Wednesday, December 10, 2014

په الوتکه کې مې ړومبی سپر


په ړومبي ځل د الوتکې سپر

په غټو غټو کتابو کې یې لیکلي وي چې دا ژوند چې دی دا خو د خاطرو یوه کیتابچه وي، او نو بیا چې کله کله په کې سپر هم وي. هغه په نورو ځایونو کې وایي کنه چې سپر کول ډیر ښه وي، دا ځکه کنه چې سپر سره تجربه زیاتېږي او د ډیر لوړو او ژورو سره مخ کیږي سړی، ډیرو خلکو سره ګوري، بیلا بیل خوراکونه پکې خوري او د بیلا بیلو ځایونو کلتور او عناناتو سره بلدیږي. سپرونه خو ټول سپرونه وي او ښه وي خو بیا د الوتکې سپر نو بیا بل شان خوند کوي، راځئ چې په ړومبي ځل د الوتکې د سپر خپله یوه خاطره درسره شریکه کړم.

یو څه موده وړاندې مزار ته تلو اراده مو وکړه نو د نورو ملګرو سره مو دا مشوره وشوه چې په الوتکه کې به ځو، نو ټکټونه مو واخیست او د تګ لپاره مو ځانونه چمتو کړل. د پنځهنۍ ورځ وه او حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د الوتکې لپاره په انتظار کې شو. الوتل مو د مازیګر په ۵ بجو وو نو یو څه وړاندې راغلو تر څو خپله تالاشي پر وخت خلاصه کړو. نو څرنګه چې لومړی ځل مې وو نو لګ څه ډار مې محسوسه وو او خدای شته ډاریدم. الوتکې ته د ختو وخت راغلو نو ټول مساپر په خپل وار الوتکې ته وروختل او پر خپلو خپلو ځایونو کښیناستل. زهم کیناستم او په په ځان مې ټولې دعاګانې چپ کړې او د سپر دعا مې هم اویله، په هم دې کې وم چې په لاسپیکر کې د الوتکې ډریور ورغږ کړ چې ځانونه وتړئ چې الوزو د خیره سره. نو ما ټول ځایونه ولټول خدای شته هغه بلامړګی مې پیدا نه کړو نو بیا د الوتکې په مینځ کې یو کس راښکاره شو او موږ ته یې د ځان د تړلو چل راوښود او د تیښتې لار یې هم راوښودله، نو زه خو د پخوا نه لګ ډار شوی ووم نو دې خبرې مې ډار لګ نور هم ډیر کړو. مړه یره سر به مو څه خوږم ډیره غټه الوتکه وه، بلا شی خلک پکې ناست وو، ای! کوچنان هم پکې وو. زه د ښیښې سره ناست ووم چې ډریور غږ وکړ چې بس تیار شئ نو او همدې سره الوتکه په لیورس روانه شوه او بیا بیرته سیده روانه شوه او بیا لګه لګه تیزیده او یو دم په هوا شوه. په سره جمي کې راباندې خوله راوسته خو سم ډیر خوند یې هم وکړ. د کابل د کورونو بریښنا سم لکه د ستورو په شان ښکاریدل، زه لا د کابل په ننداره ووم چې ډریور بیا را غږ کړ چې تاسې ونډار شئ موږ به لګ په کچه سرک زو او ریښتیا هم الوتکه داسې خوریده لکه په یو ټکټر کې چې ناست یې او په کچه سرک روان وي، نو یو څه وخت وروسته بیرته سمه شوه، نو دې وخت کې ډریور وویل چې اوس موږ ۲۶۰۰۰ پوټه د مځکې نه بره یو او په ۴۵ دقیقو کې به مزار ته ورسیږو د خیره سره. بس نور نو د سم سړي غونته روانه وه، خو ډیر خوند یې وکړ کنه. ای ریښتیا موږ ته یې پکې ډبل ډوډۍ هم راکړه او یو ګیلاس پیپسي هم وه. لا مو دا نه وو خوړلي چې ډریور بیا غږ کړ چې ځانونه ټینګ کړئ راورسیدو د خیره سره. خوند خو یې وکړ خو شپه وه چي شی مو ونلیدل، د هغې طرپه چې راتلو نو بیا روځ وه او دا ټول غرونه له موږ نه لاندې وو او موږ د وریزو نه هم پاس وو. بس الوتکه وه نو ډیر خوند یې وکړ د خیره سره. تاسې هم لاړ شئ پکې ډیر خوند کوي یره.

په مخه مو ښه!


عبدالولي مصطفی
جلال اباد
لیندۍ ۱۸، ۱۳۹۳ – دسمبر ۰۹، ۲۰۱۴