Wednesday, April 30, 2014

یوپرموخې (پر مقصده) ځوان


د عبدالحمید اکبر صیب لیکنه 
یوپرموخې (پر مقصده) ځوان

هر کله چې موږ د یو پر مقصده ځوان په اړه فکر کوو، ذهن ته مو د بریالیتوب، لوړو پوړونو ته د رسېدو، سوکاله ژوند او روښانه راتلونکي ډول ډول انځورونه راځي. په دې کې هیڅ شک نشته چې یو پر موخې او پر هدفه ځوان د هر هېواد او ټولنې د پرمختګ ضامن وي او د ملت د راټولېدو او نیکمرغۍ ټولې هیلې ورپورې تړلې وي. که چېرې یو هېواد یا سیمه پر موخې ځوانان ولري او ترې اړینه ګټه پورته کړي، د سیمې د بڼې بدلون مثبت لورې ته شونی دی. په ډېری وروسته پاتې او یا هم مخ پر ودې هیوادونو کی ګڼ شمېر ځوانان د ملت د چوپړ دعوې کوي او واي چې دوي به د خپل هیواد په سیاسی ، ټولنیز ، اقتصادي ، کلتوري او دیني چارو کې رغنده اغیز ناکه رول ولري. دا ډېر ښه او د خیر احساس دی چې باید د ژوندي ساتلو لپاره یې کار وشي. خو یوه بله مهمه موضوع چې باېد پام ورته وشي هغه د دغه سپیڅلي او نېک احساس نه چې ځوانان یې لري په کړنیز ډګر کې کار اخیستل دي. یو ځوان خو ډېر څه وایي. ډېرې دعوې کوي. وینه یې ډېره توده وي او تل هڅه کوي چې تر نورو غوره اوسي، خو دا چې دا دعوې، ژمنې او د غوره کیدو هڅې په ریښتیا بدلې شي، اړینه ده چې ځوانان څرګندې، روښانه او ټول ګټې موخې یا مقاصد ولري. هر کله چې یو ځوان څرګندې ، روښانه ، منظمي، په دین او دنیاوي ډول مشروع او ټول ګټې موخې ولري، هغه ځوان د یو پر مقصده یا پر هدفه او یا هم د یو پرموخې ځوان په نامه یادیږي. په دې خاطر چې ځوانان پر موخې شي او یا د خپلو سپېڅلو او پاکو احساساتو څخه په کړنیز ډګر کې کار واخلي، یو شمېر اړینو ټکو ته باید پام وکړي. هغه ټکي په لاندې ډول دي:

۱-  د خوښې وړ ډګر( مسلک) یا علاقې ټاکل:
د یو ځوان احساسات که څه هم که هر څومره سپېڅلي وي تر هغه وخته پورې په رښتیا نه بدلېږي تر څو چې هغه ځوان پدې پوه نشي چې دا کوم ډګر ( سیاسي ، ټولنیز ، اقتصادي ، دیني ، کلتوري او نور ) سره علاقه لري، څه ور ته خوند ورکوي او په  کوم ډګر کې غوړیدلای شي. آیا دا غواړي چې په راتلونکي کې یو ولسمشر، وزیر، والي، ریس، ولسوال، ډاکټر، انجینر، کار پوه ، قاضي، دیني عالم، اقتصاد پوه يا ژورنالست شي او یا هم کوم بل مسلک ولري. هر کله چې یو ځوان یو ډګر ځان ته غوره کړي، نو بیا یو بل پړاو پیل کېږي.

۲-  په غوره شوي یا د خوښې وړ ډګر (مسلک) کې شته پوهه، استعداد یا معلومات:
وروسته  له دې نه چې یو ځوان د ځان لپاره یو ډګر غوره کړي، باېد په دویم پړاو کې معلومه کړي چې هغه مسلک چې غوره کړی یې دی د دې په کې معلومات څومره دي. که چېرې یې دا د مضمون په ډول په ښوونځي یا پوهنتون کې لوستی وي، نو نمرې یې په کې څنګه وې، په ټولګي کې یې د دې مضمون پر مهال رغنده ونډه اخیسته او که نه. که بحث یې پرې چا سره کوو، نو نظرونه یې څومره د قناعت وړ وو. د یادوني وړ ده چې که چېرې یو ځوان د غوره کړي مسلک په اړه ډېر معلومات و نلري، د تشویش وړ خبره نه ده، دغه ځوان کولاي شي چې د خپل غوره کړي ډګر په اړه د انټرنیټ ، کتابونو ، مقالو او نورو لارو له لارې خپل معلومات زیات کړي. مهمه خبره د یو ډګر چې د ځوان د خوښې وړ وي، ټاکل دي. کله چې د غوره شوي ډګر د معلوماتو په اړه ځوان خپله لاره وټاکي، نو ددې پروسې دریم پړاو پیلیږي.

