Sunday, March 30, 2014

د اپریل فول


دا دنيا په احمقانو ده ودانه…(اپريل فول)

معلومات رالیږونکي: عبدالرحمان عادل او جمال بریالی

څرنګه د یو مسلمان په صفت خپله ماته او کمزوري ولمانځو؟ دروغ ویل یو داسی بد عادت دی، چی هر مذهب او اخلاقي نظام ددې په خلاف دی او که یو څوک یو څه عادي شعورولري نو دا مني چې دروغ ویل غلط کار دی. هغه څوک چی د ښو اخلاقو لرونکی وي هم دا مني چی دروغ ویل ښه عادت ندی.رښتيا یو له هغو سنتو څخه ده چی د نړۍ اخلاقی پایښت پرې متکي یا باوري دی. رښتيا د ستاینی وړ کړنو یا طبعیت بنسټ دی اود تقوا یا پرهیزګارۍ پایله ده. که رښتيا نه وای کېدای شی اسماني نازل شوی قانون له منځه تللی وی او یا له ستونزو سره مخ شوی وی. د دروغ ویلو عادت لرل د یو چا انسانیت تر پوښتنی لاندې راولي، که چی خبرې کول په بشپړ ډول انساني صفت دی.

زمونږ سپیڅلی شریعت په قرآن او سنتو (احادیثو) کې د درواغو په خلاف سخت اخطار ورکړی، او په اتفاق سره یې حرام بللي دي. درواغ ویونکی به په دې دنیا او هغې دنیا کې ددې  کار بدې پایلې وویني.

په اسلامي شریعت کې درواغ منعه شوي،‌ پرته له یو څو استثنائي مواردو (ځایونو) څخه لکه د یو چا ژوند ژغورلو، د یو چا تر منځ سوله کولو، د ښځې اوخاوند تر منځ د مینې پیداکولو په قضيو کې. په اسلام کې هیڅ داسی ورځ نشته چی شریعت یو چا ته  اجازه ورکړي چی دروغ ووایی او یا ددروغو په بنیاد څه ووایي. یو د هغو شیانو څخه چی اوس د خلکو په منځ کی رواج ګرځېدلی هغه د اپریل فول یا د اپریل د غولولو ورځ ده. هغوی په دې باور دي چی د عیسوي څلورمې میاشتې په لومړۍ ورځ درواغ ویل روا دي او په یو شریعت کط هم څه پروا نلری خو داسی نده!

اپریل فول  کول کیدای شی ډیری بدی پایلی ولری چی مونږ پری په لاندی ډول بحث کوو: د اپریل فول چی د اپریل مسخره،‌ شوخي يا درواغ هم ورته وایي ابتدایی یا حقیقی سرچینه یی تر اوسه  نده معلومه او ددی په اړه بیل بیل نظرونه موجود دي: ځينې وایی چی دا کار له هغه وخته شروع شو له کله  چی د مارچ ۲۱ تاریخ (کله چی شپه او ورځ  د اوږودوالی او لنډوالی له پلوه سره برابر وي).  بعضی وایی چی دا ابتکار په ۱۵۶۴ عیسوی کال کې په فرانسه کی ښکاره شو، وروسته له هغی چی نوې کلیزه وپیژندل شوه، کله چی یو کس د نوې کلیزی له منلو انکار وکړ، نو خلکو دهغه پورې خندا   او مسخری جوړول شروع کړل. ټولو خلکو دې سړی پورې مسخرې کولې او ورپورې خندل یې.  بعضې وایي چی دا ابتکار لرغونې زمانې پورې او د مشرکانو د هغه ټاکلي تاریخ پوری چې د پسرلي په شروع کې وو تړاو لري، نو دا د مشریکینو څخه راپاتې دود دی. بعضې وایي چې  په بعضې ملکونو کې ښکار کول پدې ورځو کې ناکام وو. اوددی سرچینه د اپرېل په لومړۍ ورځ درواغو ویل وو.

