Tuesday, February 25, 2014

په سوله کې ستا مسؤلیت - لومړۍ برخه




بسم الله الرحمن الرحمن

د کتاب نوم    :            په سوله کې مسوولیت
لیکوال         :           عابد
پښتۍ ډيزاين  :           خالد احمد حبيب
د چاپ لګښت :           د خوست ولایت د سولې ولایتي شورا


سوله ژوند دى خپل ژوند وساتئ

درنو هیواد والو!

لکه څرنګه چې تاسې بشپړمعلومات لرئ چې د خوست ولايتي ادارې په دې وروستيو درې نيمو کالونو کې د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې د سولې، امن او ثبات د ټينګښت، اسلامي ورورلۍ، قومونو د يووالي، فــکري رغونې، ولسي نيکمرغۍ، بشري هوساينې او په لويه کچه د خوست د پرمختګ لپاره هر اړخيزې اغيزمنې کړنې ترسره کړي او لاهم په دې برخه کې هڅې روانې دي، په خوست ولايت کې د سولې اونۍ تجليل بل هغه مقدس، نيک او ګټور ګام وو چې پربنسټ يې يوځل بيا د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دولسونو په منځ کې د بیلابیلو پروګرامونو له لارې درسولې اورملي پخلاينې د روانې مقدسې پروسې سره د بشپړې همکارۍ غږ اوچت شو او په دغه ولايت کې د ټولو قومي شخړو او منازعاتو د بنسټيز هواري غوښتنه وشوه.

مونږ په دې بشپړه عقيده او باور لرو چې  سوله د اسلام د مقدس دين په رڼا کې يو الهي امر، د خير، ښیګڼې او رېښتني اسلامي ژوندانه يوه سپيڅلې اوغوره لاره ده، په دې نړۍ کې هرمسلمان په فردي اواجتماعي توګه اسلامي مسووليت، رسالت او مکلفيت لري چې ويجاړونکې جګړې وغندې او د اسلامي جامعې د ترقۍ ، تمدن، سولې  ثبات، نيکمرغۍ، هوساينې او ترقۍ لپاره الهي امر ته غاړه کيږدي او د همدې الهي لارښوونې او امر په رڼا کې د سولې  واکمني رامنځته کړي نو ددغه الهي امر د تحقق او مقدس هدف د ترلاسه کولولپاره په افغانستان کې هراړخيزې هڅې او کړنې ترسره شوې او لاهم دوام لري په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ددغه ستر او مقدس هدف دلاسته راوړلو لپاره غږ اوچت شوى دى، ښه بیلګه يې داده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتماب جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزي د خلکو د ملي ارادې دسترمظهرپه ځواک سره د اسلامي او ملي مسووليت پربنسټ د ١٣٨٩لمريز کال دغبرګولي د مياشتې له ١٢ نیټې څخه تر١٤ نیټې پورې دهیواد د ټولو جيدو ديني علماوو، قومي مخورو مشرانو، ملي، جهادي، روحاني، علمي، فرهنګي او سياسي شخصيتونو، درې ګونوقواوو، ملي بنسټونو بلکې ددې هیواد د هرې طبقې د استازو په ګډون اوحضور ملي مشورتي جرګه په دې موخه راوبلله ترڅو نور په دې هیواد کې روان بحران، بدمرغۍ، ورور وژنې، بې عدالتۍ او د افغان مسلمان ملت برخليک ته مخامخ پيښ شوي جدي ګواښ مخنيوى وکړي او په ټوله کې روانې جګړې ته د پاى ټکى کيږدي او د ملي پخلاينې او سولې دروازې پرانيزي.

هماغه و چې د همدې اساسي مقدس ارمان د پوره کيدو لپاره يې د سولې عالي شورا ته دا اسلامي او ملي دنده و سپارله ترڅو ټولو هغه ناراضه، خوابدو شويو، د نورو په اشاره تيروتلو، مجبور شويو وروڼو ته چې له خپل اسلامي نظام سره وسلوال مخالفت کوي، په اسلامي ورورولۍ سره بلنه ورکړي چې د ټولو مظلومو، ځوريدلو، کړېدلو او سوله غوښتونکو ولسونو په غوښتنه له جګړې لاس واخلي د سولې او ملي پخلاينې له روانې سپيڅلي پروسې  سره يوځاى شي، د خپل هيوادپه جوړونه، ترقۍ، ابادۍ، تمدن، پرمختګ، نيکمرغۍ، سرلوړۍ او واکمنۍ کې فعاله ونډه او مسووليتونه ومني.                                            

ناراضه وروڼو! که تاسې په ژور تفکر، اسلامي احساس، ملي مسووليت، د رايت اوهیوادنۍ مينې سره له ځان سره غور وکړئ، واقعيت دا دى چې ستاسي عزت، شان، شوکت، سرلوړي، نيک نامي په همدې اسلامي هیواد کې د خپل ولس سره په ګډ ژوند او له خپل اسلامي نظام سره په ګډه همکارۍ کې ده، دا مهال په ټول افغانستان په ځانګړې توګه په خوست کې ټول ولسونه په اسلامي روحيه سمبال ژوندکوي، په ټينګه د اسلامي ارزښتونو درناوى کيږي، په زرګونو مسجدونه فعال دي، ډيرى ديني مدرسې د اسلامي زده کړو د لارويانو لپاره پرانيستل شوې دي، په ډيرو بنسټيزو پروژو باندې کارونه روان دي خو هغه څه چې  لادغه پر مختګونوته چټکتيا بښلى شي هغه په دې ملي پروسو او پرمختګونو کې ستاسي ګډون دى نو ستاسې د راتګ لپاره د سولې د ولايتي کمیټې په چوکاټ کې ډيراسانتياوې شتون لري په بشپړه توګه يې ستاسې دراتګ په تړاو د امنيتي، کشفي او نظامي ارګانونو سره د ګډ باور فضا رامنځته کړي، څرنګه چې سوله د ټولو مظلومو افغانانو تاريخي هيله ده نو د خوست ولايتي اداره يو ځل بياپه تاسې باندې غږ کوي چې راشئ د خپل هیواد د جوړونې په ټولو پروسو کې د ګډون ترڅنګ افغان مظلوم او ځوريدلي ولس په خپل تصميم، تدبيراو ګډ اسلامي مسووليت سره له سترو بد مرغيو، ظلمونو، ناخوالو، کړاونو او ننګونو څخه وژغورئ.

سوله پالو ولسونو! خوست ولايتي ادارې په دې وروستيو کې د سولې او ملي پخلاينې دروانې پروسې د بريا او په ټولنه کې د ټولنيزې سولې او نيکمرغۍ د ټينګښت په خاطر د ځانګړو نوښتونو په اساس داسې کړنې ترسره کړې چې په ملي او نړيواله کچه يې په عامه فکرونو کې ځاى پيدا کړى، تر ٣٥ زياتې ټولنيزې شخړې او قومي منازعې هوارې شوې او يا په بنسټيزه توګه د هواري په حال کې دي، له ديني علماوو او مخورو مشرانو سره د پرلپسې مذاکراتو او مشورو په اساس د دغه ولايت په هرګوټ، کلي اوسيمه کې د ناوړه دودونو، تربګنيو، بې ځايه سياليو، بديو اونورو ناروا کړنو او اعمالو پرضد د ولسي مبارزې غږ اوچت شوى او په دې لاره کې يو سترعامه پوهاوى شوى، د ولس فکرونه رغول شوي او دا مهال ټول ولسونه د خپل نظام ترچترلاندې د هرډول ناوړه کړنو پر ضد د خپل دولت سره ولسي همکاري کوي.

درنو هيودوالو! دلته د سولې او ملي پخلاينې د پروسې د بريا مانا يواځې دا نه ده چې يو څو کسان د نامعلوم هدف او هويت په اساس په نمايشي توګه د سولې له بهير سره يوځاى شي بلکې اساسي هدف او واقعيت دا دى چې په خوست ولايت کې په زرګونو فکرونه د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي، په دې ولايت کې ډاډمن امنيت، له دولت سره دولس بشپړه همکاري، له امنيتي ارګانونو سره د خلکو مرسته، د خوست په مرکز او ولسواليو کې د دولتي حاکميت ټينګښت او رامنځته شوي پرمختګونه ټول ددې څرګند ثبوت دى چې دلته په يقيني توګه د سولې، امن او ثبات د ټينګښت په لاره کې اساسي ګامونه اوچت شوي او تر ډيره بريده دلته د سياسي او ټولنيزې سولې لپاره روانې هڅې بريالۍ دي.

تاسې په ياد لرئ! چې خوست ولايتي ادارې د يو ځانګړې نوښت او تګ لارې په اساس د دغه ولايت ټولو سرحدي ولسواليو ته د سولې د ټينګښت، قومونو د يووالي ستر ولسي کاروانونه واستول چې د امن، اسلامي ورورلۍ، قومي يووالي، ټولنيز عدالت د تامين او په سوله کې د ګډ ژوند څرګند پيغامونه يې ترهر چا پورې ورسول، د ولس مورال لوړ او همکاري يې له دولت سره نوره هم زياته شوه، امنيتي ارګانونه په دې وپوهيدل چې ولسونه له دوى سره دي، نو دا مهال په ډير شجاعت او سرښندنې سره د خپل ولس، هیواد او تاريخ لپاره مقدسه مبارزه کوي.

په خوست ولايت کې د سولې او ملي پخلاينې دروانې پروسې د بريا په موخه زيات اغيزمن پروګرامونه سرته رسيږي موخه ترې دا ده چې ولس تردې زيات د سولې او ملي پخلاينې دروانې پروسې په برياليتوب کې مرسته وکړي، ديني علماء، قومي مـشران، مدني، کلتوري او ټولنيز سازمانونه، استادان، ښوونکي، خبريالان، زده کوونکي، محصلين، ليکوالان، شاعران، اديبان، ميرمنې، سوداګر، کسبګر بلکې د دې ټولنې هر وګړی د سياسې او ټولنيزې سولې په تامين کې  خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

نو د سولې په وياړ د هر پروګرام د جوړيدو او يا د هر کتاب د چاپ هدف دا دى چې د ټولنې هر وګړى  بايد د انفرادي او اجتماعي مسووليت په اساس د سولې او امن غږ اوچت کړي او په همدې پلمه په ټولنه کې هرڅوک په انفرادي او ټوله ييزه توګه د دغه الهي امر د تحقق لپاره ګړندۍ هڅې ترسره کړي ترڅو په دې هیواد کې د سولې او امن په تامين سره ټولې هغه بدمرغۍ او ناخوالې پاى ته ورسيږي چې له لسيزو لسيزو دوام لري او افغان ولس يې د غم او ماتم په ټغر کينولى دى.

په پاى کې غواړم د خوست ولايتي ادارې په استازيتوب له ټولو هغه کسانو، ټولنو، مطبوعاتو، بنسټونو، ادارو او سازمانونو څخه د زړه له کومې مننه وکړم چې د ټول هیواد په کچه د سولې، امن او ثبات د ټينګښت لپاره ګټورې مبارزې کوي او په اسلامي او ملي مسووليت سره د يو مقدس هدف چې په هیواد کې د تل پاتې سولې ټينګښت دى شپه او ورځ تلاش کوي.

په هیواد کې د تل پاتې سولې په هيله
عبدالجبار نعيمي
د خوست والي

د پيل خبرې

که د ژوند او سولې ترمنځ اړيکو ته متوجه شو نو دا به راته له ورايه مالومه شي چې ژوند بې له سولې هيڅ ارزښت نه لري.
        
ژوند که په تمامه معنا روغ او د اسلامي اصولو په رڼا کې غواړو نو سوله ورته اړينه ده، ترڅو خپلو ټولو مثبتو کړنو ته په ښه شکل سره ورسيږو.
  
(په سوله کې مسوولیت) دا اثر په دې موخه ليکل شوی چې ټولو لوستونکو او د ټولنې د هر قشر اوسيدونکو ته په سوله کې د دوی رول او اهميت ورپه ګوته کړي، هغوی په دې وپوهوي چې سوله يعنې څه؟ او په دې اړه دوی څه کولی شي.

