Sunday, June 15, 2014

ټاکنې او افغانان


بسم الله الرحمن الرحیم

اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

پرون د غبرګولي ۲۴ مه نيټه وه، او دغه ورځ  د افغانستان او د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ وه، د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو پکې ترسره شو. افغانانو یو ځل بیا ټولې نړۍ ته وښودله چې که ډیموکراسي وي او که ټولټاکنې او که هر ډګر وي افغانان ورته په ورین تندي لبیک ویلي دي او وایي، دغه ټولټاکنې د سحر په ۰۸:۰۰ بجو پیل او تر ۰۴:۰۰ پورې ښه په جم او جوش کې روانې وې، ښځو او سړو په پوره احساس او ملي جزبې سره خپلې رایې وکارولې، دوي د رایو مرکزونو ته ولاړل او خپل حق یې ادا کړ.

یو خاص کورودانی د خپلو ملي ځواکونو کوم چې د خپلو هیوادوالو لپاره یې د الله تعالی په نصرت او کمک سره امنیت چمتو کړی وو، او د خپلو هیوادوالو څخه هم کورودانی کووم چې د خپلو ملي ځواکونو سره یې پوره پوره همکاري او مرسته وکړه.

دا ټولټاکنې هغه مهال دویم پړاو ته ولاړې چې په لومړي پړاو کې هیڅ یو هم د ولسمشرۍ نوماندانو ۵۰ سلنه + ۱ پوره نکړاې شول. کله چې دغه ارقام پوره نشي نو بیا ټاکنې دویم پړاو ته ځي. په دویم پړاو کې دوه مخکښ نوماندان چې هر یو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی وو. دا ځل ټاکنې لګ څه اسانه هم وې، هغه ځکه چې صرف او صرف دوه نوماندان وو، نو ولس ته په انتخابولو کې هیڅ ستونځه نه وه او ډیر په اسانه خلکو کولای شول چې د خپلې خوښې نوماند ته خپله رایه ورکړي.

د خپلو ملي ځواکونو څخه مې لګه ګیله وشوله هغه ځکه چې د هیواد په بعضو سیمو کې د یو مشخص نوماند لپاره که د صندوقونو ډکول وو او که د رایو د پاڼو نیول او نه لیږل محل ته، چې په همدې اساس یو شمیر هیوادوال له رایو ورکولو بې برخې شول. یوه ګیله مې د مخکښ نوماند ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله له پلویانو وشوه او ګومان نه کوم چې دغه جبران هم شي، د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو په ټول هیواد کې که په زور او زیاتې صندوقونه ډکول وو او که په محلونو باندې ډزې، چې لامل یې دریو ماشومانو په شهادت تمام شول، او که د ناظرینو وهل او ټکول او بله دا چې موټروانان هم ووهل شول، هغه موټروانان چې خپله هیوادوال یې د بیلا بیلو سیمو د رایو مراکزو ته راوستل. او بیا بله ګیله مې د طالبانو هم وشوله – زموږ د مشرانو چې مشران همیشه د سترګو یخوالی وي، د هیواد ستې وي او زموږ د مشورو او نصیحتونو یوه خاصه مرجعه وي، د هغوئ د تورو شوو ګوتو پرې کول وو، په رایو مرکزونو ډزې کول وو، د رایو محلونو بندول وو او د ټاکنو د محیط انحلالول وو. او یوه بله ګیله مې بیا د هغه چا کیږي چې د رایو کارتونه یې لرل او رایه یې ورنکړله او خپل هیوادنی مسؤلیت یې ادا نکړ. ګیلې ډیرې دي کومه کومه به یادوم، بس په همدې ځای به یې پریږدم، بس الله دې پر موږ او تاسې ورحمیږي.

پرون الله تعالی موږ ته یو وار په ځای درې درې خوشحالۍ راپه برخه کړې وې، یانی د ټاکنو ورځ (د جون ۱۴ مه نیټه)، د مور نړواله ورځ (د جون ۱۴ مه نیټه) او د وینې ورکونکو نړواله ورځ (د جون ۱۴ مه نیټه). چې د مور د نړوالې ورځې مبارکي ټولو هیوادوالو ته، د ټول هیواد میندو ته او خپلې ګرانې مور جانې ته ورکوم، د مور نړواله ورځ ډیره ډیره مبارک شه. الله تعالی مو تل خوشحاله او سوکاله لره او الله دې ستاسې سیورې زموږ د سره نه کموي. ویل کیږي چې د یوې قطرې په ورکولو سره یو ژوند ژغورل کیږي، داسې ډیرې ځوانان دي چې د خپلې وینې ورکولو سره د خپلو هیوادوالو ژوند ژغوري. هغه کسان چې د وینې د کمیدو یا د وینې د کینسر مرض لري، نو دغه کسانو ته باید وخت په وخت وینه ورکړل شي، چې بیا د با احساسه ځوانانو څخه ورته وینه ورکول کیږي، چې د نړیوالو د دغه کسانو د ویاړ او تشویق لپاره یو خاصه ورځ ځانګړې کړې ده. نو ټولو هغو ځوانانو نه مننه هم کووم او مبارکي ورته وایم چې د خپلې یو څاڅکي ویني سره د نورو ژوند ژغوري، ورځ مبارک او نیکمرغه شه.

د ډیرې مودې راحسې راته یوه پوښتنه پیدا شوې وه چې د نړۍ د ۵۰۰۰ قومونو څخه زیات ولې د پښتون قوم او افغان پسې راخیستې، که لر وي او که بر – پښتون زورول کیږي. نو ددې پوښتنې ځواب په خپله راته پیدا شو هغه دا چې پښتون یو ژمن او په خبره ولاړ، با احساسه، مینه ناک، په خبر پوه، غیرتي او په وعده ټینګ، په عقل سالم او پوه که ترې ګټه واخلي. دا یو څه موده کیږي که چیرته د نامتو پوهنتون څخه د ماسټرۍ او دکتورا خبر وي نو په لومړی سر کې به پښتون وي، که په خبر پوهیدل وي نو د ډیموکراسي پلي کیدو او د ټاکنو مثال یې بې مثاله دی. که د استعداد خبر وي نو د افغانانو په څیر استعداد به څوک ولري، د مثال په توګه د بې پیلوټه الوتکې جوړول وي که د سایکل او موټر سایکل جوړیدل وي او که د ماشوم په لاس د لرګي اسکیواټور وي، نو دا ټول مثالونه موږ ته راپه ګوته کوي چې افغانان څومره استعداد لري او که د احساس خبره وي نو د بدخشان په ناورین کې ټولو افغانانو او په خاصه توګه پښتونو وخودله چې د یو خاص احساس له مخې د یوې یوې روپۍ او یو کارتونو خرڅونکي دا وخودله چې غم یواځې په بدخشان نه وو بلکه په ټول هیواد وو او بله دا چې زما په اند یوازې پښتون قوم دی چې د تعصب نه پاک او د هیڅ قوم سره تعصب نه لري او نه یې کوي. د مینې او خلوص نه ډک او سپیڅلی قوم دی. صرف یوه ستونځه چې موږ لرو هغه د نه یو ځای کیږو او په اتفاق کیږو نه، او بله دا چې پردیو خبرو او توطیو ته خه غوږ ږدو او پردو په لمسون او خبرو خپل ورور سره هم جنګ او لانجې کوو او همدا لامل دی چې ډیرې شخړې رامنځ ته کیږي. اصلا همدا لامل دی چې بهرني موږ یوځای نه پریږدي او نه یې یوځای خوښیږو، رنګا رنګ توطیې راته جوړه وي او خپلو یي سره اخته کړي یو.

الله تعالی دي زموږ په ګران هیواد کې تل پاتې سوله، ثبات، سوکالي، نیک مرغي، خوشحالي او یوالی راولي. امین

د یو آباد، خوشحاله، خوشبخته، نیک مرغه او سولییز افغانستان په هیله.

عبدالولي مصطفی
جلال آباد غبرګولی ۲۵، ۱۳۹۳