اپریل فول د اروپایانو له نظره

اروپایان اپریل فول ته لی پویسن ډی وايی  چی معنی یی ده د اپریل ماهي وایی. د پویسن معنی ماهي دی او پویسن له پاسن نه اخیستل شوی چی معنی یی ده ستونزه یا درد.  ماهی د دوی(عیسایانو) په باور د عیسی علیه السلام د زغم یا صبر سمبول یا نښه ده او ددوی په باور چې دا کار د اپریل په لومړۍ اونۍ کی شوی وو. بعضی کافر دې ورځې ته د آل فول ډی وایي یانی ټوله د دوکی ورځ. او دوی پدې باور دي چې هغه درواغ چی دوی یې یو چاته پردغه ورځ وایي کېدای شي باور پرې وکړي او ددوی ددې غولولو او دوکې قرباني شي.

په انګلیسی ژبه کې په لومړي وار اپریل فول

په انګلیسي ژبه کې په لمړي وار اپریل فول په یو مجله کې چی د ډریک په نوم وه ذکر شو. ددغی مجلی د
۱۶۹۸ کال د اپریل د دوهمی نیټی ګڼه کې ذکر شوی وه چی د اپریل په لومړۍ نیټه سهار وختی یو څه تعداد خلک راغوښتل شوی وه ترڅو د لندن په برج یا ټاورکی د تورپوستو خلکووینځل وګوري چی دې خبرې هیڅ حقیقت نه درلوداویوه  بیځایه دوکه وه .
یو تر ټولو مشهوره واقعه چی د اپریل په لومړۍ ورځ په اروپا کې منځته راغله دا وه چی کله د ایوننګ سټار(د ماښام ستوری)  انګریزی ورځپاڼي د مارچ ۱۷۴۶کال کی خبر ورکړشو چی د اپریل په لومړۍ نیټه به د  برطانیه په ایسلنګټن کی د خرو پریټ یا رسم ګذشت وي. خلکو په ډیره تیزۍ سره ځان هغه ځای ته رساوه او ډیرزیات خلک را ټول شول تر څو نوموړی پریټ وګوري. هغوی ډیر زیات وځنډېدل او اخر ستړي شول او پوښتنه یې وکړه چی اخر دا پریټ یا رسم ګذشت به کله شروع کیږې. ترډیر ځنډ او صبر وروسته هیڅ ونشول، هغوی هیڅ هم ونه لیدل او بالاخره پوه شول چی دوی ته دوکه ورکول شوې او دوی ته یې ثابته کړه چی همدوی خره دي چې بې ضرورته په واټونو ګرځي!

اپریل فول که د یو مسلمان لپاره تریخ حقیقت

عاصم ابن عبدالله القراویتی د دوی ددغی درواغو د سرچینی په اړه وایی:
زمونږ یو شمیر زیات خلک دا ورځ (اپریل فول) لمانځی خو د هغه ستر تریخ حقیفت څخه ندي خبر چی ددی ورځی تر شا دی؟

تقریبا زر کاله پخوا کله چی  مسلمانانو په هسپانیه حکومت کاوه، ، هغوی یو نه ماتیدونکی قدرت او قوت وه. غربي عیسایانو دا ارزو لرله چی اسلام د نړۍ له مخه لیرې کړي او په دې کار کې هغوی تر یو حده کامیاب هم شول. هغوی هڅه کوله چی په هسپانیه کی د اسلام خپراوی محدود کړي او حتی د پای ټکی ورته کیږدی، خو هغوی کامیاب نشول. هغوی ډیری زیاتی هڅی وکړی لیکن آخر هم ناکام شول. وروسته لدې، کفارو خپل جاسوسان هسپانیې ته ولیږل ترڅو د مسلمانانو د نه ماتیدونکي قوت راز پیدا کړی. بالاخره هغوی په هغه راز پوه شول چی تقوا یا له الله جلا جلاله څخه ویره وه. کله چی عیسایانو د مسلمانانو د قوت راز پیداکړ نو په دې فکر کې شول چی ددې د له منځه وړلو لارې چارې پیدا کړي. او په همدی بنیاد هغوی هسپانیه ته د مفتو یا بې بیعو شرابو او سګرټو لیږل پیل کړل. دغې غربي تکتیک یا تجربې ښې پایلې لاسته راوړې  خصوصا د هسپانیه په ځوان مسلمان نسل کی.  د مسلمانانو عقیدی د کمزورتيا خواته میلان پیدا کړاو پایلې یې دا شوی چی کاتولیک مذهبه  عیسویانو په ټوله هسپانیه  کې د مسلمانانو هغه حکومت ته د پای ټکی کیښود چی مسلمانانو د
۸۰۰ اته سوه کاله نه ډیر په هسپانیه درلود.  په ګریناډا کی د مسلمانانو اخري کلا یا چوڼۍ د اپریل په لومړۍ نیټه له منځه ولاړه، له دی امله هغوی دې ته د اپریل ټریک یا د اپریل غولولو نوم ورکړ.
له هماغه کال تر اوسه دوی نوموړی ورځ مسلمان امت ته د دوکی ورکولو او غولولو په نوم لمانځی. دوی په دی باور دی چی نه  یواځې دا چی په هسپانیه یا ګریناډا کی یي پدی ورځ مسلمان فوځیان غولولی او هغوی ته  یي دوکه ورکړی بلکه دوی فکر کوی چی ټول اسلامی امت يي دوکه کړی او غولولي دی.

نو د یو مسلمان په حیث څه وکړو؟

دا زمونږ
(مسلمانانو) بې خبري ده چی دغه لمانځنو کی برخه اخلواو کله چی مونږ په دې کار سره په پټو سترګو ددوی پیروي یا تقلید کوو ترڅو دغه شیطانی نظریه عملی کړو، دغه له دوی څخه په پټو سترګو پیروي کول هم یو نوعه کم عقلي او زمونږ ناپوهي ده چې د هغوی د هغه عمل پیروی کوو چی زمونږ امت ته یي پرې دوکه ورکړيده. کله چي ددی ورځی د لمانځلو په علت پوه شو نو څرنګه د یو مسلمان په صفت خپله ماته او کمزوري ولمانځو؟

ددغی ورځی په حقیقت سره د پوهیدلو وروسته راځۍ چی له ځان سره یوه وعده وکړو چی دا ورځ هیڅکله هم ونه لمانځو. مونږ باید د هسپانویانو څخه پند واخلو اود اسلام څخه په حقیقي ډول پیروی وکړو او هیڅکله هم دې ته اجازه ورنکړو چی عقیده موبیا ضعیفه شي.
زه وایم: دا مهمه نده چی د اپریل فول سرچینه څه ده. هغه څه چی مهم دی په دغه ورځ د دروغو ویلو حکم دی، کوم چی په اسلام کی هیڅ ډول روا والی نلري. د اپریل فول سرچینه د مسلمانانو څخه نه ده بلکه ددوی د دښمنانو (عیسایانو)څخه ده.هغه څه چی د اپریل فول په ورځ کې منځته راځی ډیر زیات دي. بعضی کسانو ته ویل شوي چی د هغوی ماشومان ، ښځه او یا ډیر نژدی دوست مړ شوی، او هغوی دا توان نه لري چی دا خبره وزغمي نو شاک یا خطرناکې بیهوشۍ ته لاړ او مړه شوي. بعضو ته ویل شوي چی په هغه ځای کی اور یا ټکر شوي او د هغه د کورنۍ غړي مړه شوي نو پدې وجه هغوی فلج شوي یا د زړه حمله پرې راغلی او یا دې ته ورته ناروغۍ او مړه وی.  بعضی کسانو ته ویل شوی چی د هغوی ښځې د بل سړي سره لیدل شوې او ددې په وجه هغوی خپلی ښځی طلاقی کړي یا مړې کړیدي.
دغه نه ختمیدونکی کیسې یا نکلونه چی مونږ یې اورو، ټول د هغو درواغو نتیجه ده کوم چی په اسلام کی ناروا ، نه مننونکی او حرام دي.

