Monday, January 6, 2014

کتابونه دریابونه

د کتابونو اړوند نوي خبرونه 


د کتابونه دریابونه له وال څخه

د استاد سعدالدین شپون د کتاب مخکتنه وشوه ، دغه کتاب چې د مچۍ ځاله نومیږي، مازدیګر خپرندویه ټولنې خپور کړی او تیره سه شنبه یې په کتاب ښار کې مخکتنه شوه ، د مخکتنې پرانیستونکی وینا استاد نجیب منلي وکړه ، هغه په خپلو خبرو کې د مچۍ ځالې د نثر پر ځینو اړخونو خبرې وکړې او هغه یې د نثر زده کولو یوه ښه مرجع وګڼله . څو شیبې وروسته پر همدې کتاب شوې خبرې اوریدلی شۍ. 

د ميديو تيک دفتر د شاعر او ليکوال بازمحمد عابد د نوي چاپ شوي کتاب د باز خاطرې مخکتنه وکړه . استاد اصف صميم د مخکتنې په یادې غونډې کې وويل چې د عابد ټولو ژوند د رنګينو خاطرو ټولګه ده او دا خاطرې يې هم د همدې ټولګې يوه برخه ده، چې ښکلې او رنګينې دي. عبدالغفورلېوال بیا د باز خاطرې تر نورو يو څه جلا او ځانګړې يادې کړې، وې ويل پخوا به خاطرې تر ډېره د سياسي اهدافو لپاره ليکل کيدې او تر ډېره به په درواغو ولاړې وې، خو د باز خاطرې ځکه جلا او ځانګړي دي چې نه خو د کوم سياسي مقصد لپاره ليکل شوي او نه هم په کې درواغ شته دی. په غونډه کې ځینو نورو لیکوالو هم د عابد پر خاطرو خبرې وکړې . 

د تاريخ سبقونو کتاب چاپ شو. د تاريخ سبقونه د نوموتي ليکوال او څېړونکي ډاکټر مبارک علي د هغو تاريخي مقالو کتاب دی، چې اسدالله غضنفر پښتو کړی. دا کتاب مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تيراژ په ښکلې بڼه او ښه صحافت خپور کړی. په دې کتاب کې ۱۳۴ عنوانه بېلابېلې مقالې دي چې هره يوه په خپل ځان کې ځانګړې موضوع رانغاړي. د تاريخ له نورو کتابونو سره ددې کتاب يو توپير دا دی چې پېښې او واقيعتونه يې د اوس وخت ستونزو او غوښتنو ته په پام سره هر اړخيزې څېړلې او چاڼ شوې خبرې پکې راټولې دي. ډېرې مقالې يې د مغلو د اوج او زوال، د ملايانو رول او له نوي تمدن سره د دوی پر چلند څرخي او د کليسا په کړنو او نورو نړيوالو تاريخي موضوعاتو مو خبروي.

دمینې کیسه ۲۰۱۵ د وږمې سبا عامر نوی ناول دی، چې په جلال اباد کې مومند خپرندویه ټولنې خپور کړی دی. لیکواله په دې ناول کې مونږ ته د مینې یوه داسې کیسه انځوروي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پيښيږي او دمینې دا کیسه په خپله لمن کې هغه ټول حوادث رانغاړي چې تصور یې هم بوږنونکی دی. د مینې کیسه ۲۰۱۵ د لیکوالې څلورم ناول دی چې پښتو ادب ته یې وړاندې کوي،د بنګړیواله او جنت کوټ نه پس همدا تیره میاشت وږمې خپل درېیم ناول جنجال خپلو مینه والو ته وړاندې کړی و. 

ماشومانو ته د محمود مرهون اته ژباړل شوي کتابونه چاپ شول ، دغه کتابونه ، چې وحشي خرس او هوښیار هلک ، درې نانۍ پیشوګانې، هوښیاران خور او ورور ، بیرندوکی شاپرک، مهربانه سپی او د چرګې ژړ چیچان، د ځنګل د ماڼۍ راز، د سرو زرو هګۍ او جادویي بیزوګۍ او بامبي نومیږي ټولې یې ماشومانو ته لیکل شوي کیسې دي، چې د کیسو ترڅنګ ښکلي انځورونه هم لري