Wednesday, August 13, 2014

د عمل خلک

د عمل خلک

هر څوک چغې وهي چې خپل ولس ته خدمت کوي، دعوه کوي چې خپل ولس به له دې بدبختیو ژغوري، ددوئ راتلونکی به خوندي کوي، اولادونو ته به یې د پوهنې زمینه برابروي، دوئ ته به د صحت اسانتیاوې برابروي. دوئ هر وخت دا کوښښ کړی چې د نورو پر تله خپل ځان په خپل ولس کې متره کړي او ځان وښایي چې زه خو هم کار کوم. خو د کار او د عمل خلک ډیر کم په سترګو کیږي، څه چې وایي عملي کوي یې او خپله خبرو ته د عمل جامه وراغوندي او عملي بڼه ورکوي او یو نیم خو پکې داسې هم وي چې دا یې هم نه وي خوښ چې په ټولنه کې متره شي او یا دې خلک وپیژني بس غلي شانته خپل کار کوي او د وس تر بریده خپلې مرستې د خپل ولس سره کوي. په لنډه توګه به داسې ووایم چې افغانستان کړیدلی هیواد دی او وګړي یې ډیر زیات زوریدلي او کړیدلي دي. دغه ولس په هر ګوټ د ژوند کې مرستې او لاس نیوي ته اړتیا لري.

موږ هر وخت ټوله پړه په دولت او په چارواکوو اچوو، خو کله مو هم خپله مسؤلیت نه دی احساس کړی او نه مو دا فکر کړی چې څه به کیږي او یا څه کوو. په دې وخت کې مدني یا ټولنیز سازمانونه او ورته نو اشخاص ته اړتیا ده تر څو هر شخص، دولت او چارواکو ته خپل مسؤلیتونه ورپه ګوته کړي. په لس ګونه مدني ټولنې لرو او په خروارونو ځوانان لرو، په دې کې ښه د لوړ او پوه شخصیت څښتنان هم شتون لري، خو بیا هم زموږ ځوانان نورو هیوادو ته د کار لپاره د مسافرت شپې او ورځې سبا کوي، د سرکو په غاړه د کار لپاره د انتظار هره ګړئ شماري او یا هم په سوال او نورو ته په لاس نیوو پیل کوي او خپل اولادونه هم له کوره د یو مړۍ ډوډۍ لپاره وباسي او تر ماښامه پورې د ځوان، بوډا، غریب، مالداره، غټ، وړوکي، ښځه او نر ته پالش او یا هم بوټان پاکوي، یا د ښار په سرکونو پلاستیکونه پلوري، یو نیم یې بیا واړه واړه خوراکي توکي لکه ژاولې، پاپړ، ایس کریم او داسې شیان پلوري، یو قسم یې بیا نورو ته د سوال لاس نیسي، کله کله خو یو نیم خلک د خپې نه هم نیسي، او بعضې یو نیم خو کلیو او ښارونو کوڅې ګزوي، غلا، ډاکه او ورته ناوړه عملونه کوي. په لنډه توګه باید ووایم چې د پوهنې څخه محرومیږي، د انسانیت او ټولنیز ژوند څخه هم لرې پاتې کیږي.

ستونځې خو ډیر زیاتې دي خو ددې ټولو د حل لاره څه ده؟ ولې موږ سوچ او فکر نه کوو؟ ولې موږ هر وخت نورو ته لاس نیسو؟ ولې موږ هر وخت د نورو محتاجه یو؟ ولې موږ د پوهې د نعمت څخه محروم یو؟ ولې یو بل ته د مرستې لاس نه ورکوو؟ ولې په موږ کې یوالی نه راځي؟ ولې موږ هر وخت د نورو په خبرو او شیطانیو خپل کورنه ړنګ کړي؟ ولې مو نورو ته دا اجازه ورکړې تر څو زموږ په کارو کې لاس وهنې وکړي؟ ولې موږ هر یو خپل مسؤلیت نه پیژنو او ولې هر وخت پړه په دولت او په چارواکو اچوو؟ ولې، ولې خو ډیر زیات دي، خو ددې ولې ځواب چا سره دی، ددې ځواب به څوک ورکوي، زه او که ته، او که له دولته یې وپښتو او یا هم کومې بلې مرجې ته لاړ شو.

زما په اند ددې ټولو په ځوابونو کې موږ او تاسې ټول ګرم او مسؤل یو. موږ، زموږ مدني ټولنې، زموږ دولت او زموږ چارواکي باید خپل خپل مسؤلیتونه وپیژنو او په صداقت، ایماندارۍ او د زړه له کومې خپلې دندې سرته ورسوو، او چاته هم اجازه ورنکړو چې په موږ کې ګوتې ووهي او زموږ په کارونو کې لاس وهنې وکړي. په ټوله کې بیا زه خپل ځوانان ګرم او پړ بولم چې دوئ ولې داسې غلي دي او هیڅ یې هم له خولې نه خیژي. دوئ باید یو بل ته لاس په لاس او اوګه په اوګه د خپل ولس د ستونځو د حل لپاره کوښښونه وکړي. هغه یو متل دی چې وايي خبرې ډیرې سر یې یو – هغه دا چې باید خپلو خبرو ته د عمل جامه ورواغوندو لکه څرنګه چې په انګلیسي کې وایي چې (Action Speaks Louder) دا په دې مانا چې عمل د خبرو غوره دی. نو په دې لړ کې درته یو دوه تنه ځوانان درمعرفي کووم چې د خپل هنر په مرسته يې هڅه کړې تر څو په ټولنه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

په لومړي سر کې درته خور صفیه فرهمند امیري در پیژنم. نوموړې د اقتصاد پوهنځي څخه فارغه او د اوو (۷) کالو په موده کې د بیلا بیلو سازمانو سره دندې کړي. نوموړې وایي چې د ژورنالیزم او عکاسۍ یا انځور اخیستو سره یې ډیر شوق دی او دا ددې لامل کیږي او ما هڅوي تر څو د همدې هنر له مخې د ظلم پر ضد خپل غږ پورته کړم او یا هم د همدې هنر په وسیله د خپل مظلوم سره مرسته وکړم.