۳- په غوره کړي ډګر کې هیواد او اولس ته د چوپړ(خدمت) کولو امکان :
وروسته له دې چې یو ځوان د ځان لپاره یو ډګر غوره کړي او بیا په هغه ډګر کې د شته معلوماتو کچه معلومه کړي، په دریم پړاو کې باېد چې یو ژوره څېړنه وکړي او وګوري چې ایا دا په خپل غوره شوي ډګر کې هیواد او ولس ته خدمت کولاې شې او کنه. دغه پړاو تر ډېره حده د احساس او وطن او بشر دوستۍ پورې اړه لري. فکر کوم که چیرې یو ځوان د ټولنې او خلکو په وړاندې خپله دنده او مسولیت وپېژنې، په دغه پړاو کې به یوې ډیرې مثبتې پاېلې ته ورسېږې. د مسولیت د احساس سره سره یو لړ نورې ځانګړنې لکه( تقوا، پرهېز ګاري، احساس، صداقت، اخلاص، نظم او د قانون احترام ) هم پدغه پړاو کې د یو ځوان سره ډېره زیاته مرسته کولائ شي. لنډه دا چې که چیري ځوان په خپل غوره شوي ډګرکې یواځې خپله ګټه وګوري او وطن او ولس ته د خدمت کولو امکان پکې و نه ګوري باېد په خپل غوره شوي ډګر د سره بیا کتنه وکړي او اړین بدلونونه په خپلو پرېکړو کې راولي.

۴- د غوره شوي مسلک راتلونکی:
د ډګر د غوره کولو، په هغه کې د شته وړتیا او وطن او ولس ته د خدمت کولو د امکان د معلومولو وروسته باېد یو ځوان په څلورم پړاو کې ځانته دا جوته کړي چې ایا دغه غوره شوې دنده به په راتلونکي کې مارکېټ ( بازار ) یا ډیمانډ ( غوښتنه ) ولري او کنه. او دغه ډګر به د دغه ځوان سره خپل منزل یا خوب ته په رسېدو کې کومک وکړي او که نه. که چېرې یو ځوان غواړي چې په راتلونکي کې ولسمشر اوسي، وزیر شي، والي شي او یا نورو موقفونو کې خدمت وکړي، ایا دا ډګر د دغه ځوان سره خپلې موخې ته په رسېدو کې مرسته کولاې شي او کنه.
 په پای کې غواړم د نړۍ ټولو ځوانانو او په ځانګړي ډول د افغانستان ځوانانو ته یو پیغام ولرم او هغه دا چې په سترو خوبونو لیدلو، لوړو موخو ټاکلو او ستورو ته د رسېدو په هوډ کې هیڅ عیب نشته. څومره چې کولاې شۍ وګورۍ لوې خوبونه، وټاکۍ لوړې موخې او ځان کې د نړۍ او د خپل هېواد د حالت مثبت لوري ته د بدلولو وړتیا وګورۍ. تاسې که وغواړۍ هر کار امکان لري یواځې یو پیاوړې ژمنې، ټینګ هوډ او په خدای تعالی باندې باور ته اړتیا ده.

بریالي اوسۍ!

یادونه : لوې قصرونه په یو شپه کې نه بلکې په یو وخت کې د یوې خښتی به ږدلو سره جوړېږي.

نېټه: د ۲۰۱۱ م کال د نومبر ۲ مه
کابل، افغانستان
ليکوال: ع ح ا

د افغانستان عمده ستونزې او د هغوي د حل لارې




د عبدالحمید اکبر صیب لیکنه ده، نو د هغوي په اجازه یې غواړم له دوستانو سره شریکه کړم.

د افغانستان عمده ستونزې او د هغوي د حل لارې:

د نمونې په ډول د افغانستان د ۷ ښارونو او ولایتونو د امنيتي چارو مسوليت افغاني ځواکونو ته د سپارلو پروسه، چې د افغان دولت لخوا د نړيوالې ټولنې سره په تفاهم دوه مياشتې مخکې پيل او اول پړاو ېې په خير سره بشپړ شو، د ډېرو کارپوهانو لخوا ستاېل شوې او ويل کېږي چې دغه کار به د افغاني ځواکونو د مورال د لوړولو او دغه راز په خپلو قواو باندې د افغانانو د باورد کچې د لوړولو لپاره يو اړين ګام وي.

د ۲۰۱۱ م کال د جون د مياشتې په اخري ورځو کې د امريکې د متحده ايالاتو ولسمشر ښاغلي باراک اوبامه اعلان وکړو چې د ۲۰۱۱ م کال ترپايه به لږترلږه ۳۳،۰۰۰ محاربوي امريکايي عسکر د افغانستان څخه وباسي. د ولسمشر اوبامه ددغه اعلان څخه وروسته د امريکا نورو متحدينو لکه برطانيې، فرانسې، جرمني او داسې نورو هم اعلان وکړو چې د افغانستان څخه به خپل يو شمېر عسکر وباسي.

که څه هم افغاني او بهرني دولتي چارواکي په دې اند دي  چې د افغاني ځواکونو کیفيت او کميت دواړه د افغانستان د سرحداتو د دفاع او د اوسني رژيم د ړنګېدو د مخې د نيولو توان لري، خو يو شمېر نظامي کارپوهان بيا د افغاني ځواکونو د کيفيت په اړه اندېښمند دي او وايي چې که چېرې ددغه ځواکونو سالمې روزنې او تجهيزاتو ته لازمه پاملرنه ونشي، نو ګمان نشته چې افغاني ځواکونه به ددې توان ولري چې خپله وظيفه به په ښه ډول ترسره کړی شي او دسرحداتو دفاع به وکولای شي. همدارنګه پرېکړه شوې چې د ۲۰۱۴ م کال ترپايه به ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وويستل شي. پدې کار سره به، د ډېرو افغانانو په نظر داسې يوه تشه رامنځته شي، چې ډکول به ېې د افغان دولت لپاره يوه ستره ننګونه وي. داچې د افغانستان څخه د بهرني ځواکونو وتل او پرځاې ېې د چارو واګې افغاني ځواکونو ته سپارل د افغان دولت او نړيوالې ټولنې لخوا په څه ډول ترسره شي، دلته يو لړ ستونزې شته چې باېد له پامه ونه غورځول شي. دغه ستونزې نا امني، بې وزلي، د نشه يي توکو قاچاق، ضعيفه اداره، اداري فساد، بې سوادي، د پرمختيايي پروژو او بهرنيو مرستو د انسجام ضعيفه ميکانيزم او د کاري ظرفيتونو نشتوالی دي.

