Sunday, August 31, 2014

د الوتکې د راغورځیدلو په پیښه کې خپل ځان وژغورئ



د پرمختګ ويب پاڼې څخه
دا اووه لارښوونې عملي کړئ، انشالله د الوتکې د راغورځېدلو په پېښه کې به ژوندي راووځئ!!!
۹۰ طلايي ثانيې:
د شمېرو له مخې ۶۸ سلنه خلک د الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې وروسته له راغورځېدلو د اورلګېدنې له امله مړه شوي دي، وروسته له دې چې الوتکه مو په ځمکه راوغورځېده ،که چېرته لا هم په هوښ کې یې! ۹۰ ثانيې وخت لرې، چې ټوله الوتکه اور ونيسي ؛ په دې وخت کې ۹۰ فيصده خلک هېڅ کار نه کوي، همداسې شوک او زبون وهلي په څوکۍ کې ناست وي ، د خپل ځان د ژغورنې لپاره بايد په بيړه د وتلو دروازې ته ځان ورسوئ، په دې وخت کې د خپلو وسايلو او سامان چورت مه وهئ، او که مو له وسه کېدل هر څومره ژر چې کېدای شي ماشومان هم له ځان سره وباسئ.
د الوتکې په کومو څوکيو کې کېناستل محفوظ دي؟
د کارپوهانو د بررسي له مخې هغه مسافر چې د الوتکې له وزرونو ورهاخوا د الوتکې تر اخره يانې د څوکيو د لارې تر پای ته رسېدو پورې کېني د هغو مسافرو په پرتله چې له دوی مخکې او په لومړيو څوکيو کې کيني ۴۰ سلنه د ژغورنې چانس لري، له همدې امله ده، چې د الوتکې توره بکسه د الوتکې په لکۍ کې نصبوي (چې د شمېرو له مخې د الوتکې د غورځېدلو په پېښه کې کم ضرر ويني) خو په ياد مو وي ، کله چې په الوتکه کې تاسې ته کوم سيټ وټاکل شو، بيا یې له چا سره د الوتکې په منځ کې نشئ بدلولی، مخکې له مخکې یې په ځمکه له ټکټ اخيستونکي سره سپينه کړه.
همېشه د وتلو لپاره يو پروګرام ولرئ!
د الوتکې د راغورځېدلو لپاره بايد مخکې له مخکې تاسې يوه پروګرام ولرئ، مثلاً کله چې په الوتکه کې کېناستئ ارومرو پوه شئ، چې له عمومي دروازې او بېړنۍ دروازې څخه څومره واټن لرئ، او دې ته مو هم پام وي، که چېرنه ستاسې د لومړي پلان له مخې په لومړۍ دروازه بيروبار وي دويم اپشن او د وتلو لاره مو کومه ده.
مناسبې جامې واغوندئ!
مخکې له دې چې الوتکې ته وخېږئ، بايد حواس مو پر ځای وي، هغه جامې چې ژر اور اخلي بايد وا نه غوندئ، لکه نيلون چې اور درپورې نښتی وي، ځکه داسې ګډوډې او نايلوني جامې اغوستل خطر دوه چنده کوي، مخکې له دې چې الوتکه هوا ته پورته کېږي په څوکۍ کې څو ځلې د پورته او ښکته کېدلو تمرين وکړئ، همدارنګه کمربند څو ځلې خلاص او بند کړئ ، ځکه د راپورونو له مخې زياتره کسان چې الوتکه یې په ځمکه راوغورځي کمربند نشي خلاصولی او يا یې هم پام نه وي نو ځان په لوی لاس د الوتکې په لمبو کې راګير کړي.
د الوتکې له پېښې څخه د ژغورل کېدو قانون
د مثبت دری او منفي ۸ په نامه الوتکې داسې يو قانون لري چې په دې مانا دی چې الوتکه هوا ته د پورته کېدلو په لومړيو دريو دقيقو او همدارنګه ۸ دقيقې مخکې له دې چې ځمکې ته راښکته شي، ډېرې له خطر سره مخ وي، (د شمېرو له مخې ۵۵ سلنه هوايي پېښې په همدې دقيقو کې رامنځ ته شوې دي) نو بايده دي، چې په دې وخت کې مو کاملاً حواس پر ځای وي.
ماسک ووهئ!
هغه وخت چې د الوتکې توله خرابه شوه او د ګډوډۍ پر لوري لاړه ، او د هوا د فشار ستونزه رامنځ ته شوه، ارومرو د اکسيجن ماسک چې ستاسې د څوکۍ پر سر د بېړنيو حالاتو لپاره لګول شوی دی په خوله کړئ، ځينې فکر کوي چې کولای شي بې له ماسک څخه هم يو څه وخت ګوزاره وکړي، خو چې وينې یې بيا د الوتکې له راپرېوتو وروسته يې پر مغزو فشار راغلی وي، او نشي کولای په ښه ډول فکر وکړي، هر کله چې پوه شوئ، چې د الوتکې حالت ګډوډ شو، د بېړنيو حالاتو د لارښوونو له مخې سر مو د مخې څوکۍ ته ورخم او ورسره ونښلوئ ، او يا مو هم سر د خپلو پښو په منځ کې کېږدئ، چې سر کمترين ټکانونه وخورئ.
له الوتکې څخه د وتلو په وخت کې فکري تمرکز
کله چې د الوتکې له غورځېدلو وروسته مسافرين د وتلو دروازې باندې بيروبار جوړوي، خپل تمرکز له لاسه مه ورکوئ، په دې هم پوه شئ، چې ځوانان د زړو او چاغو کسانو په پرتله په زماني لحاظ ۳۰ سلنه ژر له الوتکې وځي، له الوتکې څخه له وتلو وروسته په کافي اندازه له الوتکې لرې شئ، چې د اورلګېدنې په وخت کې له مشکل سره مخ نشئ، خو دومره هم مه لرې کېږئ، چې پر ځمکه مو د بېړنيو مرستو ډله پيدا نشي کړای.
پرمختګ ويب پاڼه: