Thursday, September 25, 2014

د سولې نړیواله ورځ



 سوله ده هر چا یو سالم حق دی چې هیڅوک یې ترې نشي اخیستی، چې په همدې مناسبت په ټوله نړۍ کې د سپتمبر په ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ نومول شوې، چې دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د سولې ورځې په ویاړ لمانځل کیږي او په دغه ټوله ورځ په ټوله نړۍ کې سوله وي او هیڅوک جنګ نه کوي او د سولې په فضا کې ټوله ورځ تیروي او د سولې مبارکي ورکوي. چې سږکال د ټولې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم د بیلا بیلو دولتي او غیر دولتي ادارو په بیلا بیلو شکلونو د کابل برسیره په ځینو ولایتونو کې په دې هیله ولمانځله، چې په هیواد کې تل پاتې سوله راشي.
خو له بده مرغه په افغانستان کې د سولې کلتور هیڅ نښکاریدو خو بیا هم هر چا د خپلې وسې پورې ولمانځله، ځینو مدني ټولنو د غنډو په شکل، ځینو بیا د کوترو په الوزولو او بیا نورو پر دولت، د دولت پر مخالفینو او پر نړیوالو د نیوکو پر شکل ولمانځله.
خو بیا د مینا روغتیایي ادارې، احساس ټولنیز بنسټ، د افغانستان د کوچنیانو د ژغورنې بنسټ، د کوچنیانو د تسکین ادارې، د افغانستان ملي غورځنګ او د افغانستان د وینې مرکزي بانک د وینه د سولې لپاره تر عنوان لاندې د وینې د ورکولو یا هدیه کول یا تحفه کولو سره ولمانځله.
دغه پروګرام د سپتمبر په ۲۱مه د یوه نۍ په ورځ د ماسپخین په یوه (۱) بجه پیل او د مازیګر په پنځه (۵) بجو پای ته ورسیدو. دغه پروګرام دوه برخې درلودې، یوه دا چې دغه د قران عظیم الشان په ختم سره پیل شو او په پای کې په هیواد کې د تل پاتې سولې لپاره دعا وشوه او بیا د وینې د ورکړې پروګرام پیل شو. چې پوره ۵ ساعته یې دوام وکړ او په دې لړ کې ډیرې دوستانو برخه واخیسته چې مننه ترې کوو، چې تر ۱۰،۰۰۰ سي سي وینه پورې راټوله شوه.
ددې سره سره یو شمیر مدنې فعالانو هم برخه اخیستې وه، چې په لاندې ډول دي:
ډاکټر خوشحال روهي صیب، خور سارا نبیل، ښاغلی نجیب الله امیري، ښاغلی وحید رحیمي، ښاغلی ساجد ارغندیوال، ښاغلی بشیر احمد صافی، ښاغلی صادق نیازی او زه په خپله.
او یوه خاصه مننه د افغانستان د وینې د مرکزي بانک د ښاغلي ریئس او نور پرسنل څخه چې موږ ته یې د ځای او تخنیکي مرستې سره سره د وینې ورکونکو ته د جوس او بیسکوټو مرسته وکړه، کور ودانی ترې کوو. د خور سارا نبیل څخه یوه نړۍ مننه کوو چې موږ سره یې په انځورګرۍ کې پراخه مرسته وکړه او د اریانا د چاپ د شرکت څخه هم مننه کوو چې په چاپ کې یې له موږ سره مرسته وکړه او د پورته ذکر شوي دوستانو څخه هم مننه کوو چې موږ سره یې پراخه فعاله ونډه واخیسته، کور ودانی ترې کوو.
ددې پرګرام څخه زموږ موخې څه په لاندې ډول دي:
۱. د وینې د ورکولو د کلتور عامه ول.
۲. د تلسیمیا لرونکو مریضانو ته د وینې راټولول او ولس ته عامه پوهاوی د تلسیمیا لرونکو په اړه او ددوي د ژوندي پاتې کیدو او ژوند کولو کلتور عامه ول.
۳. د مدني ټولنو یوځای کول او په ګډه سره کار کول.
۴. نورې مدني ټولنې ورته کارونو ته هڅول. او
۵. د سولې ورځ په یو خاص توپیر سره لمانځل.
زموږ راتلونکي پروګرامونه:
۱. په ختځیو بیلا بیلو ولایتونو کې د وینې د راټولو بیلا بیل پروګرامونه.
۲. په ټول افغانستان کې د وینې ورکونکو یو منظم کمپیوتري پرګرام ایجادول.
۳. په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د مدني ټولنو یوځای کول.
۴. په خلکو /  ولس کې د رضاکارۍ کلتور رواجول.
۵. د خوراک د ساتنې او پر غریبو د ویشلو پروګرام.
او ورته نور کارونه د خدای (ج) په مرسته تر سره کړو ان شاءالله، چې په دې لړ کې له تاسې درنو لوستونکو او دوستانو څخه په خورا درنښت هیله کیږي چې زموږ سره یوځای شئ، ترڅو د خپل ولس په ریښتنولۍ سره د مرستې هڅه وکړو.
خدای (ج) دې موږ او تاسې په خپلو هیلو کې کامیاب کړي.

د پروګرام یو څو انځورونه لاندې کتلای شئ

په درنښت

د یو سوکاله، آباد، خوشحاله او سولیز افغانستان په هیله

عبدالولي مصطفی
جلال اباد

سپتمبر ۲۴، ۲۰۱۴ / تله ۰۲، ۱۳۹۳

انځورونه