مونږ ولیدل چی اسلام درواغ منعه کوي، او اسلام د مسلمان ویرول حرام کړي هغه که په رښتيا وي او که په ټوکو، که په عمل وي او که په خبره.

دا د الله هغه قانون دی په کوم کی چی په هر حالت کی د خلکو لپاره حکمت او پاملرنه شته
او الله تر ټولو ښه پوه او د لوی قوت خاوند دي.

والسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته


Monday, March 10, 2014

په سوله کې ستا مسؤلیت - دوهمه برخه


سوله د اسلام له نظره(دوهمه برخه)

سوله او د سولې کليمه اوسنۍ خبره نده بلکې د بشريت د پيدايښت سره سمه منځته راغلې ده، سوله يوه عربي کليمه ده چې معنايې (استعداد، جوړښت، اتحاد، اتفاق، او د جنګ جګړو بندول  دي).

په اسلامي شريعت کې هغه سوله چې حرام پکې حرام او حلال پکې حلال ونه ګڼل شي جايزه نه ده، چې په دې اړه حضرت محمد (ص) فرمايلي دي: (الصلح جايز بين المسلمين الاصلحاحرم حلالاً او احل حراماً والمسلمون علي شروطهم الاشرطا حرم حلالاً اواحل حراماً): رواه ابن ماجه والترمذي (سبل السلام ج ۳ص ۸۸)
                            
  ژباړه: (د مسلمان او مسلمان ترمنځ سوله روا ده، مګر داسې سوله روانه ده چې حلال پکې حرام او حرام پکې حلال وګرځول شي).
                     
د اسلامي شريعت له مخې سوله په شپږ ډوله ده.
·        د مسلمان او کافر ترمنځ
·        د ښځي او خاوند ترمنځ
·        د باغيانو او عادلانو ترمنځ
·        د دوه مرورو ترمنځ
·        د خپل منځي جګړو د ټپي شويو او ټپي کونکو ترمنځ
·        د دو کار و باري شريکانو ترمنځ.

((کتاب فتح الباري شرح صحيح البخاري))

د سولې دغه شپږ ډلونه الله (ج) په قرانکريم کې بيان کړي دي، چې ځينې يې په ځانګړي ډول ذکرکړي دي، دا ځکه چې د سولې دغه ډولونه ډير مهم او اړين دي او اهميت يې د متعدي والي په وجه دي، يعنې د اختلاف او جګړې تداوم چې زيانونه يې ټولنې ته رسيږي، او ټولنه ورڅخه زيانمنه کيږي. په داسې حال کې چې سوله نه يوازې دا چې جګړمارو خواؤ ته ګټه رسوي بلکې ټولنې ته يې هم ګڼ شمير ګټې رسیږي.

د سولې هغه ډولونه چې الله (ج) يې ذکر په قرانکريم کې کړی يو څو يې د بیلګې په ډول ستاسو درنو سره شريکوم، ترڅو د سولې مينوال په اسانتيا سره د هغې په شرعي ارزښت پوه شي.