امنيت-
د امنيت په برخه کې باېد په لومړي قدم کې د هغه عناصرو څېړنه وشي چې د ناامنۍ سبب ګرځي او هغه په لاندې ډول دي:
۱.په ايډيالوژيکي بنسټ ولاړ جنګيالي.
۲.د طالبانو د رژيم غړي، واکداران او ملاتړي.
۳.بې کاره افغان ځوانان.
۴.القاعده.
۵.نورې بهرنۍ شبکې او غورځنګونه لکه ازبکان، چيچنايان، چينايان او داسې نورې. 
۶.داخلي ډلې ټپلې، زورواکان، جنګسالاران او ټوپکيان.

ددغه ستونزې د حل په خاطر باېد د هرڅه دمخه د هغه جنګياليو سره چې  په ايډيالوژيکي بنسټ جنګېږي د خبرو اترو پروسه ګړندۍ شي او نوره هم اغېزه ناکه شي. دغه خلکو ته باېد قناعت ورکړل شي چې که چېرې لکه څرنګه چې دوي غوښتنه لري، بهرنۍ قواوې د افغانستان څخه مخکې د وخته وويستل شي، نو په افغانستان کې يوځل بيا د ۱۹۹۰ لسيزې د لومړيو کلونو په څېر  د داخلي جګړو او ناقانونيت د رامنځته کېدو قوي احتمال شته. همدارنګه دوي ته باېد داهم څرګنده کړی شي چې اوسنی دولت او قواوې دا توان نلري چې د ټاکل شوي او مناسب وخت څخه ترمخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې د افغانستان امنيت تامين کړي.

ددې سره سره دوي ته باېد اجازه ورکړل شي چې د ګاونډي هېواد پاکستان د اسلامي تنظيمونو ( جماعت اسلامي، متحده مجلس عمل  او داسې نور) په څېر سياسي فعاليت وکړي او د ټاکنو له لارې که چېرې افغانانو رايه ورکړه ، د اجراييوي، مقننه او قضايي قواو په چارو کې رول ولوبوي او خپل مسوليت اجراکړي. دغه راز باېد پدې خبره هم پوه کړل شي چې ددوي ضد قوتونه يا ډلې دومره زر دې ته چمتو ندي چې ددوي ټولې غوښتنې دې د افغانستان دولت ومني. په دې خاطر چې په افغانستان او سيمه کې دايمي سوله ټکاو پيداکړي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان او ايران او دغه راز هند، چين، روسيه او د مرکزي اسيا هېوادونو ته باېد ډاډ ورکړل شي چې يو باثباته او نېکمرغه افغانستان نه يواځې د سيمې د هېوادونو بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی. د پاکستان څخه باېد تعهدات واخيستل شي چې که چېرې دا هېواد غواړي د نړيوالې ټولنې سره ملګری پاتې شي، نو باېد د ترورېزم پرضد جګړه کې رښتينې همکاري وکړي. اوسمهال چې د امريکا، افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ د طالبانو او نورو افغان دولت ضد ډلو سره د روغې جوړې د پروسې د پيل کولو لپاره کومې خبرې روانې دي، د ستاېلو وړدي خو دغه خبرو ته باېد د عمل جامه ورواغوندل شي او ټولي خواوې باېد په مخلصانه ډول هراړخيزه همکاريو ته غاړه کېږدي. پاتې دې نه وي چې د مخالفينو سره د روغي جوړي دپروسې د برياليتوب يو مهم عنصر هم پاکستان دی ځکه چې د ډېرو کارپوهانو له نظره پاکستان د طالبانو د رژيم په رامنځته کولو کې ډېر ستر رول لوبولې و او اوس هم د دولت ضد مخالفينو سره اړيکې لري. د پاکستان څخه باېد تضمين ترلاسه شي چې د افغان دولت او مخالفينو ترمنځ په خبرو اترو کې باېد ديو رښتيني او صادقه منځګړي رول ولوبوي. سربېره پردې د پاکستان او هند د بهرنيو چارو د وزيرانو ترمنځ د تېرې مياشتې خبرې ددواړو مملکتونو ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو لپاره يو مهم ګام دی او دا ځګه چې مونږ او تاسې ټولو ته معلومه ده چې په افغانستان کې د پاکستان د دوامداره مداخلې عمده موخه دداسې يو رژيم رامنځته کول دي چې پاکستان پلوه اوسي او اجازه ورنکړي چې هند په افغانستان کې خپل نفوذ پراخه کړي. تردې دمه يواځې د پاکستان، افغانستان او امريکا د استاذو ترمنځ په سيمه کې د سولې د راواستو په لارو چارو او يو بل سره د هر اړخيزې همکارۍ په سر خبرې اترې شوي خو له بده مرغه هند په دغه راز خبرو کې تردې دمه د پام وړ برخه نده اخيستې او نه ورته رول ورکړل شوی. په افغانستان کې د دايمي سولې  د راوستو په موخه باېد د څلورو واړو هيوادونو ( امريکا، افغانستان، هند او پاکستان) د استاذو څخه يو ګډ کميسون جوړ کړی شي خو ددغه کمېسون دغړيو په انتخاب کې باېد ډېر احتياط او دقت نه کار واخيستل شي او د څلورو واړو هېوادونو څخه داسې مخکښ، صادقه او سوله خوښ استازي انتخاب شي چې د سيمي په کچه ژوره مطالعه ولري، د يادو هېوادونو د سياسي کړکېچونو او ننګونو څخه خبر اوسي، د بشر د حقوقو په برخه کې ښه سابقه ولري او دغه راز ددایمي سولې راوستو ته ژمن اوسي.

