Monday, March 10, 2014

په سوله کې ستا مسؤلیت - دوهمه برخه


سوله د اسلام له نظره(دوهمه برخه)

سوله او د سولې کليمه اوسنۍ خبره نده بلکې د بشريت د پيدايښت سره سمه منځته راغلې ده، سوله يوه عربي کليمه ده چې معنايې (استعداد، جوړښت، اتحاد، اتفاق، او د جنګ جګړو بندول  دي).

په اسلامي شريعت کې هغه سوله چې حرام پکې حرام او حلال پکې حلال ونه ګڼل شي جايزه نه ده، چې په دې اړه حضرت محمد (ص) فرمايلي دي: (الصلح جايز بين المسلمين الاصلحاحرم حلالاً او احل حراماً والمسلمون علي شروطهم الاشرطا حرم حلالاً اواحل حراماً): رواه ابن ماجه والترمذي (سبل السلام ج ۳ص ۸۸)
                            
  ژباړه: (د مسلمان او مسلمان ترمنځ سوله روا ده، مګر داسې سوله روانه ده چې حلال پکې حرام او حرام پکې حلال وګرځول شي).
                     
د اسلامي شريعت له مخې سوله په شپږ ډوله ده.
·        د مسلمان او کافر ترمنځ
·        د ښځي او خاوند ترمنځ
·        د باغيانو او عادلانو ترمنځ
·        د دوه مرورو ترمنځ
·        د خپل منځي جګړو د ټپي شويو او ټپي کونکو ترمنځ
·        د دو کار و باري شريکانو ترمنځ.

((کتاب فتح الباري شرح صحيح البخاري))

د سولې دغه شپږ ډلونه الله (ج) په قرانکريم کې بيان کړي دي، چې ځينې يې په ځانګړي ډول ذکرکړي دي، دا ځکه چې د سولې دغه ډولونه ډير مهم او اړين دي او اهميت يې د متعدي والي په وجه دي، يعنې د اختلاف او جګړې تداوم چې زيانونه يې ټولنې ته رسيږي، او ټولنه ورڅخه زيانمنه کيږي. په داسې حال کې چې سوله نه يوازې دا چې جګړمارو خواؤ ته ګټه رسوي بلکې ټولنې ته يې هم ګڼ شمير ګټې رسیږي.

د سولې هغه ډولونه چې الله (ج) يې ذکر په قرانکريم کې کړی يو څو يې د بیلګې په ډول ستاسو درنو سره شريکوم، ترڅو د سولې مينوال په اسانتيا سره د هغې په شرعي ارزښت پوه شي.

په لومړي سر کې د کافر او مسلمان ترمنځ سوله باندي يو څو کرښې:

د مسلمان او کافر ترمنځ سوله:
د دې ډول سولې په هکله الله(ج) مسلمانانو ته داسې لارښوونه او حکم کړی او فرمايلي يي دي: وان جنحواللسلم فاجنح لها و توکل علي الله انه هو السميع العليم وان يريدواان يخدعوک فان حسبک الله هوالذي ايدک بنصره و بالمؤمنين ( سورة الانفال-۶۱و۶۲)

ژباړه: که چیرې غير مسلم (کفار) سولې او پخلاينې ته ميل وکړي، نو تاسو هم د هغوی د سولې وړانديز ومنئ، سولې ته ميلان وکړئ او په پاک الله (ج) توکل وکړئ، بیشکه چې الله(ج) د ټولو احوالو ښه اوريدونکی او په ټولو اقوالو ښه پوه اوعالم دی.

د مسلمان او مسلمان ترمنځ سوله:
دا ډول سوله په جګړه کې د ښکیلو مسلمانو ډلو ترمنځ د قرانکريم په آيت تثبيت شوې ده، چې د سولې دغه ډول د مسلمانانو د خپل منځي جګړو د بندولو او ختمولو په اړه دی، د سولې دا ډول تر نورو ټولو انواعو زيات مهم او ضروري دی، ځکه چې خپل منځي جګړې د مسلمانانو قوت ختموي، او مسلمانان له خپل اصلي مسير څخه بې لارې کوي، او بې ساري معنوي او تبا کونکې پايلې لري.

الله (ج) په خپل پاک کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي:

واطيعواالله ورسوله ولاتنازعو فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا ان الله مع الصابرين (سورة الانفال آيت ۴۶)

ژباړه: تاسو د الله (ج) او د هغه د محبوب پيغمبر حضرت محمد (ص) اطاعت وکړئ او خپل منځي شخړې او جګړې مه کوئ، ددې لپاره چې تاسو به بې زړه شئ قوت او دولت به مو له منځه ولاړشي او کمزوري به شئ، تاسو صبر او زغم وکړئ، ځکه چې الله (ج) د صبر کونکو مرستندوي دی.

د اسلام په تاريخ کې د سولې ډ‌يرې بیلګې موجودې دي، چې يوه يې هم د کعبې په ديوال کې د حجرالاسود دکیښودلو پر سر د قريشو د مختلفو قبیلو ترمنځ اختلاف وو.