دا کتاب چې ما ترتيب او ليکلی د علماؤ شورا رئيس مولوی شاه محمد (محمدي)، زما ډېرخوږ دوست خالد احمد حبيب او مفتي حبيب الرحمن خوستي راسره ترخپله ټوله توانه ډېره زياته مرسته کړې، د خپلو ټولو مصروفيتونو سره، سره يې راته د دې کتاب هره کليمه، جمله او پراګراف ټکي په ټکي لوستی، کتلی او د اصلاحاتو وروسته يې دا دی ستاسو تر ګوتو رسووم، غواړم چې په همدې موخه له دې ښاغليو نړۍ مننه وکړم.

په پای کې له ټولو لوستونکو هيله کووم چې خپل رول ته په کتو د سولې روانې پروسې د بريا لپاره په ګران هیواد کې د سولې ولايتي دفترونو سره په همکارۍ خپل مسؤليت ادا او دا ځوريدلی ولس د اوسنيو شته ستونزو او ناخوالو څخه خلاص او د يوې ښې، سوکاله او د مترقي راتلونکي په لور قدم واخلي.

په ګران هيواد کې د تل پاتې سولې، پرمختګ او ثبات په هيله

په درنښت

عابد

سريزه

ژوند، انسان او سوله درې واړه هغه کليمات دي چې د ټولنې په شتون کې يو بل ته ډېره اړتيا لري، که ژوند نه وي، ټولنه نه وي او که دواړه وي سوله او انسان نه وي نو د ژوند مفهوم څه ده؟ ځکه انسان اړ دی چې په سوله ييزه فضا کې د ځمکې پرمخ خپل ژوند ته دوام ورکړي، کله چې د ژوند لپاره ټولنې ته اړتيا ده نوهمداسې سوله هم  پکار ده تر څو ښه ژوند وکولی شو.

حکومت، ملت او ځمکه هغه درې ضلعه ييز مثلث دی چې که يو نه وي د نورو موجوديت ارزښت نه لري، په دې معنی چې حکومت بايد د ځمکې پرمخ د ملت لپاره نظم جوړ کړي څو په ځمکه ارامي وي او که ملت او حکومت يو د بل خلاف وي نو تل به د ځمکې په سر شخړې، وژنې او بد بختۍ وي، خو د دې ټول د ارامي لپاره سوله، امن او ثبات هغه نعمت دی چې د پورته دريو واړو تر منځ د ثبات، ورورۍ او امن فضا را منځته کوي.

دا چې سوله دومره مهمه او اړينه ده؛ نو بايد هر انسان په دې هڅه کې وي چې سوله ييز ژوند ولري او نورو خلکوته د سوله ييز ژوند موقع برابره کړي.

 سوله که څومره اړينه ده هومره ډيرعامه پوهاوي او تبليغ ته اړتيا لري ترڅو چې د الله(ج) دغه ستر نعمت لاس ته راشي، د سولې دې ستر نعمت ته رسيدل د هر انسان زړه غواړي؛ خو ځينې خنډونه شته چې د ځينو انسانانو څخه يې د سولې په اړه د فکر کولو توان هم اخيستی دی.

سوله ډيره اړينه او ستر نعمت ده، د سولې همدې ارزښت ته په کتو به له ما سره تل دا فکر وو چې د سولې په اړه داسې څه وليکم ترڅو د ټولنې هر قشر او د هرې سويې خلک پکې ځان وګوري، د سولې په منځته راتګ کې خپل رول ته متوجه او له خپله اړخه اړين اجرات وکړي.

دا ځکه چې شاوخوا ډير کالونه کیږي چې افغانستان د جنګ په اور کې سوځي، جنګ هغه څه دی چې ژوند، سوله او ټولنه تخريبوي، نو مې په (سوله کې مسوولیت) په نوم د دغه کتاب په لیکلو پيل وکړ، چې دا دی اوس ستاسو درنو په لاس کې دی.

په (سوله کې مسوولیت) د دغه کتاب په لومړي سر کې په دې خبرې شوې چې سوله د اسلام د مبارک دين په رڼا کې څومره اهميت لري او حکم يې څه دی؟ له دې وروسته په ټولنه کې د بانفوذه خلکو (علماؤ رول) ته کتنه شوې، دا په ډاګه شوې چې يوازې او يوازې د علماؤ د پراخ تبيلغ په شتون کې د يوې ښې سوله ييزې فضا درلودونکي کيدای شو.

