Monday, September 28, 2015

د خوښ اوسېدلو ۱۲ لارې چارې!





د لومړیتوب له ویب پاڼې څخه.
ژباړه او را ټولونه: حامد امیر
خوښي یو خاص ذهني حالت دی؛ چې هر انسان ورته د ژوند څخه د خوند اخیستو او د ژوند د چارو په سمه توګه تر سره کولو کې اړتیا لري.
هر انسان په ژوند کې داسې ورځې لیدلې چې د ده لپاره د خوښۍ وړ نه وې، تېرې ناخوښۍ کولی شي ستاسو روغتیا، دنده او اړیکې تر خپلې اغیزې لاندې را ولي. بیدون له هر ډول مریضۍ او یا هم دوامداره سر درد او نا راحتۍ چې د ډاکتر درمل ته اړتیا لري، نور هر تشویش او تیر یادونه تاسو په خپله کنټرول کولی شئ، تاسو کولی شئ د غم او خوښۍ کچه کنترول کړئ.
د خوښ اوسېدلو په اړه فکر وکړئ تر څو ښکلی احساس او ښکلی وجود لاس ته راوړئ.
په دې برخه کې ځینې لارښونې شته چې تاسو سره په دې کار کې مرسته کوي:
۱- خوښ بین اوسئ!
ژوند ته په مثبت نظر وه ګورئ تر څو خپل ځان د احساس په انرژۍ او ډېرې زیاتې خوښۍ چې ستاسو په برخه کېږي، حیران کړئ.
په یاد ولرئ چې خوشحاله او د مثبت فکر لرونکي خلک تر نورو ډېر خلک د ځان خوا ته را کاږي.
۲- ازاد فکر ولرئ!
اجازه مه ورکوئ چې واړه واړه مسایل تاسو پریشانه کړي، خپل هدف ته د رسېدو لپاره کلکه اراده او مقاومت ولرئ، په دې لاره کې به تاسو له ستونزو سره مخ شئ؛ خو د خپل هدف د لاسته راوړلو او خپلو هڅو په اړه فکر وکړئ او د کم اهمیته مسایلو څخه لرې والی وکړئ.
۳- منندوی اوسئ!
نورو ته احترام وکړئ. له خپل همکار څخه د مرستې په خاطر مننه وکړئ او هغه ته د ورسپارل شوي کار په سمه توګه تر سره کولو کې، د بریالیتوب مبارکي ورکړئستاسو هغه خدمتګار ته چې تاسې ته هر سهار د خوړلو لپاره خوراکي توکي راوړي له مینې ډکې کلیمې وه کاروئله هغه بېوزله کس سره چې تر مخ یې تېرېږې لږ څه مرسته وکړئ او د دې لپاره چې تاسو یو ارام او هوسا ژوند لرئ شکر وه باسئ.
۴- له ژوند څخه خوند واخلئ!
هغه کارونو ته مخه کړئ چې له تر سره کولو څخه یې خوند اخلئ: په کور کې هره خوا نظر واچوئ که کوم څه ګډ وډ وو پر ځای یې سم کړئ، تلویزیون وه ګورئ، کوم څه ته چې اړتیا ده د هغه د اخیستلو لپاره بازار ته لاړ شئ، خپل ځان ته  لومړیتوب ور کړئ او له هغه څه سره چې مینه لرئ تر سره یې کړئ.
۵- له خپل وجود څخه ساتنه وکړئ!
ښه خواړه وه خورئ او سپورټ وکړئهره ورځ یو تفریحي او شنه ځای ته لاړ شئ او په منظم ډول منډې ووهئ، او یا هم په کومه سپورټي لوبه کې ونډه واخلئ.له یوه سپورټي ټیم سره د غړي په صفت پاتې کیدل او د لوبې څخه وروسته د خپل ټیم د غړو سره بیرون ته تلل به ستاسو د وجود او ذهن لپاره ګټور وي.
۶- په خپل کاري پلان کې بدلون راولئ!
خپل ورځني کارونه منظم کړئ تر څو نوې انرژي تر لاس کړئ.