ددې سره سره افغان دولت باېد د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې بې کاره ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي. زیاتره وخت بې کاره او بې سواده ځوانان دمخالفینو دډلو سره یوځاي کیږي او داځکه چي هغوي یواځې او یواځې خپلوکورنیو ته دیوې مړۍ ډوډۍ دپیدا کولو په هڅه کې وي او مخالفین د هغوي لپاره که څه هم ډیرښه نه خودمنلووړ انتخاب دی.

له بل پلوه دطالبانو دریژیم دړنګیدو څه دپاسه ۱۰ کاله ووتل خو تردې دمه هیڅ داسې یوه فابریکه یا پروګرام ندی شروع شوی چې له مخی يي دغه بې کاره ځوانانو ته دکار کولو فرصت پیداشي. دانرژۍ په برخه کې د افغان دولت لاسته راوړنې ډیرې کمې او په نش حساب دي. په تیرو لسو کلو کې دا امکان و چې په مشرقي کې دکنړ او په جنوبي کې دهلمند او قندهار څخه تیریدونکي سیندونو  او دغه راز نورو ساحو باندي دلوړ ظرفیت لرونکي بریښنا بندونه جوړکړی شي خو متعصفانه داکارونه ترسره نشو. دانرژۍ په برخه کې نه دولت او نه هم نړیوالې ټولنې کومه خاصه پاملرنه کړې. هغه زرګونه ملیونه ډالرچې دنړیوالې ټولنې لخوا خارجي او داخلي شرکتونو ته د بې ګټی او ناچیزه پروژو دپلي کولو لپاره ورکول کیږي باید ټولې راټولې او دیو منظم میکانیزم له مخې، ددقیق کاری پلان سره سم او دقوي څارنې لاندې په شفاف ډول په غټو پروژو ولګول شي. دافغانستان دعام ولس دملاتړ او همکارۍ دلاسته راوړو یواځنی لار افغانانو ته د یو څومهمو سکتورنو لکه بریښنا، تجارت، کار، ترانسپورټ، روغتیا او معارف په برخه کې داسانتیاو برابرول دي. 

دالقاعده او داسې نورو سخت دریځه شبکو څخه خلاصی هم ډیره زیاته ګرانه مسئله نده خو که چیرې پاکستان په ریښتیا سره په قبایلی سیمو کې د داسې ډلو دمشرانو دنیولو او د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې خپل ګامونه ګړندي کړي. په قبایلي سیمو باندې دبې پلوټه الوتکو بمبار که څه هم پدې ورستیو کې ښه نتیجه ورکړې خو دتروریستي ډلو مشران زیاتره په عام ولس کې اوسیږي او په هغوي باندې دبمبارله کبله زیاتره وخت بې ګناه ملکي وګړي وژل کیږي. په خلص ډول ددغه ټولې مسلې حل یواځې او یواځې دپاکستان لخوا په ریښتیني همکارۍ پورې اړه لري. دخارجي نړۍ لخوا دپاکستان په دولت باندې باید دواړه ډول فشار سیاسي اواقتصادي ورزيات کړل شي ترڅودغه هیواد ریښتینې همکارۍ ته وهڅول شي. دي کارسره به نه یواځې دالقاعده بلکې نورو خارجي تروریستي ډلې لکه چیچنیان، ازبکان، او داسې نورهم دفعالیته ولو ېږي.

دغه راز دداخلي ډلو ټپلو او جنګسالارانو او زورواکانو په برخه کې باید ووایو چې په تیرو لسو کلو کې دافغان دولت داخلي پالیسي ډیره زیاته نرمه اونا مناسبه پاتې شوې. دافغان دولت اونړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول دامریکا لومړۍ سهوه جنګي جنایتکارانو ته لوړ موقفونه ورکول و، دویمه سهوه يي دغه جنایتکارانو ته چې ټول هیواد یی په وینو لمبولی و دسیاسی فعالیت اجازه ورکول و او دریمه سهوه یي دغه جنایتکارانو ته عمومي بخښنه اعلانول و. دافغانستان دستروښارونو اوکلیو اوبانډو کوڅې اوس هم دټوپکیانو او زورواکانو دناروا کړنو شاهدي ورکوي. دهرزورواکي دکور مخکې په بیلا بیلو وسلو سمبال ډول ډول قواوې ځای په ځای دي. دازورواکان اوس هم په دولتي اداراتوکې دمظلوم افغان ولس حقوق په ډېر وياړ سره د پښو لاندې کوي. دغه ټول زورواکان (دطالبانو وروسته)  دنوي رژیم درامنځته کیدو پرمهال په سخته ویره کې و او دا فکرېې کاوه چې دوي به ددوي دجرایمو له کبله په سختو سزاګانو محکوم شي اما دافغان دولت خاموشۍ او بې ځایه نرمۍ دوي ته ډاډ ورکړو چې دوي کولای شي دافغانانو دوینو څښلو ته ادامه ورکړي. ترڅو پورې چې دغه جنایتکاران په دارنشي په افغانستان کې هیڅ دولت دولس اعتماد لاسته نشي راوړلای.

