Monday, November 3, 2014

له سهاره تر سهاره



له سهاره تر سهاره

سهار وختي چې د چرګ بانګ یا د جومات د ملا د بانګ په غږ چې له خوبه راپورته شو، د لمانځه او تلاوت نه وروسته چې چایو ته کښینې نو د جنازې اعلان به واورې، ددې به لا نه وې وزګار چې چیرته لرې به د ډزو غږونه واورې. او دا چې کلي نه د ښار پر لور روان شې په لاره کې به سل نورې ناکردې وګورې، لکه: پر سرکونو رش، ځای پر ځای د امنیتي کسانو لخوا غیر مسلکي تالاشي، د سرکونو، کوڅو او واټونو چټلتیا، ډیرې بې انصافي او کله نا کله خو یو نیم موټر هم سره جنګولی وي.

او چې ښار ته ورسږې نو هلته بله کیسه پیل شي، د ترافیکي پولیسو بې انصافي، چې ښایسته موټرو ته هیڅ نه وایي او غریب یې راګیر کړی وي، د هټې والو بې انصافي، چې پلي تلونکو لار یې هم پر خپلو توکو بنده کړې وي، د کسابانو بې انصافي، چې غوښه په سپین میدان یې زوړنده کړې وي او شاو خوا ترې چټلتیا موجوده وي، همدا شان د چرګوړو پلورونکو بې انصافي، چې د سرک پر سر به یې پنجره لګولې وي او پلوري به یې او چټلتیا به یې جوړه کړې وي او بې اندازې بوي یې جوړ کړی وي، بل لور ته بیا د لاسي کراچیو والا ډیر په بې رحمانه توګه نیم سرک نیولې وي ته به وایې چې دا د دوي پلرنې جایداد دی.

مړه د چا چا او څه څه به یاده وو، په همدې سوچو کې به یې چې غرمه شي درباندې. چې د یو څه د خوړو نیت وکړې نو داسې چیریکي هوټلونه به هم وګورې چې د سرک په سر یې خپل هوټل ګرځنده هوټل جوړ کړی وي، ته به د زړه سوي له مخې یو څه ترې وخورې او د همدې خوړو سره درباندې د روغتون دروازې وټکوي، دلته نو بیا یوه بله پاچاهي ده او هر ډاکټر، نرس او د روغتون هر کارکونکی درباندې بیل بیل راج چلوي، یو ډاکټر به دې په بل ډاکټر او یو بخش به دې په بل بخش سپاري، سر به مو څه خوږوم چې له ډاکټره وزګار شې، او درملتون ولاړ شې نو یوه بله ډارمه پیل شي، په یوه نوم څو قسمه درمل درته راواخلي او کله کله خو یې نیټه هم پوره شوې وي او که ما غونته کوم یو وربرابر شي نو بیا یې پرې تیره وي.

خو چې له دې هم وزګار شې نو په رکشه کې چې کښینې نو اول خو به دې د پښتو فلمونو په اداکارانو سترګې ولګي او بیا نو د رکشې غږ الله دې مل شه نو، مړه بیا هم په لاره کې به سل نورې ناکردۍ او بې انصافۍ ووینئ. د ښار په دیوالو به بیلا بیل انځورونه وګورې، د بیلا بیلو هټۍ ګانو لوحې به وګورې چې پر بیلا بیلو ژبو لیکل شوي وي او د بیلا بیلو ښونځیو او پوهتونو اعلانونه به وګورې او داسې نور، د ښونځیو او پوهنتونو هم همدا حال وي هلته هم یو بل قانون روان وي، یو ښونځی له بل سره توپیر لري که ته خپل څوک له یو ښونځې راوباسې او په بل کې غواړې شامل کړې نو باید د لسم څخه په اول کې کښیني او درس او میتود خو یې پوښتنه مه کوه، پوهنتون ته چې بیا لاړ شې، نو وبه ګورې چې هر محصل ماسټر دی او درس ته هیڅ اړتیا نه لري او په هر څه د استاد نه ډیر پوهیږي او ټوله ورځ به یې موبایل په لاس کې نیولې وی او فیس بوک او نورو معاملو کې به یې ځان مصروف کړی وي او خپل وخت به ضایع کوي.

له دې چې بیکاره شې او ستړتیا د لرې کولو لپاره چې په یو بڼ کې کښینې نو وبه ګورې چې ډیرې زده کونکي له ښونځيو راپټ شوي او په خپلو کې قطیع کوي او یا هم چرس څکوي، نو ډیرې چرسیان او قطعبازان به وګورې. دلته به دې هم زړه تنګ شي، نو د مازیګر د چایو د څښلو لپاره به لاړ به شې د ښار کوم هوټل یا هم شیریخ پلورنځي ته، هلته نو بیا یوه وړه سنما جوړه شوې او رنګا رنګ فلمونه پکې غږيږي.