د حجرالاسود دا لاندې واقعه د نبي کريم (ص) د صلحې د راوستو د هڅو او منځګړتوب ښکاره او څرګنده بیلګه ده.

د نبي کريم (ص) په وخت کې قريشو او د مکې اوسيدونکو د کعبې د ودانۍ ترميمول وغوښتل، د کعبې د ترميم د چارو تر بشپړيدو وروسته د کعبې په ديوال کې د حجرالاسود د کیښودولو پر سر د قريشو د مختلفو قبیلو تر منځ  اختلاف پيدا شو، هر يوې غوښتل چې په خپل لاس په معين ځای کې د حجرالاسود دکیښودلو وياړ تر لاسه کړي، اختلافات ورځ په ورځ زياتيدل، پدې مهال کې د قريشو مشرانو د ستونزې د حل لپاره يو شرط وړاندې کړ او هغه دا چې که سبا هر څوک مسجدالحرام ته لومړی داخل شو نو د مشکل د حل واک لري.
پر سبا يې لومړی کس حضرت محمد (ص) وو چې مسجدالحرام ته داخل شو، نو انحضرت (ص) د ستونزې د حل لپاره يو څادر وغوړاوه او د حجرالاسود تيږه يې پکې کيښوده، او ټولو قبیلو له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د څادر پيڅکې ونيسي، او هغه خپل ځای ته يوسي، نو په دې توګه يې د خلکو تر منځ ستونزه حل کړه.

له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې د اسلام مبارک دين د سولې او امن دين دی. بې ځايه جنګ جګړي، تيری او تند لاريتوب ته پکې ځای نشته.

د مسلمانانو خپل منځي جګړې نه جبرانيدونکې او خطرناکې پايلې لري، چې په دې اړه ګڼ شمیر احاديث هم راغلي دي او مسلمانان يې سولې ته هڅولي دي، له دې نه معلوميږي چې اسلام د سولې، ثبات او امن دين دی.

دا چې د اسلام سپيڅلی دين د سولې او ورورولۍ دين دی، نو راځئ چې سوله د خپل ژوند يوه ډيره مهمه اړتيا وګڼو او ددې اړتيا د پوره کولو لپاره هڅې وکړو، ترڅو ګران هيواد افغانستان ته د تل پاتې سولې په راوستلو بريالي شو، د خپلو ځوانانو او کوچنيانو لپاره ددې زمينه برابره کړو چې د تعليم پر مټ د خپل روښانه راتلونکي په لور قدم واخلي.

د سولې ديني ارزښت (لومړۍ برخه)

درنو مسلمانانو خويندو او وروڼو دا چې په ګران هیواد کې دروانو بدبختيو او ناورينونو اوږده لمن چې تقريباً له لسيزو څخه هم اوړي او هره ورځ زموږ ګڼ شمير بې ګناه ماشومان، سپين ږيري، ځوانان او په ټوله کې ددې ټولنې مظلوم وګړي په ډير ناځوانمردانه ډول را څخه اخلي، نو لازمه ده چې د سولې په ديني ارزښت پوه شو، ترڅو په ګران هیواد کې شته مشکلاتو ته د اسلام د سپيڅلي دين په رڼا کې د حل لارپيداکړو.

سوله د اسلام په مقدس دين کې خورا زيات او لوی ارزښت لري، ان تر دې چې د دوه کسانو ياډلو يا دوه ملتونو ترمنځ سوله او روغه جوړه کې د اړتيا پروخت کې دروغ ويل هم جايزدي، چې په دې هکله رسول الله (ص) فرمايلي دي: د سولې او روغې جوړې پرمهال داسې دروغ ويلو ته هم جواز هم  شته چې د روغې جوړې اسباب برابروي، اګر که دروغ ويل په شرعه کې ناروا عمل دی، مګر ددې لپاره چې د خلکو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو، فساد او وينې تويولو مخه ونيول شي، دروغ ويل روا دي او شريعت دې ته دروغ نه دي ويلي، لکه چې امام بخاري رحمة الله عليه په صحيح البخاري کې حديث شريف روايت کړی دی (صحيح البخاري څلورم ټوک ۲۴۰۳ ح)
         
ژباړه: هغه څوک چې دروغجن نه دی خو د خپلو درواغو په اساس د خلکو په منځ سوله کوي، په خپلو درواغو سره د دوه کسانو ترمنځ اختلاف پای ته رسوي او يا د خير خبره کوي دا کس دروغجن نه دی، ددې حديث شريف دلا روښانتيا لپاره د امام خطابي (رح) نظر په لنډ ډول سره ذکر کووم.