په ټولنه کې د علماؤ وروسته (قومي مشران) د ټولنې دود او کلتور ته په کتو کولی شي د جرګو او مرکو له لارې د سولې منځته راتګ او د عامه نظم په ساتلو کې بشپړ رول ولوبوي.

له قومي مشرانو وروسته په دې اثر کې د ځوانانو، فرهنګيانو، ژور ناليستانو، رسنيو، شاعـرانو، د مدني  ټولنوغــــړو، ښوونکو، محصلانواو د ټولنې دبـیلابیلو قـشرونـــو رول او مـسؤليــت ته پکې کتنه شـوې ده، چـې په (سوله کې مسوولیت) له نوم سره اړخ لګوي.
         
(په سوله کې مسوولیت) په مرسته ټول لوستونکي کولی شي چې په کتاب کې خپل رول وګوري او د لوستلو وروسته په دې فکر کې شي چې څنګه کولی شي چې په ګران هیواد افغانستان کې د اوسني بحران څخه د راوتلو په برخه کې کومک وکړي. د سولې ډاډمن حالت او عامه نظم لپاره خپل تبليغات څنګه او له  کومې لارې پرمخ يو سي.

دا کتاب چې د تيارولو موخه يې د ټولنې هر وګړي ته د سولې په اړه دده د ځای ورښودل دي، ترڅو هر لوستونکی په خپله برخه کې د ورځې په تقسيم او قات کې د سولې تبليغ ته ځای ورکړي، ځکه افغانان تر بل هر چا له جنګ څخه زيات ځورېدلي او سولې ته زياته اړتيالري.

(په سوله کې مسوولیت) دا کتاب چې ستاپه لاس کې دی تا هڅوي او حتا مجبوروي دي چې د خپل ګران هیواد افغانستان د اوسنيو او راتلونکو نسلونو لپار د يوه سوله ييز او ډاډمن حالت په فکر کې شې، زما يوازېنۍ ارزو دا ده چې د کتاب د لوستو وروسته به د خپل ګران هیواد افغانستان لپاره د سولې تر ټولو قوي مبلغ شې او له خپله اړخه به په سل ګونو نور مبلغين دې ته وهڅوې چې هیواد مو په راتلونکي کې سولې، علم، پوهې، کار او وفادارۍ ته اړتيا لري، او د همدې اړتياوو په نښه کول خپله دنده او مسؤليت  وګرځوي.

په همدې لويه هيله
سیدالرحمن عابد

ســــولــــــه

د سولې ټولو معناوو ته په کتو کولی شو چې ووايو، سوله هغه ستره الهي ډالۍ ده چې په غيږ کې يې د نړۍ مختلف قومونه، قبیلې، ټولنې ملتونه او په مجموع کې د ټولې نړۍ امن را نغاړل شوی دی.
 
سوله ده چې ملتونه يې د ننني پرمختګ پړاوته رسولي او لاهم د نړۍ قومونه، ملتونه او قبيلې په دې تکل کې دي چې ځانونه د پرمختګ ترلوړو پوړيو ورسوي، د سولې د اهميت په وجه د نننۍ نړۍ پرمختګ ته په کتو بايد په دې وپوهيږو چې، د ټولو ټولنو او ملتونو پرمختګ يوازې په سوله او امن کې شونی دی، هغه ټولنې چې د سولې دې اهميت ته يې چندان پاملرنه نده کړې ترهغو نورو چې د سولې په اهميت پوهـــــــــيږي، د ژوندپه بیلابیلو برخوکې د ګڼ شمير ستونزو او ننګونو سره لاس او ګريوان دي.                          

دا چې سوله د پرمختګ او ښه ژوند برابرولو لپاره دومره اړينه ده، نو د اسلام مبارک دين هم په خپله بشپړه پراخه لمن کې د سولې په اړه ګڼ شمير احکام او لارښوونې لري، چې موږ هم په لاندې لیکنو کې ترې د نمونې په توګه د ځينو مسايلو يادونه کړې ده.    