له بلې خوا ښاغلي ملا محمد عمر ته دا مناسبه ده چي نور دجګړې نه لاس په سرشي او دبې ګناه افغانانو وژلو ته دپای ټکی کیږدي. اوس خو بهرني ځواکونه هم اعلان شوی چې دافغانستان څخه خارجیږي نور نو باید دسولې او روغې جوړې خبرې پرمخ لاړې شي او دخیلی خواوې باید چې یوې نتیجې ته دافغانستان دسوکالۍ لپاره ورسیږي. يواځې جنګ نه د شخړو د حل لاره وه، نه اوس ده او نه به په راتلونکي کې وي.

ددغه ټولو کارونو سره سره باید نړيوالې ټولنې لخوا دپاکستان او هند ترمنځ دکشمیر لانجه هم هواره کړی شي. دیو بې طرفه خوا له لورې دې کشمیریانو ته واک ورکړی شي، ریفرنډم دې وشي او کشمیریان دې پریښودل شي چې ایا دوي خپلواکي غواړي او که یا هم دهند یا پاکستان سره اوسېدل غواړي.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ دکرښی موضوع هم په افغانستان کې دپاکستان د مداخلې او دیو ضعیفه دولت د نصبولو یواځنی علت دی. ددغه مسئلی دهوارولو لپاره باید دکوزې پختونخوا اوسیدونکي پښتنو ته لومړی دازمینه برابره شي چې دافغانستان سره خپلې تاریخي اړیکي وپېژني او پدې پوه شي چې دوي اصلآ افغانان دي او دلوې افغان ښاوره دافغانستان د ټولو قومونو شریکه خاوره ده. اوکه چیرې داخبره پاکستان ته دمنلووړ نه وي نوبیا دکوزې پختونخوا پښتنوته زمینه برابره شي چې دریفرنډم له لاري دخپل راتلونکي پریکړه وکړی او ددې سره سره ددې موضوع د حل لپاره د ې په نورو مناسبو لارو چارو هم غور او فکر وکړی شي.

بې وزلي­ ــــ
دبېلا بېلو راپورونو او څیړنو پربنسټ دافغانستان د ۴۰ سلنه څخه زیات اوسیدونکي اوس هم دفقراو بې وزلې دکرښې څخه لاندې ژوند کوي. دوي حتی دا توان نلري چې خپلو کورنیوته یو مړۍ حلاله ډوډۍ پیداکړي. مونږ پدې هم پوهېږو چې بې وزلۍ نه یواځې افغانستان بلکې ټوله نړۍ نیولې خو افغان دولت باید چې پدې تیرولسو کلونو کې په حیرانونکې کچه زیاتې خارجي مرستې څخه د بې وزلۍ دله منځه وړلو په برخه کې ستره ګټه ترلاسه کړی وی. پرکلیو او بانډو اوښارونو کې زیاتره وخت په زرګونه بې کاره ځوانان په لنډ مهالو پرمختیايي پروژو کې ديو یا دوه میاشتو لپاره  وګمارل شي او د پروژې د وخت د پوره کېدو څخه وروسته بېرته بیکاره شي. دلته څو تاوانه افغانانو ته متوجې شي – لومړی ځوانان بیکاره شي ، د اکثره پروژو کیفیت معیاري نه وي ، په فرعي قرادادونو کې خارجي او بیا هم داخلي شرکتونه د مالي کټو په خاطر پروژه په صحیح ډول نه تر سره کوي، د خلکو اعتماد او باور په دولت او نړیوالې ټولنې باندی راکم شي او دغه راز د دولت او خلکو تر منځ شته واټن لا پسې زیات شي.

په دې خاطر چې په دغه جنګ ځپلي هېواد کې بې وزلي ورکه شي، باید په ټول هېواد کي سترې اوږد مهاله زیربنایي پروژې پیل شي. د افغانستان طبعیی زیرمې چي ارزښت یي د بیلابیلو باوري سر چینو  د څیړنو پر بنسټ لږ تر لږه ۳ تریلونه امریکایي ډالره کېږي د ټولو افغانانو د هوسا او ارامه ژوند لپاره بسنه کوي . که چیرې د نړیوالو معيارونو سره سم د دغه پټو طبعیي زیرمو د استخراج پروسه شروع شي ، نو په سلګونه زره بې کاره افغانانو ته به پکښې د کار کولو زمینه براره شي . د دې سره سره د ښارونو د پراختیا، د سرک جوړونې ، د تولیدي فابریکو، د انرژۍ د تولید، او د ترانسپورت او تجارت د پراختیا په برخه کې هم دولت او هم خصوصي سکتور کولای شي چې په لسګونه زره دندې ځوانانو ته پیدا کړي. د بیلګی په ډول د لوګر ولایت د مس عینک د کان پروژه چې د کال 400 میلونه امریکایي ډالره عاید لري هم ځوانانو ته د کار پیدا کولو او هم د دولتي د عوایدو د زیاتولو ډیره ښه سرچینه ده. دافعانستان ټول نفوس د28 میلونو څخه تر 31 میلونو پورې دی او د ډېرو کارپوهانو په اند د دومره ډیرو طبیعي زیرمو، بهترین جغرافیایي موقیعت او امکاناتو په لرلو سره دوي ته کار پیدا کول او هوسا ژوند برابرول کومه ګرانه خبره نده. دغه پروژې که چیرې پیل شي او خلک په کار وګمارل شي، نو د افغانستان پرمختګ یقیني دی .د اندېښنی وړ خبره خو دا ده چې د تېرو څو لسیزو راهیسې افغانان یوه خبره په ډیر ویاړ کوي او هغه دا چې موږ ډېرې طبیعي زېرمې لرو خو د دغه با ارزښته طبیعی زیرمو نه هیڅ دولت صحیح استفاده ونکړه او د افغانانو په ژوند کې کوم د پام وړ بدلون رامنځته نشو. تر څو چې ددغه زېرمو څخه د بې وزله افغان ولس په ګټه کار وامنخيستل شي، زموږ ټول وياړ په حقيقت کې يواځې شعارونه دي او نور هيڅ نه.

