Monday, December 30, 2013

نوی کال



نوی کال



دا د نوي کال مبارکي ورکول خو حرام هم دی خو زه یې په هغه مناسبت نه درکوم، زه یې به دې خاظر درکووم چې الله دې وکړي زموږ په هیواد کې سوله، امنیت او ارامي راشي.

آمین

مننه




واوره


واوره

د الله د نعمتو نه یو نعمت هو واوره ده، د واورې سره ډیر څه لاس ته راځي، زموږ زراعت ته ډیره ګټه رسوي، ککړه هوا پاکه وي، د واورې سره لارې او ګودرې تکې سپینې او پاکې ستره ښکاري.

د واورې د اورښت پر مهال هوا لګ زره سړه وي، خو کله چې د واورې اورښت ودریږي، نو بیا لګه لګه یخني شروع شي او چې بیا نو شمال ورسره شي نو بیا یخ دوه برابره شي.

واوره په خوب کې لیدل: ابن سیرین (رح) برمایي: په خوب کې واره غم، خفګان او عزاب دی. که لږه واوره وکتل شي نو کومه خبره نشته خو که چېرې واوره ډیره وي او په داسې ځای کې وکتل شي چې هلته تل واوره وریږي نو بیا د غم او خفګان نښه ده او ددې سیمې خلک به په غم او خفګان کې مبتلا کیږي. بل ځای بیا جابر مغربي (رح) د واوري په خوب کې د لیدلو داسې تعبیر کړی: په خوب کې واوره لیدل د لښکر ماته خوړل دي. بل ځای حعفر صارق (رح) بیا وایي چې: په خوب کې واوره لیدل شپږ ډوله معنا لري: ۱- روزي. ۲- ژوند. ۳- ډیر مال. ۴-غټ لښکر. ۵- ناروغي. ۶- غم او خفګان.

په هر حال چې کله مو واوره په خوب کې ولیدله نو صدقه یا خیرات ضرور وکړئ.

د واورې ستونځې په کابل کې بیا زیاتې دي، لکه د لارو او ګودرو د بندیدو ستونخې، د خامو کورونو مسائل، د خټو مسائل او داسې نور...

لکه څرنګه چې د واورې رنګ سپین دی، نو همدارنګه د سولې رنګ هم سپین دی. نو خدائ (ج) دې وکړي چې د همدې واورې د اورښت سره زموږ په هیواد کې سوله راشي او وطن مو اباد او سوکاله شي. آمین

مننه









Tuesday, December 24, 2013

د فیسبوک ملګری

د فیسبوک ملګری

دوستانو راځئ چې د فیسبوک د ملګرو د جملې نه یو بل تاسې ته درمعرفي کړم.

تاسې به فکر کوئ چې دا به څوک وي، دا بل څوک نه دی، دا ځدران درویش صیب دی...


بیګاه ورسره یو ځائ کې میلمه وم، ډیرې غورې مو وکړې، په مختلفو موضوعګانو مو سره خبرې وکړې. ډیر خوند یې وکړ، بله دا چې د ځدران صیب سره مو لیده کاته ډیره موده پس وشو.

څدران صیب هغه ځوان دی چې د قطر په هیواد کې یو افغان ښونځی جوړ کړی او نوم یې (د سید جمال الدین افغان ښونخی) یادیړي. ځدران صیب په مختلفو وختو کې ، په مختلفو سیاسي او غیر سیاسي هر اړخیزه خبرې اترې د مختلفو شبکو سره کړي او کوي یې.الله دې یې راته تل اباد او خوشحاله لري.

نن د قطر په لور روان شو، الله دې پخیر ورسوي. آمین

Monday, December 23, 2013

One of my friend have wort me this:

I translated George Orwell’s novel ‘’1984’’ into Pashto language. I would like to thank Afghanistan’s famous poet Mr. Abdul Bari Jahani who did a lot to encourage me for publishing the book. Without his invaluable insights, it would have been impossible for me to transfer 1984’s language and expressions in a reader-friendly way.
I must also thank my dear friend Nisar Ahmad Islammal who oversaw the book and arranged the printing.
I have a limited number of free copies, and I can give it to those who are interested to read the novel in Pashto.
Last, but not least, I would like to thank Marghalara Malalai Publishers (www.malalaipub.com) for printing the book in high quality.

Hope every one of us do creativity to translate other languages books in to PASHTO and DARI>





د تاريخ سبقونه چاپ شو
د تاريخ سبقونه د نوموتي ليکوال او څېړونکي ډاکټر مبارک علي د هغو تاريخي مقالو کتاب دی، چې خوږ ژبي ليکوال اسدالله غضنفر پښتو کړی.
دا ګټور کتاب مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تيراژ په ښکلې بڼه او ښه صحافت خپور کړی. 
د کتاب پښتۍ د پښتونخوا وتلي انځورګر کمال خان ډيزاين کړې او ټول ۴۲۴ مخونه لري.
په دې کتاب کې ۱۳۴ عنوانه بېلابېلې مقالې دي چې هره يوه په خپل ځان کې بشپړه ده او ځانګړې موضوع رانغاړي.
د تاريخ له نورو کتابونو سره ددې کتاب يو توپير دا دی چې پېښې او واقيعتونه يې د اوس وخت ستونزو او غوښتنو ته په پام سره هر اړخيزې څېړلې او چاڼ شوې خبرې پکې راټولې دي.
ډېرې مقالې يې د مغلو د اوج او زوال، د ملايانو رول او له نوي تمدن سره د دوی پر چلند څرخي او د کليسا په کړنو او نورو نړيوالو تاريخي موضوعاتو مو خبروي.
ددې کتاب لوستل په خوند سربېره د ټولنې د خير لارې چارې هم راښۍ.
د کتاب په اړه ښاغلي غضنفر خپلې خبرې په دې هيله راټولي کړي : ( زه به ډېر خوشاله يم چې ځوان کهول د مبارک علي مقالې ولولي او د پرون له تجربو څخه د خپلې ټولنې د نن د بهتره کولو لپاره استفاده وکړي.)




د فیسبوک ملګری

کله مو د فیسبوک د ملګري سره لیده کاته شوي؟

ډیر خوند کوي، زه تیره اونۍ د فیسبوک د یو ملګري نه مې لیدنه وشوه، ډیر خوخ شوم، ډیر خوند یې وکړ. 

تاسې ته پته شته چې هغه څوک وو، هغه تاج محمد تمکین صیب وو.