د کار او تفریح له پاره وختونه منظم کړئ. د هغو فعالیتونو د تر سره کولو لپاره چې تاسو ته په زړه پوري دي او یا هم د فکر د ارامه کولو لپاره له کور څخه د باندې ووزئ.
۷- له خلکو سره په اړیکه کې اوسئ!
ایا په یاد کې مو راځي چې کله مو کوم پخواني ملګري په ناڅاپي ډول درسره اړیکه وه نیوله څه احساس مو درلود؟
خپل یو اشنا کس ته بریښنا لیک واستوئ او یا هم د خپلې کورنۍ د غړو او ملګرو سره اړیکه ونیسئ او له احوال څخه یې ځان خبر کړئ.
۸- نوښتګر اوسئ!
په خپل ځان کې د نوښتګرې انرژي د ډېرولو لپاره یو روزنتون ځان ته پيدا کړئ.دا امکان لري، لاسي کار، لوبې کړل، رسامي، د کارتون رسمول، لیکوالي او یا باغواني ستاسو لپاره د نوښتګر فکر د انرژۍ د ډېریدو تر ټولو ښه روزنتون کیدی شي.
مهمه نه ده چې څومره مصروفیت ولرئ او یا په اخر د اونۍ کې څومره د بې حالۍ احساس کوئ، که چېرته د نوښتګرو فعالیتونو د تر سره کولو لپاره وخت ځانګړی کړئ، د خوښۍ او ارام ژوند احساس به ولرئ.
۹- خپل ځان ته د ژوند ملګری غوره کړئ!
د خپل ژوند تجربۍ د هغه چا سره شریکول چې ورسره مینه لرئ، ستاسو خوښي زیاتولی شيمطلقه مینه په تاسو کې د یو ښه احساس، رضایت او خوښۍ سرچینه ګرځیدلی شيمشروع جنسي اړیکې (روا او شرعي) هم کولی شي ستاسو په ذهن او جسم یو ډول ګټور تاثیر ولرئ او ستاسو خوښي زیاته کړئ.
۱۰- له یو چا سره خبرې وکړئ!
د ملګرو له ډلې څخه مو یو اعتباري او ستاسو د خوښې وړ کس د خبرو او د خپلو احساساتو د بیانولو لپاره وه ټاکئ، هغه به ستاسو په اړه قضاوت ونه کړي او نه به هم ستاسو ستونزې حل کړي، هغه به ستاسو خبرو ته غوږ شي ځکه هغه پوهېږي، چې ته به هم ورته کار ورته تر سره کړې.
۱۱- فکر وکړئ!
خپلې هیلې او د لوړو پروازو خیالونه مو په یوه کتابچه کې ولیکئ، او په نوبت سره د هڅې او کار په مټو هغه په واقعیت بدل کړئ، هغه وخت به تاسو د انتظار کړلو لپاره شیان، او د انرژۍ د تمرکز لپاره ځای ولرئ.
۱۲- بښونکي وا اوسئ!
شاید هغه وخت را رسېدلی وي چې یو څوک او یا هم تاسو خپله د کوم څه لپاره چې پېښ شوي وو او یا هم ویل شوي وو، وه بښئ.
تېرې پیښې او تېروتنې وه منئ او هېرې یې کړئپه دې پوه شئ چې تاسو نه شئ کولی تېر وخت بېرته را وه ګرځوئ، خپله خوښي د تېرو ناهیلیو او ماتو په هېرولو سره بېرته لاس ته راوړئ.
اندیښمن مه اوسئ، خوشحاله اوسئ!
په واقعي نړۍ کې نشو کولی چې له نورو څخه تمه ولرو تر څو موږ ته خوشحالي را کړي.
خوشحالي یو ذهني حالت دی چې په پوره ډول ستاسو تر کنترول لاندې دی.
خپل د ژوند چاپیریال داسې جوړ کړئ چې د خوښۍ د پیژندلو او د هغې څخه د خوند اخیستو زمینه تاسې ته برابره کړئ.
ژوند لنډ دی، د خوښ اوسېدو لپاره هلې ځلې وکړئ.