امام خطابي (رح) ددې حديث شريف په برخه کې داسې فرمايلي دي: د خلکو ترمنځ سولې ته هڅونه، او د خلکو ترمنځ اختلاف له منځــه وړل او يا د اختلافـــاتو مخــنيوی کــول دي، ځکه چــــې رسول الله (ص) د الله (ج) په رسۍ منګولې لګولې دي، په داسې حال کې چې د خلکو ترمنځ اختلاف اچول په دين کې درز پيدا کوي نو هغه څوک چې د خلکو ترمنځ سوله کوي، د ثواب او فضيلت هغه مقام ته رسيږي چې، د نفلي  روژې نيوونکي او نفلي عبادت کوونکي او نفلي صدقې کوونکي له درجې څخه ډير پورته دی، ځکه چې هغوي د ځان لپاره لګياوي او سوله کونکی دټولنې لپاره.

همداشان په بل ځاي کې راځي چې سوله د الله (ج) حکم هم دی، الله (ج) په قران کريم کې داسې فرمايلي دي: فاتقواالله واصلحوا ذات بينکم واطيعواالله ورسوله ان کنتم مؤ منين(سورة الانفال ،۱).

ژباړه: ای مسلمانانو تاسو د الله (ج) څخه وويريږئ او په خپل منځ کې سوله وکړئ او د الله (ج) له استازي حضرت محمد (ص) څخه اطاعت وکړئ که چیري تاسو مؤمنان ياست.

الله (ج) په پورته آيت شريف کې دا شرط لګولی دی چې د الله (ج) څخه وويريږئ او د الله(ج) او د هغه د استازي څخه اطاعت وکړئ، په خپل منځ کې جګړې، شخړې او اختلافونه مه کوئ، ځکه چې الله (ج) ستاسو تر منځ هر ډول شخړې حرامې ګرځولې دي او په بل ځاي کې د مؤمنانو د صفاتو په ترڅ کې د (رحمآء بينهم) صفت ذکر کوي چې دا هم ددې بیلګه ده چې مسلمانان بايد خپل منځي اختلافات د خبرو او روغې جوړې له لارې حل کړي، نه د جګړو او شخړو له لار ې.

پورته ټولو الهي احکامو او نبوي احاديثو ته په کتو بايد هڅه وکړو چې په ګران هیواد کې د روانو بدبختيو  د له منځه وړلو لپاره هر ممکن اقدام وکړو، تر څو د جنګ جګړو ددې بدمرغې بلا څخه د تل لپاره خلاص شو، نو پرموږ ټولو لازمه ده چې په ګران هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره په يو اتفاق سره کار وکړو او خپل ټول شته مشکلات پورته ذکر شويو قراني آياتونو او نبوي احاديثو ته په کتو د خبرو له لارې حل کړو.

د سولې ديني  ارزښت ( دوهمه برخه)

سوله هغه ستره الهي ډالۍ ده چې په غیږ کې يې د نړۍ مختلف قومونه او ملتونه ژوند کوي، د ښه ژوند کولو لپاره د نورو اړتياؤ تر څنګ سوله هم ډيره اړينه ده، ځکه چې د ژوند پر مخ بیول په ښه شان يوازې په سوله او امن کې امکان لري. که سوله نه وي د ژوند د ډېرو اسانتياوو سره، سره به بيا هم د ګڼ شمیر مشکلاتو سره لاس او ګريوان يو، که سوله نه وي زمونږ خواږه ماشومان نشي کولی چې ښونځيو ته لاړ شي، همدا شان زموږ روغتياپالان نشي کولی هسې چې لازمه ده په ښه شان د اړو خلکو خدمت وکړي او په ټوله کې زموږ هغه خلک چې ددې وران او ويجاړ وطن د خدمت وړتيا لري؛ نه شي کولی ددې خاورې خدمت وکړي.

نو لازمه ده چې د خپل ژوند ددې مهمې اړتيا (سولې) لپاره د خپلې ټولې ايماني او انساني وظيفې له مخې د ګران هيواد د بچيانو د ښې او خوشاله راتلونکې او د خپل خوږ ژوند د ښه پرمخ بیولو لپاره دغه اړتيا (سوله) پوره کړو، د خپلو خلکو د وژلو پرځای ددوی د ژوند د ښه کولو لپاره کاروکړو، دوی ته د تکليف ورکولو پر ځاي د ژوند اسانتياوې برابرې کړو او د لوی څښتن تعالی رضايت تر لاسه کړو.
    
ځکه چې الله (ج) فرمايي: چا چې يو انسان له مرګ څخه وژغوره لکه ټول انسانان يې چې له مرګ څخه ساتلي وي (۶ المائيده ۳۲اية)

 دا چې د اسلام سپيڅلی دين د سولې، ورورګلوۍ، عدالت او امن دين دی، حضرت محمد (ص) چې د اسلام د سپيڅلي دين پيغمبر او رهبر دی، د ډير کوچنيوالي څخه د نیکو اعمالو څښتن او په نيکو عملو نو مشهور وو، سوله اوعدل يې ډير خوښ وو، او همداشان يې د غريبو او مظلومو خلکو سره ډير ښه چلند کاوه؛ نو ددې لپاره چې پوه شو حضرت محمد (ص) سوله ييز ژوند څومره خوښاوه، د حدېبې د سولې تړون يې ډير غوره مثال کيدلی شي.