سوله داسلام له نظره(لومړۍ برخه)

د اسلام مبارک دين د اسماني اديانو تر ټولو وروستی دين دی، د اسلام مبارک او سپيڅلی دين همیش خپلو پيروانو ته د سولې ورور ګلوۍ او په ټولو چارو کې د منځلاريتوب غوښتنه کړې ده، د اسلام د مبارک دين د ستر پيغمبر(ص) سيرت پخپله د ټولې نړۍ لپاره د ښو او نیکو اخلاقو او په انساني ټولنه کې د سولې، امن او ښه ژوند تیرولو ښه بیلګه ده.

که چيري د اسلام مبارک لفظ رېښې وڅیړل شي نو د عربي ژبې د سِلم څخه اخيستل شوی دی، چې د سولې او امن معنی لري نو ځکه ويلی شو چې اسلام د سولې او امن دين دی، په قران کريم کې الله (ج) فرمايلي دي:

وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ الأنفال / ۶۱
ژباړه: کچيري دوی (کفار) سولې ته چمتو وي نو ته هم سوله ورسره وکړه (اې محمده(ص)) او په الله (ج) باندې توکل وکړه، بیشکه چې الله (ج) ښه اوريدونکی او په هر څه خبر دی.

په الهي کلام قران عظيم الشان او د پيغمبر (ص) په مبارکو احاديثو کې په بار، بار او ټينګار سره انسانانو ته د صبر، زغم او سولې لارښوونه شوې ده، چې ځينې بیلګې يې د مثال په توګه په لاندې ډول ذکر شوې دي.

د سولې، امن او ثبات پرته د يوې ټولنې پرمختګ ناممکن دی، نو د يوې پرمختللې ټولنې لپاره سوله ييز چاپيريال ډير مهم ګڼل کيږي، چې د اسلام په مبارک دين کې هم د سولې دې ارزښت ته ډيره پاملرنه شوې ده او د جنګ پرځای سوله ډيره غوره ګڼل شوې ده. (وَالصُّلْحُ خَيرٌ) ژباړه: او صلح بهتره ده (النساء / ۱۲۸).

همدا راز لاندې سپيڅلی ايت شريف هم له ځانه سره د سولې او امن پيغام لري (وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ البقره / ۱۹).

ژباړه: تاسې تیری مه کوئ، بیشکه چې الله (ج) تيري کوونکي نه خوښوی.

د اسلام مبارک دين خپل پيروان د مسلمانانو تر منځ د منازعو، لانجو د هواري او حل لپاره هڅوي چې په لاندې ايت کريمه کې ورته اشاره شوې ده:

وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَيهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَتِلُواْالَّتِى تَبْغِى حَتَّى تَفِىء إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُواْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ (پاره۲۶سوره الحجرات ايه/۹)

ژباړه: که چيرې د مسلمانانو دوه ډلې په جګړه کې ښکیلې شي نو تاسو د هغوی ترمنځ سوله وکړئ.

په نبوي احاديثو کې هم په سوله ډېر ټينګار شوی دی، چې ځينې بیلګې يې په لاندې ډول ذکر شوېدي.

حديث شريف: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده الخ (بخاري دصلحې باب)

ژباړه: کامل مسلمان هغه دی چې نور يې د ژبې او لاس له ضرر څخه خوندي وي.
حديث شريف: پيغمبر(ص) فرمايلي دي: ای خلکو زه تاسې ته هغه څه ونه ښيم  چې له روژې ،لمانځه او صدقې څخه زيات ثواب لري؟ هغوی وويل وې ښيه: هغه مبارک وفرمايل چې د منازعې په وخت کې دسولې راوستل (ابوذرغفاري (رض)، روا يت کړي، باب اصلاح ذات البين).

پورته ذکر شوو، مبارکو قراني اياتونو او نبوي احاديثو ته په کتو د کايناتو او نړۍ ستر واکمن الله (ج) ټولو مخلوقاتو ته د خپل خلقت پيژندنې اوعبادت لپاره د ژوند کولو حق ورکړی دی، نو د ژوند د بقا لپاره لازمه ده چې لومړی د دې زمينه برابره کړو چې موږ پکې د لوی څښتن تعالی د رضايت ترڅنګ د خپلو خلکو او وطن خدمت وکولی شو.
                  