په لومړي سر کې د کافر او مسلمان ترمنځ سوله باندي يو څو کرښې:

د مسلمان او کافر ترمنځ سوله:
د دې ډول سولې په هکله الله(ج) مسلمانانو ته داسې لارښوونه او حکم کړی او فرمايلي يي دي: وان جنحواللسلم فاجنح لها و توکل علي الله انه هو السميع العليم وان يريدواان يخدعوک فان حسبک الله هوالذي ايدک بنصره و بالمؤمنين ( سورة الانفال-۶۱و۶۲)

ژباړه: که چیرې غير مسلم (کفار) سولې او پخلاينې ته ميل وکړي، نو تاسو هم د هغوی د سولې وړانديز ومنئ، سولې ته ميلان وکړئ او په پاک الله (ج) توکل وکړئ، بیشکه چې الله(ج) د ټولو احوالو ښه اوريدونکی او په ټولو اقوالو ښه پوه اوعالم دی.

د مسلمان او مسلمان ترمنځ سوله:
دا ډول سوله په جګړه کې د ښکیلو مسلمانو ډلو ترمنځ د قرانکريم په آيت تثبيت شوې ده، چې د سولې دغه ډول د مسلمانانو د خپل منځي جګړو د بندولو او ختمولو په اړه دی، د سولې دا ډول تر نورو ټولو انواعو زيات مهم او ضروري دی، ځکه چې خپل منځي جګړې د مسلمانانو قوت ختموي، او مسلمانان له خپل اصلي مسير څخه بې لارې کوي، او بې ساري معنوي او تبا کونکې پايلې لري.

الله (ج) په خپل پاک کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي:

واطيعواالله ورسوله ولاتنازعو فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا ان الله مع الصابرين (سورة الانفال آيت ۴۶)

ژباړه: تاسو د الله (ج) او د هغه د محبوب پيغمبر حضرت محمد (ص) اطاعت وکړئ او خپل منځي شخړې او جګړې مه کوئ، ددې لپاره چې تاسو به بې زړه شئ قوت او دولت به مو له منځه ولاړشي او کمزوري به شئ، تاسو صبر او زغم وکړئ، ځکه چې الله (ج) د صبر کونکو مرستندوي دی.

د اسلام په تاريخ کې د سولې ډ‌يرې بیلګې موجودې دي، چې يوه يې هم د کعبې په ديوال کې د حجرالاسود دکیښودلو پر سر د قريشو د مختلفو قبیلو ترمنځ اختلاف وو.

د حجرالاسود دا لاندې واقعه د نبي کريم (ص) د صلحې د راوستو د هڅو او منځګړتوب ښکاره او څرګنده بیلګه ده.

د نبي کريم (ص) په وخت کې قريشو او د مکې اوسيدونکو د کعبې د ودانۍ ترميمول وغوښتل، د کعبې د ترميم د چارو تر بشپړيدو وروسته د کعبې په ديوال کې د حجرالاسود د کیښودولو پر سر د قريشو د مختلفو قبیلو تر منځ  اختلاف پيدا شو، هر يوې غوښتل چې په خپل لاس په معين ځای کې د حجرالاسود دکیښودلو وياړ تر لاسه کړي، اختلافات ورځ په ورځ زياتيدل، پدې مهال کې د قريشو مشرانو د ستونزې د حل لپاره يو شرط وړاندې کړ او هغه دا چې که سبا هر څوک مسجدالحرام ته لومړی داخل شو نو د مشکل د حل واک لري.
پر سبا يې لومړی کس حضرت محمد (ص) وو چې مسجدالحرام ته داخل شو، نو انحضرت (ص) د ستونزې د حل لپاره يو څادر وغوړاوه او د حجرالاسود تيږه يې پکې کيښوده، او ټولو قبیلو له مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د څادر پيڅکې ونيسي، او هغه خپل ځای ته يوسي، نو په دې توګه يې د خلکو تر منځ ستونزه حل کړه.

له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې د اسلام مبارک دين د سولې او امن دين دی. بې ځايه جنګ جګړي، تيری او تند لاريتوب ته پکې ځای نشته.

د مسلمانانو خپل منځي جګړې نه جبرانيدونکې او خطرناکې پايلې لري، چې په دې اړه ګڼ شمیر احاديث هم راغلي دي او مسلمانان يې سولې ته هڅولي دي، له دې نه معلوميږي چې اسلام د سولې، ثبات او امن دين دی.

