Wednesday, April 20, 2016

د ارواپوهنې د بشپړ کتاب غورچاڼ یواځې په ۷۰ ټکو کې !!!

۱ : د نورو د زوکړې (زېږېدنې ورځ) په یاد وساته!
۲ : لږ تر لږه په کال کې یو ځل د لمر ختو تماشا وکړه!
۳ : د سبا ورځې لپاره مخکې له مخکې مهال ویش جوړ کړه!
۴:  د (منندوی مو یم) عبارت ډیر وکاروه!
۵:  دې پوه شه چې چوپتیا وسله ده یواځې په مناسب ځای کې ترې ګټه پورته کړه!
۶:  د ځان مینځلو پر وخت تر شاور لاندې په کراره له ځان سره زمزمه وکړه!
۷:  د احمقانه کردار لپاره هر راز توجېح راوړل پخپله حماقت دی.
۸:  وړې او ناڅیزه خوښۍ هم ونمانځه!
۹:  هغه توکي چې ماشومان یې پلوري؛ وپېره!
۱۰:  هره شېبه له هرڅه د زده کړې تابیا ولره!
۱۱:  په هغو ټکو چې پوهېږي؛ نورو ته یې هم ورسوه!
۱۲:  هر کال لږ تر لږه یوه ونه کېنوه!
۱۳:  نوي ملګري پیدا کړه خو زاړه ملګري مه هېروه!
۱۴:  له ګڼو ځایونه انځورونه واخله!
۱۵:  راز ساتونکی اوسه!
۱۶:  له خپلو خوښیو څخه د خوند اخېستلو لپاره ځنډ مه کوه!
۱۷:  په نورو پورې ځان مه تړه!
۱۸:  د خپل غذايي رژیم په اړه هېچاته مه وایه!
۱۹:  خپلې تېروتنې ومنه!
۲۰:  ټول خبرونه چې اورې؛ کره او دقیق ندي.
۲۱:  ماشومان د له تنبیه وروسته بېرته پخلا او په غېږ کې ونیسه!
۲۲:  ځينې وخت د خپل ځان سره شپېلۍ وغږوه!
۲۳:  زړور اوسه که څه هم ځان درته زړور نه ښکاري!
۲۴:  د خپل واده کلیزه مه هېروه!
۲۵:  هر څومره چې کولی شې له کنایو کارولو ډډه وکړه!
۲۶:  یواځې هغه کتابونه نورو ته امانت ورکړه چې بېرته راستنېدل یې درته ارزښت نلري.
۲۷:  خپلو بچیانو ته دا الهام ورکړه چې دوی فوق العاده دي.
۲۸:  سهار وختي له خوبه پاڅېدل عادت وګرځوه!
۲۹ : ځیرک او هوښیار اوسه، ځينې فرصتونه مو په کراره دروازه درټکوي او بېرته ځي.
۳۰:  لږ تر لږه خپل ساعت پنځه دقیقې مخکې عیار کړه!
۳۱:  هغوی چې هیله مند دي؛ هېڅکله مه ناهیلي کوه! ښایي یواځينۍ هیلې یي په تاسو پورې تړلې وي.
۳۲:  له ماشومانو سره په لوبو کې دوی ګټونکي او ځان بایلونکی اعلان کړه!
۳۳:  هېڅکله د ټلېفون په غږ ثبتوونکي ماشین کې بېځایه او بېهوده پیغام مه پرېږده!
۳۴:  وخت پېژندونکی اوسه، وخت ته ارزښت ورکړه!
۳۵:  له ناوړه او ناخلفه خلکو لېرې والی غوره کړه!
۳۶:  خپلو اولادونو ته په پیسو ورکولو کې بخیلی مه کوه!
۳۷:  خپل عظمت وساته خو احسان منونکی اوسه!
۳۸:  پخپل سیال او رقیب هېڅکله اعتماد مه کوه!
۳۹:  په مهربانۍ کې له لازم حد هم زیاتی وکړه!
۴۰:  د غوسې په وخت کې هېڅ کار ته لاس مه وړاندې کوه!
۴۱:  خپل خاوند/مېرمنې ته تر ټولو غوره ملګری اوسه!
۴۲:  تر هغو چې د نوې دنده نه وي موندلې؛ خپله اوسنی دنده له لاسه مه ورکوه!
۴۳:  ځان د ځمکې پر مخ تر ټولو ګټور او با احساسه انسان تثبیت کړه!
۴۴:  حسد او کینه له ځان څخه لېرې کړه!
۴۵:  ټولو ژوندیو موجوداتو ته په ارزښت قائل اوسه!
۴۶:  خپله ماته په راحتۍ سره ومنه خو بریا ته رسېدل هدف وګرځوه!
۴۷:  د بریالیتوب په وخت کې په نور ځان پلورنه (فخرفروشي) مه کوه!
۴۸:  په بېهوده موضوعاتو کې ځان مه بوختوه!
۴۹:  هېڅکله هېچاته مه وایه چې:”ستړی او ستومانه ښکارې”!
۵۰:  خپلې ژمنې ته ژمن او متعهد اوسه!
۵۱:  تر خپل وس فصل (واټن) په وصل بدل کړه!
۵۲:  خپل ځان راحت وښایه آن که چېرې ځان ناراحته هم بولې!
۵۳:  خپل ژوند د خپلو اوږو پیټی مه ګرځوه!
۵۴:  هېڅکله قمار مه کوه!
۵۵:  د ستونزو پر وخت ځانته قناعت ورکړه چې ماته به نه منئ!
۵۶:  له خپلو وسایلو ښه ساتنه وکړه!
۵۷:  هېڅکله د دې انتظار مه باسه چې پیسې او شتمني به خوښي او نېکمرغي درکړي!
۵۸:  لدې وروسته د نورو د بدلون لپاره هڅه مه کوه، بسنه کوي چې پخپله بدلون وکړې.
۵۹:  خوښ مزاجه او ښه سلیقه لرونکي اوسه، خپل ظاهر د نورو ته جذاب وښیه!
۶۰:  پلونه مه ورانوه، لېرې نده چې بېرته له همدې پل څخه د سیند پورې غواړې ته تېر شې.
۶۱:  پخپل ځان پانګونه وکړه، خپلې وړتیاوې ناڅیزه مه بوله!
۶۲:  متواضع او فروتن اوسه!
۶۳:  د خپل موټر او کور دروازه هېڅکله پرانستې مه پرېږده!
۶۴:  د بښنې ځواک دې پیاوړی کړه!
۶۵:  د هغو کسانو په وړاندې ډېر محتاط اوسه چې تاته د رښتیني او بې رویا انسان لقب درکوي!
۶۶:  پخوانۍ ملګرتیاوې بېرته را ژوندی کړه!
۶۷:  د ژوند له هر پړاو څخه پیغام واخله!
۶۸:  خپل د خوښې کتاب یو ځل بیا ولوله!
۶۹:  داسې ژوند وکړه چې: د قبر په لوحه د ولیکي: (دا هغه انسان دی چې پخپل ژوند په خپل هېڅ کارنه وو پښېمانه).
۷۰:  تر ټولو مهم دا چې: د انسان انسانیت هله پیل کېږي چې: د نورو د حقوقو په وړاندې ځان مسؤل وګنې او د هر کس د انسانیت کچه د هغو په دې احساس پورې تړلې چې څومره د نورو د ستونزو او کړاوونو د لېرې کولو لپاره هڅه او کوښښ کوي.


 ژباړه: قاسم امیري
-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
د http://lomritob.com/archives/16846 ویب پاڼې څخه.