Sunday, April 20, 2014

د اربار صیب انځوریز نندارتون

























بسم الله الرحمن الرحیم

اسلام علیکم ګرانو ملګرو

راشئ چې یو بل راپور هم درسره شریک کړم. دا خبر د ژوندیو د لمانځلو په باره کې دی.

انسان قدر موږ هغه وخت معلومیږي چې کله مړ شي. نو کله چې مړ شي نو بیا یې انځورونه ځړوو او واټونه د هغه په نوم یادوو او داسې نور. ددې په اړه یو شعر هم رایاد شو چې وایي: په ژوندون دې تل راسره جنګ وو – اوس مې قبر لټوې چې یار مې کوم دی.  نو زه وایم چې مړي خو هر څوک لمانځي نو که خپل شخصیتونه په ژوندون ولمانځو ډیر به ښه وي. نو دغه ابتکار او نوښت زموږ ګران انځورګر همدالله ارباب صیب وکړ او د خپلو ګوتو او رنګ په مرسته د محترم اصف صمیم صیب انځورونه رسم کړي ول او یو غونډه یې ورته جوړه کړې وه، چې په دې غونډه کې ډیرو نورو شخصیتونو هم شرکت کړې وو. دغه نندارتون د کامې په ولسوالۍ، د حمزه کتابتون کې جوړ شوې وو. غونډه باز عابد صیب په قران کریم تلاوت سره پیل کړه، او بعضو ګډونوالو د محترم اصف صمیم صیب په ژوند خبرې وکړې او د ارباب صیب دغه ابتکار یې وستایه او د دغه لړۍ یې پراښیدل وغوښتل.

په دغه غونډه یا نندارتون کې استاد رفیع، محمد احسن ولسمل، استاد عبدالهادي خلیلزی، ظهیر صیب، شرر ساپی، ضیاءالدین، عزت الله ځواب، تاج محمد تمکین، جمال ثاقب، باز عابد او نورو لیکوالانو او شاعرانو او نورو درنو شخصیتونو برخه اخیستې وه.

زه پخپل وار د همدالله ارباب صیب څخه نړۍ مننه او کورودانی ترې کووم او ترې غوښتنه کووم چې په راتلونکې کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي، تر څو خپل درانه مشران وستایو او ولمانځو.

مننه


عبدالولي مصطفی

افغان - ترک سوداګریز نندارتون





اسلام علیکم ګرانو ملګرو،

د افغان – ترک ورورستی نندارتون ډیر په زړه پورې او بریالی وو او دغه نندراتون د افغانستان او د ترکيي هیواد په ګډه همکارۍ د دواړو هیوادو مختلفو شرکتونو په کې برخه اخیستې او خپل توکي یې د ګرانو هیوادوالو لپاره نندارې ته ایښودل شوي وو. دغه نندارتون د افغان - ترک څلورم نندارتون وو چې د (ACCI) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، (ATSIAD) او (TUSKON) په مرسته جوړ شوی وو. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي د افغان- ترک وروستى ګډ نندارتون بريالى بولي او زياتوي چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د دې ډول نندراتونو جوړولو د افغانستان او ترکيې ترمنځ پر سوداګرۍ مثبت اغېز کړى دى. د افغان- ترک څلورم ګډ سوداګريز نندارتون د وري له شپږويشتمې تر نهه ويشتمې پورې د کابل ښار په ستاره شهر هوټل کې جوړ شوى و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

د سوداګرۍ خونې مرستيال عتيق الله نصرت هميانۍ ورځپاڼې ته وويل، چې له دغه نندارتون څخه شاوخوا دېرش زره کسانو ليدنه کړې، په داسې حال کې چې تېر له ورته نندارتون څخه ټول شل زره کسانو ليدنه کړې وه. د ښاغلي نصرت په وينا په ١٣٩١ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې او د ترکي سوداګرو د ټولنې له خوا د شوې هوکړې له مخې د لسو کلونو لپاره به هر کال په افغانستان کې ګډ نندارتونونه جوړوي. ده وويل، دا څلورم ګډ نندارتون دى چې په کابل کې جوړېږي او په وروستي نندارتون کې هوکړه شوې چې ورته نندارتونونه به د هېواد په لويو ښارونو لکه ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار کې هم جوړ شي. د زیاته کړه چې د افغانستان د لویو ښارونو سره سره به په ترکیه کې هم یو نندارتون په نږې وخت کې جوړ شي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال زياته کړه، چې د دغه نندارتون په ترڅ کې د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د تړونونو د لاسليکولو، د ګډې پانګونې او د ګډو شرکتونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې چې ډېر ژر به د دواړو لورو ترمنځ تړونونه لاسليک شي. نوموړى وايي، چې د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ په نورو برخو کې هم د قرارداد د لاسليک پر سر ابتدايي هوکړه شوې، چې ډېر ژر به يې وروستۍ پايلې له رسنيو سره شريکې کړي. عتيق الله نصرت د دغه نندارتونونو پايلې مثبتې وارزولې او زياته يې کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په پايله کې اوس د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې اندازه په کال کې درې سوه ميليونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وينا ترکيې ته د افغانستان د صادراتو کچه هم لوړه شوې، چې د تېر کال په پرتله دېرش سلنه زياتوالى ښيي.
ښاغلي نصرت د افغان-ترک په نندارتون کې نندارې ته د اېښودل شويو توکو په اړه وويل که څه هم په ياد نندارتون کې مستقيم خرڅلاو نه و، خو بيا هم خلکو ډېر توکي پېرلي دي.
د افغان- ترک په نندارتون کې ټولې ٧٠ غرفې پرانيستل شوې وې، چې څلوېښت يې د افغان او دېرش د ترکي سوداګرو وې. په دغه نندارتون کې ساختماني، برېښنايي، غالۍ، فرشونه، ارتزاقي توکي او نور محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.
نوموړي د سوداګرۍ او صنعت د تشويق په برخه کې د نندارتونو جوړول اغېزناک وبلل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې پانګوالو او سوداګرو ته اسانتياوې برابرې کړي.


افغان پانګوال او صنعتکاران هم له حکومته غواړي چې محصولاتو ته يې د بازار موندنې په برخه کې دوى ته د نندارتونونو د جوړولو زمينه برابره شي.

د یو اباد، سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله.

عبدالولي مصطفی