Saturday, November 8, 2014

د جلال اباد ښار او د ښاروال بې پرواهي


د جلال اباد ښار او د ښاروال بې پرواهي

جلال اباد چې د جلال کوټ څخه اخستل شوې د افغانستان ختیځ لور ته د پاکستان سره پر پوله پروت ولایت مرکز دی. جلال اباد وړوکی خو ډیر په زړه پورې ښار دی. جلال اباد د افغانستان د ډیرو مهمو او پرمختلولو ښارونو څخه شمیرل کیږي. ددې ښار تنګو کوڅو او وړو واټونو ښار ته یو خاصه ښکلا بخلې. که څه هم دا ښار وړوکی دی خو د افغانستان ډیرې وکړي د ټول هیواد د ګوټ ګوټ څخه ددې ښار د کتو لپاره راځي. په جلال اباد کې د بهسودو د پل د عبدالحق بڼ او د درونټې د ځوانانو پارک د ټول هیواد څخه خلک ځان ته راجلبوي. د شیرزي لوبغالی، د فارم هډې پارک او د سراج العمارت لوبغالی بیا د ټول هیواد او بیا د ټول ولایت د ورزش او سیل مینه والو شاهدان دي. جلال اباد په خپل زړه کې بیا د ازادۍ ګټونکي غازي امان الله خان او نورو نامتو شخصیتونو ته ځای ورکړی.

لکه څرنګه چې د جلال اباد ښار ډیر وړوکی او د تنګو کوڅو او سرکونو درلودونکی دی خو د نفوس د زیاتیدو او موټرو د رش په زیاتیدو سره په ښار کې چټلتیا ورځ په ورځ په ډیرېدو ده. یو لور ته د خلکو بې احساسي او بل لور ته د دولتي چارواکو بې پرواهي دغه ښار په بې ساري چټل ښار بدل کړ. ټولو پلورونکو د خپل پلورنځي نیمه برخه د پر پلي تلونکو پر ځای کې جوړ کړی او دا بل لوري ته بیا د لاسي کراچیو، موچیانو، چولو او لوبیا پلورونکو، رادیوګانو او لاسي برقونو والاوو، فتوکاپي ماشینونو والا، وړو صرافانو او د مخابراتي شرکتونو کارتونه او سیم کارتونو پلورونکو، لاسي ساعاتونو جوړونکو او وړو وړو هوټلونو والاوو نیولي او نیم سرک بیا یا خو لاسي کراچیو نیولی او یا پرې موټرې پارک شوې وي او بله خو يې لا دا چې د په ګلدانونو او پر پلي تنکو لارو کې د مزدورانو او سوالګرو ناستې هم یو لړ ستونځې راولاړې کړي.

د ښار خلک وي او که د کلي د څخه راغلي خلک، دولتي چارواکی وي او که یو غریب مزدور، د هټۍ ولا وي او که د کارتونو پلورنکی، په موټر کې وي او که پلي ګرځیدونکی، ځوان وي او سپین ږیری، نارینه وي او که زنانه، ماشوم وي او غټ، ټول په خپل وار د ښار په څټلتیا کې لاس لري او د ښار د پاکۍ په اړه هیڅ فکر او سوچ نه کوي. که خپله څه خورو او که څوک یې د خوراک لپاره راکړي نو باقي پاتې یې د سرک په سر یا یې په ویاله یا لختي کې اچوو، ددې فکر راسره نه وي چې، دغه چټلي خو ما دلته واچوله ددې زیان چاته رسږي؟ یا ددې سره خو به بل ښاري ته خو به څه ستونځه نه جوړه وي؟ دلته دولت ملامته دی او که ولس؟ او داسې ورته نورې پوښتنې چې تر دې دمه ورته موږ هیڅ ځواب نه دی موندلی او نه مو پرې فکر کړی. بله دا چې بیا کله باران شي نو د ویالو د بندښت له امله اوبه پر سرک روانې وي نو بیا ټول ښاروالې او ښاروال ته ښکنځلې کوو او په غصه یو ورته، خو هیڅکله مو هم مسؤلیت ځان ته نه دی راګرځولی، کله مو هم دا فکر نه دی کړی چې که چرې موږ هر یو وګړی پر دې فکر کې شو او خپل ښار په خپله پاک ستره وساتو نو څه فکر کوئ چې موږ به کومې ستونځې سره مخ شو؟ زموږ ښار کې به چټلتیا وي؟ زموږ ښار کې به اوبه لکه د سمندر په شان ولاړې شي؟ نه! هیڅکله هم نه.