د نشه يي توکو کښت او قاچاق-
بله ډېره عمده موضوع د کوکنارو کښت او قاچاق دی . افغانستان اوس هم له بده مرغه د نړۍ 93 سلنه اپیم صادروي . د بېلا بېلو سرچینو پر اساس هر کال لږ تر لږه 500 میلونه امریکایي ډالر د نشه یي توکو د قاچاق له لارې د دولت مخالفینو ته ځي . د افغانستان د داخلي سرمایي  40 فیصده یعنی لږ تر لږه 4 میلیارده  امريکايي ډالر نشه یي توکي تشکيلوي . دولت او نړیوالې ټولنې که څه هم په دې تیرو لسو کالو کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو او د نورو روا فصلونو د کرلو لپاره د بزګرانو د تشویقولو په برخه کې هڅې کړي اما دا هڅې کافي ندي. بزګرانو ته باېد مناسبه بازارونه برابر شي تر څو دوي خپل تولیدات پکښې په مناسبه بیه وپلوري دغه راز دوي ته باېد د ترانسپورت، اصلاح شوي تخمونو او د اوبو لګونې په برخه کې هم د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي. په مختلفو ولایتونو کې باېد د کرهنې د ریاست تخنیکي پرسونل زیات شي، لازمه بودیجه ورکړل شي او په پراخه کچه کرهنیز پروګرامونه پیل شي.‎ د زراعت په برخه کې که څه هم ننګونې ، ناکامۍ او ستونزې ډیرې دي خو که چیرې دولت او خارجي ټولنه لازمه توجه وکړي، دغه ټولې ستونزې به حل شي. د مثال په ډول د افغانستان غنم او نور فصلونه د پاکستان په ملونو کې پروسس کیږي او بیا په 5 چنده او یا هم ددې څخه په لوړ نرخ بېرته خپل غنم او نور تولیدات په افغانانو پلورل کیږي ددې باېد مخه ونيول شي. له بلې خوا که دولت بزګر ته توجه نه کوي او ستونزی یې نه رفع کوي، هغوي خپله د کوکنارو په کښت لاس پورې کوي ځکه چې دا فصل په اسانه کرل کیږي، اوبه کمې غواړي او ګټه یي ډیره ده.  د متبادلو فصلونو په برخه کې دولت کولاي شي چې د زعفرانو په څېر تخمونه لکه د بلخ او هرات ولایتونو په بعضو سیمو کې چې  تجربه شو، د زراعت د وزارت لخوا د افغانستان نورو مناسبو سیمو کې هم تجربه کړي. افغان بزګران پدې پوه دي چي دکوکنارو کښت د اسلام د مقدس دین په رڼا کې حرام دی بله دا چې د کوکنارو د کښت څخه د لاسته راوړل کېدونکي عاید ډیره کمه برخه د بزګرانو جیبو ته راځي او ډیره برخه یي هغه تجارانو، قومندانانو ، ټوپکیانو ، بدماشانو او جنګ سالارانو ته ځي چې نه خداې  پیژني نه رسول او نه وطن. ګڼ شمیر جنګ سالاران چې د نوي رژیم د را منځته  کیدو څخه وروسته دومره په چټکۍ سره پیسه داره شو او بیا یي په هغه پیسو ځان لوړو موقفونو ته ورساوه یواځې او یواځي د اپیمو کښت او قاچاق له لارې و.

د دغه بد بوټي د له منځه وړلو او د قاچاق د مخنیوي په برخه کې باېد د افغانستان دولت  زراعتی پروژې پیل کړي، بزګرانو ته د بزګرۍ په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او د سیمي او نړۍ نورو هېوادونو سره د قاچاق کونکو د څار لو او نیولو او محاکمه کولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي . دولت که څه هم پدې برخه کې یو اندازه هڅې کړي خو دا هڅې باېد نورې هم موثره او ګړندۍ شي. بله دا چې که څه هم لکه مخکې مو چې وویلې چې هر افغان بزګر پدې پوهیږي چې د کوکنارو کښت حرام دی خو بیا هم لازمه ده چې د کوکنارو د کښت د اضرارو او د اسلام د مقدس دین  او نړیوالو قوانینو په رڼا کې د دغه بد بوټي د کښت د منع په اړه د عامه پوهاوي کمپاینونه زیات او نور هم موثره کړی شي.

