو دقې وروسته میټرو راغلو او پکې سواره شو، میټرو د سترګو په رپ کې بټي کوټ ته ورسید، هلته د میټرو خکته شو او د هوایي ډګر پر لور مو حرکت وکړ. هواي ډګر چې ددې څخه لاهم ډیر په عصري شکل جوړ وو، ټول سیستمونه یې کمپیوټري وو، نو د هلمند لپاره مو بوډنګ پاس له کمپیوټره واخیست او د طیارې په انتظار کې کښیناستو، په دې کې اریانا ایر بس راورسیده چې دوه منزله طیاره وه ډیره لویه وه، دغه ټول مسافر پکې کښیاستل او د هلمند جان پر لور مو حرکت وکړ. طیاره جګه شوه او لاندې مو یو سمسور، اباد، ودان او سوکاله هیواد ولید. هر ځای پارکونه وو، خوشحالۍ وې، شنه بوټي او پراخه پراخه او پاک ستره سرکونه. نه له چا یره وه او نه هم کوم تعصب، پراخه پراخي وه، هر څه ارزان او په خه کوالټۍ او هر ځای کې میندل کیدل. د عابد صیب کتاب د عابد خاطرې مې لوستو چې هلمند ته ورسیدو. له طیارې خکته شو، دا میدان د ننګرهار له میدانه نور هم ښکلی او پراخه وو او د پاکوالي خو به یې څه نه وایم. له میدانه ووتو. نو ښکلي زیړ او تور رنګه ټکسیانې ولاړې وې په هغې کې کښیناستو او پنځه ستوري هوټل په لوري مو هې کړل. په لار کې مو کابل بانک ولید، ډیرې خلک ورته ولاړ وو، ډیر ښکلی نظم یې مراعت کړی وو، هر کس په خپل نوبت سره ورتلل. زموږ موټر هم د سرې اشارې لپاره یو څه تم شو، چې په دې کې د یو موټر ټایر د پنچریدو اواز راغلو. فکر مې کولو چې دا به همداسې وي خو نه...

دا د همدغه کابل بانک مخې ته بم وچاودیدو، ډیر خلک یې شهیدان کړیي وو، او زما یې د فکر زانګو ونړوله. نه خو هغه میټرو وه او نه هم هغه ښکلي ښکلي سرکونه او نه هغه پاکوالی او میدان خو لا لرې خبر ده. بس یو سوچ وو خو ډیر خوندور سوچ وو.

الله دې وکړي چې د ټولو افغانانو هیلې او ارمانونه پوره شي او دغه سوچ هم ریښتیا شي.

م
د مئ ۲مه ۲۰۱۵ م کال
جلال اباد


ګوتمۍ - لنډه کیسه

لیکنه: سلګۍ
پسرلي نوې لمن پر ښار غوړولې وه، هغه ښار چي له مودو څخه یې اسمان ګردنو اخيستى وو.
خلکو نوي سباته نوې تمې درلودې، مرغانو هم ځالې نوې کولې. غرنيو ګلانو او چمنونو هم د هسکوغرنو لمنې سينګارولې. طبيعت هرې خواته د ښکلي نسيم وږمې خپرولې، چي یو نا څاپه یوې لويې او وېروونکي څپې د بلبلانو شور، د پېغلوټو خنداوې او د جنتي موسم د ترنم ږغ خاموش کړ. ټولو و اسمان ته کتل، د اسمان سینه له خړو تورو دودونو څخه ډکه وه، وحشت سپېرې منګولې د تک شنه اسمان پر ښايسته وجود ښخې کړې وې. لنډ سکوت د کايناتو په چيغو او غلبلو مات سو ـ آه، خدایه بیا د چا پر کور ناورين را پرېوت! بيا کوم باغي د خالق پر خلقت تېرى وکړ او د ستر رب د عظمت نښې ئې ړنګې کړې.
چا د بام له سره، چا د کور له دروازې او چا پر سپين ميدان د هغه چا د وحشت ننداره کوله، چې د ښکلو حورو په ارمان کې ئې د جنسي غريزې د سړولو لپاره پر انسانانو قيامت جوړ کړى وو. هلته په وينو کې لژند د يوې تنکۍ پېغلې په نکريزو سره، پرې سوې خپړه، د نوي ځوان پرنازکو برېتو پرېوتې د ونيو داره، د يوې خوږې مور په غيږ کي د شېر خوره کوچني جسد، د بوډا سوځېدلی وجود، پر جنتي مځکه دوږخي فضا خپره کړې وه.
د نازلي رب، دې وژونکي او قاتل بنده ته په حيرت کي وم، چي ناڅاپه مې یوه څېره تر سترګو سوه، فکر مي وکړ چي زخمي دئ او غواړي له ځایه پورته سي، د مرستې لپاره ور نژدې سوم ، چې د خپل وجود تر څنګ یې یو بل لاس بغل کي نیولې وو، غوښتل مي ويې ګورم چې زخمونه ئې چیري خوړلي. خو دې بې رحمه څېرې په قهرجن انداز داسې راته وکتل لکه د سترګو تر بڼو لاندې چې ئې د سرو وینو پیالې وشرنګوې.
…. زه جوړ یم د نورو غم کوه!