لنډه دا چې د مازیګر لمانځه ته چې لاړ شې نو یوه شنه ډله به د سوالګرو درته په مخ کې ولاړ وي او په بیلا بیلو طریقو به درڅخه سوال کوي او په جومات کې به هم بل بل رنګه خلک هم وګورې، د دوي د لمونځ کولو طریقې او داسې نور. د جومات نه به لا نه وې راوتې چې د یو ماشوم د ورکیدا اعلان به هم واورې (یو ماشوم چې خړ کالي یې په غاړه، شنې پلاستیکي چپړې یې پر خپو او یو دستمال یې هم د کلپې په ستن په چپ اړخ نخلولې که د چا وي نو جومات ته دې راشي) دا نو هغه ماشوم دی چې له خپلو مور او پلار چې له کلي راغلي وو ورک شوې، دا نو بیا بیل خوند کوي چې د ښار د نندارې په نیت له کلي راشې او په ښار کې ورک شې.

خه زه مړه دا پکې راځي. په دې دوران کې به درته ډیرې زنګونه هم راځي، نو دا زنګ یې ډیر خوند کوي چې یو ملګری درته زنګ ووهې چې چیرته یې او ته ورته ووایې چې مخابراتو په څلور لارې کې یم، هملته اوسه زه درځم چې فلانې کره زو او ګپ لګه وو – سمه ده، فلاني کره لاړې هلته به هم د ستړي ژوند ستړې خبرې واورې او په اخر کې به درباندې ناوخته هم شي نو په بیړه بیړه به کور ته ځان رسوې چې په لار کې له یو بل چا سره مخ شې او هغه به درته د هغه بل دمره غیبت وکړي چې ځان به درته ډیر ښه ښکاره شي.

خو خیر د موټرو تم ځای ته راغلې نو ګورې چې د موټر په ډاله کې صرف د یو کس ځای پاتې دی او بس ټول موټر به همدې ته ولاړ وي او هیڅوک به په کې نه کښینې، بس ته به زړه وکړې او کښینې به او خلک به درپسې یوه بوجۍ خبرې وتړي.

ماخوستن چې خبرونه اورې نو ټولو ورځ به اته شله بمونه اولوتي وي، ډیر خلک به په کې شهیدان شوي وي، یو درجن خو به ځانمرګي بریدونه هم شوي وي او بې ګناه خلک په د مرګ کندې ته پریوتي وي، په دې که به خواشینی شې نو یو کتاب به راواخلې نو په دوو دقیقو کې به دې سر په درد شي او په یو او په بل شي به ځان مشغول کړې، شپه به شي او د ماخوستن د لمانځه څخه وروسته به ویده شې چې په نیمه شپه به بیا یو درځ واورې له خوبه به دې راویخ کړي او سهار بیا یو بل غم راټوکیدلی وي.

نو د سهار نه تر سهاره پورې ټول په ستونځه کې یو او دا ټول مو په خپله پر ځان کړي. راځئ چې لګ احساس پیدا کړو او هیوادنۍ مینه او جزبه په ځان کې بیداره کړو او د یو خاص غزم سره د خپل هیواد او ولس خدمت ته ملا وتړو او پر خپلو مټو خپلو هیواد اباد کړو.

په مینه


عبدالولي مصطفی
جلال اباد

لړم ۱۱، ۱۳۹۳ – نومبر ۰۲، ۲۰۱۴

د مزدور یوه ورځ

د مزدور یوه ورځ

د نږدې جومات نه د سحر د لمانځه اذان راغلو او د تیر په څیر احمد خپله ورځ په لمانځه سره پیل کړه او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له کوره ووت، او د مزدورانو په څلورلارې کې د نورو مزدورانو سره کښیناست ترڅو یو څوک راشي او له ځانه سره یې د کار لپاره بوځي. وخت په تیریدو دی د سحر ۸ بجې شوې او د هیچ چا درک ونلګیدو او هیڅ څوک رانغلو چې دی له ځان سره د کار لپاره بوځي. او د احمد خفګان په زیاتېدو شو، او په سوچونو او فکرونو کې ډوب شو، چې نن مې بیا د نورو ورځو په څیر ورځ خرابه شوه، ځکه چې د احمد کورنۍ د څو ورځو راهسې په نهره وو او احمد په دې فکر کې شو چې د څو ورځو راهیسې مې کورنۍ څه نه دي خوړلي. په همدې فکرونو او سوچونو کې ډوب وو چې پر سرک تیز راتلونکي موټر، چې د احمد سرک ته په یو دم راتلو سره وینشو کړای موټر قابو کړي، او په خپل موټر یې وواهه او ابدي یې په بایسیکلي څوکۍ کې کښیناوو.


#کیسګۍ       


عبدالولي مصطفی
جلال اباد
لړم ۱۲، ۱۳۹۳ – نومبر ۰۳، ۱۳۹۳