زموږ دولتي چارواکي خو په خپلو مزو کې په خپلو دفترونو کې ناست وي، نو د غریب ولس ورسره څه! اوس خو یې لا بله نخره زده کړې، کله چې باران شي نو د ښاروالۍ مزدوران راپیدا شي او په نورو وختو کې خو یې څوک په میاشتو میاشتو نه ویني، او بله دا چې په میاشت کې یو ځل لاسي کراچیو او نور خوارانو پسې راوځي او یو یا دوه ورځې یې یو خوا او بل خوا یې وزغلوي او یا ترې پیسې واخلي او یا هم دغه لوبه د سحر پر مهال وی او د ماسپښین څخه وروسته بیا بیرته خپلو خپلو ځایونو ته راشي او رش او بویونه جوړ کړي.

دا څو ورځې یا خو د نوي ولسمشر د ډاره یا بله څه وجهه به وي چې د ښاروالۍ یونیم چارواکی پلی د خپلو ساتونکو سره په ښار کې ګرځي، نه پوهیږم چې د ښار د پاکۍ لپاره ګرځي که د ښاریانو د عزابولو لپاره، کله یې د لاسي کراچۍ ولا رانیولی وي او کله یې بیا یو هټۍ وال، بیا خو کله کله لاسي کراچۍ یې په لارۍ کې اچولي وي او غریب ولس ځوروي او یا هم د پیسو په بدل کې یې ورته بیرته سپاري او یا کله د لاسي کراچیو څخه یې ورته توکي پر سرک شیندلي وي. په خواشینۍ سره باید ووایم چي ډیر کوښښ مې وکړ چې کوم انځور یې واخلم خو ونتوانیدلم.

بل لوري ته بیا په ښار کې دنګې دنګې ودانۍ ورځ په زیاتیدو دي، زما په اند یا خو ښاروالي هیڅ کوم پلان ورته نه لري او یا هم د پیسو په بدل کې ورسره معامله کیږي او بس. هیڅ یوه ودانۍ هم د موټرو تمځای نه لري او نه هم د پاکوالي کوم سیستم، کله هم چې دغه ودانۍ جوړیږي نو سرک تر هغه پورې بند وي تر کومه چې دغه ودانۍ نه وي تکمیل شوي او د دغه ودانۍ ټول تعمیراتي توکي پر سرک اچوي او همدغه لامل دی چې زموږ ټول سرکونه بیرته ویجاړ او له کاره ووځي. د سرکونو ذکر وشو، سرکونه بیا خو شخصي شرکتونو جوړ کړي او د بیا رغونې او څارنې په اړه هیڅ پلان او فکر نه شته او ۷۰ سلنه ټول سرکونه له کاره وتي.

په ښار کې دا ستونځې دومره ډیرې شوي چې زما خو پرې سر نه خلاصیږي او نه یې د کوم حل لاره راته معلومه ده. خو صرف دومره ووایم چې ښاروالۍ باید یو پلان جوړ کړي او که دغه پلان وي نو ولې نه پلي کیږي، او ستونځې ورځ تر بله ډیریږي او دولت دا هم نه غواړي چې ولس وځوروي، نو باید ددې لپاره د حل لاره پیدا کړي او دغه ستونځې په سولیزه فضا کې حل کړي. نه خپل ځان او نه ولس په عذاب کړي. زه دا هم وایم چې نه یوازې ښاروالي بلکه خپله ولس، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه، نور دولتي چارواکي، رسنۍ او نور دخیل ارګانونه باید ددې ستونځې لپاره د حل په اړه فکر وکړي او ددې لپاره شپه او ورځ یوه کړي تر څو یو پاک، ستره او ښایسته ښار ولرو.

مننه

عبدالولي مصطفی
لړم ۱۷، ۱۳۹۳ – نومبر ۰۸، ۲۰۱۴

جلال اباد