په ډېره بېړه یې ځان زما له مخې چپ کړ، چې تر بغل مې ورته وکتله د تنکۍ پيغلې په وينو سره خپړه ئې په بغل کې نیولې وه او په تلوار یې ورځيني له ګوتو ګوتمۍ ایستله.
..............................................................................................................................
 د http://lomritob.com/archives/17079 ویب پاڼې څخه.

ګیدړه او د قاضي چرګان

ژباړه: عطا محمد میاخېل
له پنده ډکه کیسه :
لېوه او ګیدړه له یو بل سره دوستان وو . ګیدړې له خپلې هوښیارۍ او ځیرکۍ او لېوه له خپل ډېر زور او تېرو خپړو څخه ګټه پورته کوله . ګیدړې ښکار پیدا کاوه او لېوه به هغه ښکار کاوه، نو دواړه به سره کېناستل او کوم ښکار به یې چې تر لاسه کړی و، په ګډه به یې خوړ.
له بده مرغه څو ورځې یې ښکار پیدا نه کړ، یو بل ته یې وویل : په لاره ځو، ښایي کوم څیز پیدا کړو او یو بل سره خبر وو . لېوه د چرګانو کوډۍ پیدا کړه او په ډېرې چټکۍ یې ځان ګیدړې ته را ورساوه او وې ویل : ښکار مې پیدا کړ .
ګیدړه خوشاله شوه او وې ویل : څه دې پیدا کړي، چې دومره خوشاله یې ؟ ځای یې چېرته دی؟ لېوه وویل : په ما پسې راځه، چې در وې ښایم . لېوه مخکې او ګیدړه ورپسې، یوه کورته ورسېدل او لېوه د چرګانو د یوې سترې کوډۍ ترڅنګ ودرېده، ګیدړې ته یې مخ ور واړاوه او وې ویل : دا هم هغه ښکار، وګورم چې څه کوې . ګیدړه چې ډېره وږې شوې وه، په ډېرې چټکۍ کورته ور ننوته او ځان یې د چرګانو کوډۍ ته ورساوه، په یوه ګوښه کې یې ځان پټ کړ، ترڅو په یوه مناسب فرصت کې د چرګانو په کوډۍ باندې برید وکړي . د چرګانو په کوډۍ کې څو چاغو چرګانو او چرګو شتون درلوده؛ د کوډۍ دروازه خلاصه وه او هغې کولای شول، چې په ډېرې آسانۍ یو له چرګانو څخه ښکار او وتښتي، مګر ناڅاپه د ژور فکر په سمندر لاهو شوه او له ځان سره یې وویل : دروازه خلاصه او په کوډۍ کې چاغ چرګان، نو لېوه ولې په خپله په کوډۍ باندې برید نه دی کړی ؟ تر اوسه ما ښکار پیدا کاوه او هغه به ښکار کاوه، نو اوس څه پېښ شوي، چې هغه دومره خوندور ښکار لیدلی، مګر کوم کار یې نه دی ترسره کړی او ما پسې راغلی . پرته له شکه کوم خطر په کمین کې دی، نو غوره ده، چې بې ګودره په اوبو ور ګډه نه شم . ګیدړه له دې فکر سره لېوه ته ور وګرځېده، لېوه چې ګیدړه یې تش لاس ولیده، نو په غوسه شو او وې ویل : زه پوهېدم، چې د یوه چرګ د ښکار کولو وړتیا هم نه لرې . ولې تش لاس بېرته را وګرځېدې ؟ ګیدړې وویل : هېڅ نه دي شوي، یوازې غواړم، په دې باندې پوهه شم، چې دا کور او د چرګانو کوډۍ د چا ده او څښتن یې ولې د کوډۍ دروازه پرانیستې پریښې ده ؟
لېوه وویل : دا د ښار د قاضي کور دی، چې پرته له شکه د کار ګر یې د کوډۍ د دروازې تړل هېر شوي دي . دا چې ګیدړې د قاضي نوم واورېده، نو وتښتېده . لېوه حیران شو او په ګیدړې پسې یې منډې کړې، څو چې ور ورسېده او له هغې څخه یې وپوښتل : ولې تښتې څه پېښه شوې ؟ ګیدړې وویل : وږې پاتې شم ښه ده، نه دا چې د قاضي د کور چرګ وخورم، کله چې قاضي په دې باندې پوه شي، چې ما یې د کور چرګ غلا کړی، نو خلکو ته به ووایي، چې د ګیدړې غوښه حلاله ده، نو خلک به هم د دې حکم په اورېدو د ګیدړو په لټه کې شي او د ګیدړو نسل به د ځمکې له مخ څخه د تل له پاره ورک کړي . وږې پاتې شم ښه ده، نه دا چې خپل نسل، نسب او ریښه له منځه یوسم .
...................................................................................................................................................
 د http://lomritob.com/archives/17161 ویب پاڼې څخه.