ضعیفه اداره-
ضعیفه اداره هم یو د ډیرو مهمو ستونزو څخه ده تر څو پورې چې دولت موثر نشي او خپلو خلکو ته لازم خدمات وړاندې نه کړي ، تر هغه وخته پورې د خلکو ملاتړ لاسته نشي راوړی. اوس هم په دولت کې ټولې مقررۍ او چوکۍ د پیسو او روابطو په اساس کیږي او ضوابط د پښو لاندې کیږي. ډېر لوړ پوړي مامورین په واسطه او پیسو مقررشوي او کاري ظرفیتونه نلري. هغه څوک چې په پیسو مقرر دي هغوي خو په همدې موقفونو کې خیانتونه وکړل، فساد یې وکړو، د ملت پیسي یې ووهلې او د ځانونو لپاره یې کورونه، ځمکې او موټرې برابری کړې. د مثال په ډول د بعضې سرحدي ولایتونو د ګمرکونو لوړ پوړي او ټیټ پوړي مامورین چي د مقررېدو څخه تر مخه یو مړۍ ډوډۍ ته حیران و اوس په دوبۍ او اسلام آباد او د نړۍ په سویه نورو هیوادو کې کاروبارونه او ماڼۍ لري. ددوي او دغه شان نورو فاسدو او خاینو مامورینو څخه باېد پوښتنه وشي چې دوي دا پیسی او مال او جایداد له کومه کړو. د اداري فساد پر ضد ادارې هم تر اوسه یو لوړ پوړی چارواکی محاکمه نکړو. د بلی خوا نه په محاکمو کې هم قاضیان د پیسو څخه بغیر فیصله نکوي. دوي چې د بل هر چا څخه زیات په شرعي اساس د فساد او رشوت د اضرارو او منع څخه خبر دي، د بل هر چا پکښې زیات لاس لري. په ولسوالیو کې حتی یوه دهويت تذکره چې د افغانانو قانوني حق دی هم پرته له رشوته نه ورکول کیږي. په کلیو او بانډوکې ملکان هم د چا نه کم ندي او د یو ګوتې ، لاسلیک یا ټاپې په خاطر معلوم کمېشن اخلي.  دغه راز د برېښنا د ریاستونو مامورینو هم افغانان په څو برخو ویشلي دي. یو هغه افغانان چې د دوي په وینا بايد بیخي برېښنا و نلري او یو یي هغه دي چې پیسې لري او دغه فاسده مامورينو ته په ټاکلي اندازه پیسې ورکوي او ورته 24 ساعته بریښنا چالانوي. په دغه ۲۴ ساعته برېښنا لرونکيو کې هم څو ډلې دي.  هغه چې ډېرې پیسې ورکوي 24 ساعته برېښنا لري او چې کمې ورکوي 18 ساعته او نور نو د پيسو د مقدار سره د ا لړۍ هم روانه وي. هغه افغانان چې پیسې ورکوي دغه دولتي بریښنا پرې دوه لاسه پلورل کیږي چي یو یي د دولت مياشتنی بل او بل یي د دغه فاسدو او ناترسه ماموینو رشوت چې په لوړه سطحه چارواکي ورسره په کښې شریک وي. مثالونه د ضعيفې ادارې او فساد ډېر زیات دي خو د وخت د کموالي په خاطر به همدومره کفایت وکړي. اوس نو دولت ته پکار ده چې د مقرریانو لپاره شته لاېحې د عصري معیارونو سره برابرې کړي او د اداري اصلاحاتو ادارې او فسادپر ضد ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي او لازمه بودیجي په اختیار کې ورکړي  تر څو حق په حق دار  وسپارل شي، دولت خپل مسولیت ادا کړي او دغه راز د بې وزله افغان ولس ملا تړ تر لاسه کړي. دغه اداري باید په خپلو کړنو کې د ډیر جديت څخه کار واخلي.

بې سوادي -
دا هم لکه د نورو ستونزو په څېر د سرطان د ناروغۍ غوندې د افغانستان ولس ورځ تر بله  خوري .اوس هم د افغانستان د 70 سلنه څخه زیات نفوس بیسواده دی، ډیری ولسوالان، ریسان او لوړ پوړي دولتي چارواکي بی سواده دي، ښوونځي کم او په نا امنه سیمه کې خو لا بیخي بند دي، په ښوونځیو کې هلکان او انجونې د ټولګیو لپاره خوني نلري، که خوني لري چوکۍ ، فرش ، کتاب او قلم نلري، بریښنا نلري، په یو ټولګي کې چې بايد د 20 یا 30 څخه زیات زده کوونکي نه وي په افغاني ښوونځیو کې د 80 او 100 څخه هم زیات وي . د استاذانو معاشات کم، يوشمېر په واسطو مقرر او د تدریس د مقدسي دندې سره بیخي نه خو مینه لري او نه د تدریس په میتودونو بلد دي. دغه راز په کلیو او بانډو کې اوس هم بعضې خلک په همغه زوړ فکر کې دي او وایي چې ښځه یا د کور ده یا د ګور. افغاني ښځي چې د افغانستان د نفوس 51 سلنه تشکیلوي ډېری یې د جنګونو او نا سمو دودونو له کبله بې سواده پاتې دي، خو بیا هم ددي هر څه سره سره د خوښۍ ځای  دا دی چې معارف یواځنی سکتور دی چې دولت او نړیوالې ټولنې پکښې یو څه د پام وړ کارونه کړي دي. په میليونو افغان هلکان او انجوني بېرته ښوونځیو کې شامل دي، په زرګونه ښوونځي او نوې تعلیمي ادارې جوړې شوې، نصاب کې لازم تغیرات راغلل او د ښوونځیو ودانۍ زیاتې او  و رغول شوې. که څه هم پدې برخه کې لاسته راوړنې شته خو د اوسني کار سره سره هم نور ډېر کار او هڅو ته اړتیا ده. د مثال په ډول ډېری افغان ښوونځي د درسي تجربو لپاره ساينسي لابراتوارونه نلري. ددې ستونزې د هوارولو لپاره د بوديجې د کموالي سره سره هم کېداې شي چې د اردن د شاهي دولت د ملکې آغلې رانيا العبدالله د نوښتونو او پروګرامونو يادونه وکړو چې په خپل هېواد کې ېې کړي. د اردن شاهي دولت په ښوونځيو کې د ساينسي لابراتوارونو د کموالي د ستونزي د هوارۍ لپاره ګرځنده لابراتوارونه جوړکړي چې ټولو ښوونځيو ته د يو منظم مهالوېش له مخې ځي او  زده کونکو ته په عملي ډول ساينسي تجربې ترسره کوي.