که موږ غواړو چې د ګران هیواد او هیوادوالو لپاره ښه خدمت وکړو، دوی ته د ژوند په بیلا بیلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړو نو تر هر څه مخکې بايد خپلو موخو ته د رسيدو لپاره د سولې، امن، ثبات، نيکمرغۍ او خوښيو څخه ډکه فضا رامنځته کړو.
         
دا چــې اوس مهال زمـوږ په ګـــران هــیواد کې د نــورو ګــڼ شـــمیر بدمرغيو  ترڅنګ د سولې نه شتون هغه ستره بدمرغي ده، چې له امله يې زموږ د ټولنې ډيره برخه ځوانان او کوچني ماشومان د ديني او ساينسي زده کړو څخه بې برخې پاتې کړي دي.

د دې لپاره چې زموږ په ګران هیواد کې تل پاتې سوله، ثبات او امن ټينګ شوی وي، پر موږ ټولو لازمه ده چې د سولې د روان کاروان سره يو ځاي شو، تر څو د خپل خوار، مظلوم او فقير ولس خدمت وکړو، او د خلکو د وژنې او وينې تويونې پرځاي د دوی د ژوند ژغورلو او ښه کولو لپاره کار وکړ او د روانو بدبختيو مخه د اسلام د سپيڅلي دين د ارشاداتو او لارښوونو په پام کې نيولو سره ونيسو، په کومو کې چې هره ورځ زمونږ ګڼ شمیر مسلمان هیوادوال قرباني کيږي.

څرنګه چې د اسلام سپيڅلي او مقدس دين د بې ګناه خلکو وژنه په کلکه حرامه ګرځولې ده اوهيڅوک حق نه لري چې د شرعي با صلاحيته محکمې د حکم پرته څوک په قتل ورسوي، ځکه چې د بې ګناه انسان وژنه د پاک څښتن تعالی او د هغه د محبوب پيغمبر (ص) د نا راضۍ سبب ګرځي.

ذکر شويو ټولو ديني مسايلو ته په پام سره ديني علماؤ، قومي مشرانو، فرهنګيانو، ځوانانو، د رسنيو خاوندانو په رسنيو کې بوختو کسانو او په مجموع کې د سولې په ارزښت ټولو پوهو کسانو ته په کار ده چې په خپله برخه کې دې شعار ته چې: د ژوند اخيستلو پر ځای د ژوند ژغورل دي کار وکړئ، د حضرت محمد (ص) ويناده (الاکلکم راع وکلکم مسؤل عن رعيته) (خبردار شئ د ټولنې هروګړی په خپله برخه کې مسؤل دی نو ستاسو هر يو څخه به د لاندې افرادو پوښتنه کیژي) نو ځان بايد مسؤل وګڼو، ځکه زموږ نننۍ کړنې به راتلونکو نسلونو ته حتماً د خپل قلم له لارې پاتي شي، نو په کار ده چې په خپله برخه کې تر خپله وسه کار وکړو او د راتلونکي تاريخي محکمې څخه چې قاضيان به يې د دې ولس با احساسه  راتلونکی نسل وي ځانونه وژغورو.
              
نو ای د دې وخت ټولو اوسيدونکو! په پام کې ولرئ چې: ستاسې ښې او بدې کړنې انعکاس لري، داسي اعمال وکړئ چې ستاسي راتلونکی نسل د دې پر ځای چې پرې وشرميږي، پرې ووياړي، نوراځئ چې الهي احکامو ته په کتو سره خپل ځانونه په خپله د هلاکت کندې ته له ورغورځولو وژغورو.

نو موږ ټولو ته په کار ده چې په ګران هیواد کې د تل پاتې سولې، امن، ثبات او ښه ژوند لپاره د اسلام مبارک دين ټول ارشادات په پام کې ونيسو او هغه څه ترسره کړوچې لوی څښتن تعالی او د هغه محبوب  پيغمبر حضرت محمد (ص) د رضايت سبب کيږي.