نوموړې وايي په ژوند کې مې ډیرې ستونځې لیدلي او ګاللي مې دي او د الله شکر ادا کووم چې اوس یې دا مقام راکړی او همدا لامل دی چې ما نوره هم تشویقه وي او هڅه وي مې تر څو د افغان میرمنو او خپلې ټولنې لپاره خپل غږ پورته کړم، چې همدې تجاربو د ژوند کول رازده او د ژوند ریښتنې مانا یې راوښودله. نوموړې وایي که څه هم ژوند ډیر سخت او ستونځمن وې، خو بیا هم موږ باید کوښښ او هڅې وکړو، ترڅو یې لاښه، خوشحاله او ښایسته کړو. نوموړې وایي د خپل ولس سره مرسته کول او د بدلون مصدر ګرځیدل ورته یو عجیب شانته خوند ورکوي او مینه ورسره لري. چې همدا لامل شو تر څو د (Street Angels) یانې د کوڅې فریښتې حرکت یو عضوه او غړې شم.

صفیه خور ورزیاته وي چې دغه حرکت به ما لپاره د خپل ولس او د ټولنې خدمت کولو پیل وي او باور لرم چې دغه حرکت به پراختیا مومي، نوموړې وایې چې زه په خپل مغز او زړه کې د خپل ولس او ټولنې لپاره ډیر څه لرم او ان شاءالله د الله تعالی په مرسته او ستاسې په دعاګانو به خپلو موخو ته رسیږم. ان شاءالله.

دوهم کس ښاغلی عبدالعظیم فخري در پیژنم. نوموړی د خپل ځان په اړه داسې وایي، زه هر وخت د خپل زړه نه خبرې کووم  اما کله چې زه یې په رسمولو پیل وکړم نو بیا دا هنر خپله خبرې کوي. زه د یوه ټولیز سازمان غړی یم کوم چې د ټولنه کې د ظلم او زیاتي د ختمولو او د یو مثبت بدلون لپاره هڅې کوي. زه د افغانستان یو وګړی یم، او د خپل هیواد ۳۰ کلن جنګ د خپل هنر په مرسته ترسیموم.

دلته هم سوله او مینه لکه د نورې نړۍ څخه هیڅ توپیر نه لري، او همدې ته وده ورکول مې د ژوند مقصد دی او په دې کې کار کول یو خاص خوند لري. ما خپله دغه هوکړه د سوداګریزو نښانونو، سوداګریزو کارتونو او د لوحو څخه پیل کړه او خپله خیالات مې پکې خپل قوت وباله. جنګ، سوله، ښځه، پوهنه او داسې نور مې پکې انځور کړي.

د ظلم او زیاتي د له منځه وړولو په برخه کې یو خاص بدلون ته اړتیا ده او د همدې بدلون یو غړی اووسم او نوموړي په ټولو ځوانانو غږ وکړ تر څو د سولې لپاره او د خپل اولس سره د مرستې لپاره هر اړخیزه او هر رنګه مرسته وکړي او خپل مسؤلیت ادا کړي او پر ټولو ځوانانو یې غږ وکړ تر څو خپل ځان مسؤل احساس کړي او ویده پاتې نه شي.

نوموړی د (Street Angles) یانې د کوڅو فرښتې حرکت یو فعال غړی دی، فعال غړی څه چې دا حرکت هم همده پیل کړ نوموړي او ورسره خور د ۲۰ په تعداد کې ماشومان پیدا کړل او ورسره یې د دې حرکت په اړه خبرې پیل کړې، نو د یو لړ ستونځو او کوښښنو نه ورسته دوئ وتوانیدل چې ۵ ماشومانو ته د دوو ورځو په جریان کې د عکاسۍ یا د انځور د اخیستو هنر یا زده کړې ورکړي او بیا یې د څو ورځو لپاره د یو ځل مصرف عکس یا انځور اخیستونکې کمرې دوئ ته ورکړې او نه یوازې د عکس اخستې هنر ته په کتو بلکه د انځور د اخیستو لامل یې هم ورپه ګوته کول، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې همدې ۵ ماشومانو د ۳۰ عکس اخیستونکو کمرو په وسیله ۹۰۰ رنګارنګ عکسونه یا انځورونه اخستي، چې بیا په دې ۵۰ یې تر ټول غوره شوي وو. نور راپور په لاندې ویدیو کې کتلای شئ.



د همدې نندارتون یو څو انځورونه:






 نو په همدې اساس په ټولو هیواد والو غږ کووم چې د خپلې ټولنې په بیا رغاونه او مرسته کې خپله پراښه ونډه واخلي او د خپلې ټولنې او د خپل ولس خدمت وکړي. او کار په کیدو کیږي نه په خبرو، نو خپلو خبرو ته عملي جنبه ورکړئ او عملي کار پیل کړئ.


په مینه


مننه


عبدالولي مصطفی
جلال اباد
اګست ۱۳، ۲۰۱۴ د شپې ۱۲ بجې