 تر څو پورې  چې معارف د افغانستان د هر کور په دسترخوان شتون ونلري، تر هغې پورې د یو نېکمرغه او پرمختللي افغانستان په اړه حتی تصور کول هم د امکان تر بریده وتلې خبره ده. معارف د ټولنیز سمون، اقتصادي پرمختګ، سیاسي بیدارۍ او ثبات یواځینۍ لاره ده او د افغانستان د ملي بودیجې څخه د پام وړ برخه باېد د دغه سپیڅلي کار لپاره ځانګړې شي. یو باسواده او تعلیم یافته افغان به هیڅ کله د وطن د دښمنانو د اهدافو په خاطر په ځان پورې بم ونه تړي او دا وطن به هیڅکله تخریب نکړي.

د بهرنيو مرستو انسجام او د اغیزې د کچې لوړول:
د تیرې اونۍ د راپور په اساس چې د ماليي وزارت لخوا خپور شو ، افغانستان ته تر اوسه پورې په تیرو لسو کلو کې په ملکي برخه کې لږ تر لږه 57 ملیارده امریکایي ډالره د خارجي مرستو له لارې ورکړل شوي. د دغه 57 ملیارده ډالرو څخه 51 او یاهم 50 ملیارده یې خارجي موسساتو پخپله او7 یا 8 ملیارده یې افغان دولت مصرف کړي. که چېرې د 57 ملیارده ډالره ملکي مرستې ته ولیدل شي، نو ډېرې پیسې دي او باید دا اوس چې کوم کارونه لیدل کیږي ددې لس چنده زیات کار ترې اخیستل شوی واې . خو کله هم چې د خارجي مرستو د اغیزې مسئله راپورته شي، دولت وایي چې ټولې مرستې خارجیانو په معاشاتو  او فرعي قراردادونو ولګولې او خارجیان وایي چې په دولت کې په لوړه کچه فساد شتون لري او د دغه مرستو د لګولو ظرفیت نلري په همدې خاطر ډیره برخه موږ پخپله مصرفوو.
 زه فکر کوم زیاتره افغانان پدې هکله اندېښمند ندي چې مرستې دې څوک ولګوي . دوي یوازې د مرستو پرځای لګول غواړي چې قانوني حق یې دی. پدې خاطر چې د دغه مرستو اغیزه زیاته شي او دولت او خارجي ټولنه د افغانانو ملاتړ لاسته راوړي، باېد خارجي ټولنه افغان دولت ته د مرستو د ورکړې کچه د پخوا په نسبت لوړه کړي ځکه چې اوس الحمدالله د افغاني ادارو ظرفیت هم یو څه اندازه لوړ شوی او د بلی خوا نه باېد خارجي ټولنه هم د هغه خارجیانو پر ځای افغانان وګماري چې په زرګونه ډالر معاشات اخلي. دغه راز خارجي ټولنه باېد فرعي قراردادونه یا بیخي له منځه یوسي او یا یي شمیر را کم کړي تر څو د دغه لارې چې کوم خیانت کیږي مخه یي ونیول شي. ددې سره سره د مرکز ، ولایاتو او ولسوالیو په سطحه دې د مرستو د انسجام پر موخه دجوړو شوېو ادارو کارونه وڅارل شي، دا ادارې دې پراخه او موثره شي. دغه راز دې هر وزارت او ولایت مکلف کړی شي چې په هر و څلورو میاشتو کې یو ځل مفصل کاري او مالي راپور د تلویزیون او راډیو له لارې افغانانو ته ورکړي . د مثال په ډول په يو ولایتي راپور کې باید لاندې موارد وي :
۱-  ټوله شوې خارجي مرسته د دولت له لاري.
۲-  ټوله  شوې خارجي مرسته د خارجي موسساتو له لاري.
۳-  ټوله بودیجه چې د دولت د بودیجې څخه د ولایت په واک کې ورکړل شوې .
۴- په دغه مرستو تر سره شوي کارونه ، راپور ، تصدیق او انځورونه او مستند فلمونه .
۵- د ټولو ریاستونو ( هریو جلا جلا ) عایدات .
۶ – راتلونکی پلان او داسې نور لازم موارد .
 زه ډاډ لرم چې که چېرې په دغه ليکنه کې شويو وړانديزونو ته پام وشي او د اړونده ادارو لخوا پلي شي، نو د انتقال د پروسې په برياليتوب او د یو باثباته، خوښ، نېکمرغه او پرمختللي افغانستان په رامنځته کېدو کې هيڅ شک نشته.

ومن الله توفيق

نېټه: د ۲۰۱۱ م کال د سپتمبر د مياشتې ۱۸ مه
جلال اباد، ننګرهار، افغانستان ----

ليکوال: ع ح ا