دا چې د اسلام سپيڅلی دين د سولې او ورورولۍ دين دی، نو راځئ چې سوله د خپل ژوند يوه ډيره مهمه اړتيا وګڼو او ددې اړتيا د پوره کولو لپاره هڅې وکړو، ترڅو ګران هيواد افغانستان ته د تل پاتې سولې په راوستلو بريالي شو، د خپلو ځوانانو او کوچنيانو لپاره ددې زمينه برابره کړو چې د تعليم پر مټ د خپل روښانه راتلونکي په لور قدم واخلي.

د سولې ديني ارزښت (لومړۍ برخه)

درنو مسلمانانو خويندو او وروڼو دا چې په ګران هیواد کې دروانو بدبختيو او ناورينونو اوږده لمن چې تقريباً له لسيزو څخه هم اوړي او هره ورځ زموږ ګڼ شمير بې ګناه ماشومان، سپين ږيري، ځوانان او په ټوله کې ددې ټولنې مظلوم وګړي په ډير ناځوانمردانه ډول را څخه اخلي، نو لازمه ده چې د سولې په ديني ارزښت پوه شو، ترڅو په ګران هیواد کې شته مشکلاتو ته د اسلام د سپيڅلي دين په رڼا کې د حل لارپيداکړو.

سوله د اسلام په مقدس دين کې خورا زيات او لوی ارزښت لري، ان تر دې چې د دوه کسانو ياډلو يا دوه ملتونو ترمنځ سوله او روغه جوړه کې د اړتيا پروخت کې دروغ ويل هم جايزدي، چې په دې هکله رسول الله (ص) فرمايلي دي: د سولې او روغې جوړې پرمهال داسې دروغ ويلو ته هم جواز هم  شته چې د روغې جوړې اسباب برابروي، اګر که دروغ ويل په شرعه کې ناروا عمل دی، مګر ددې لپاره چې د خلکو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو، فساد او وينې تويولو مخه ونيول شي، دروغ ويل روا دي او شريعت دې ته دروغ نه دي ويلي، لکه چې امام بخاري رحمة الله عليه په صحيح البخاري کې حديث شريف روايت کړی دی (صحيح البخاري څلورم ټوک ۲۴۰۳ ح)
         
ژباړه: هغه څوک چې دروغجن نه دی خو د خپلو درواغو په اساس د خلکو په منځ سوله کوي، په خپلو درواغو سره د دوه کسانو ترمنځ اختلاف پای ته رسوي او يا د خير خبره کوي دا کس دروغجن نه دی، ددې حديث شريف دلا روښانتيا لپاره د امام خطابي (رح) نظر په لنډ ډول سره ذکر کووم.

امام خطابي (رح) ددې حديث شريف په برخه کې داسې فرمايلي دي: د خلکو ترمنځ سولې ته هڅونه، او د خلکو ترمنځ اختلاف له منځــه وړل او يا د اختلافـــاتو مخــنيوی کــول دي، ځکه چــــې رسول الله (ص) د الله (ج) په رسۍ منګولې لګولې دي، په داسې حال کې چې د خلکو ترمنځ اختلاف اچول په دين کې درز پيدا کوي نو هغه څوک چې د خلکو ترمنځ سوله کوي، د ثواب او فضيلت هغه مقام ته رسيږي چې، د نفلي  روژې نيوونکي او نفلي عبادت کوونکي او نفلي صدقې کوونکي له درجې څخه ډير پورته دی، ځکه چې هغوي د ځان لپاره لګياوي او سوله کونکی دټولنې لپاره.

همداشان په بل ځاي کې راځي چې سوله د الله (ج) حکم هم دی، الله (ج) په قران کريم کې داسې فرمايلي دي: فاتقواالله واصلحوا ذات بينکم واطيعواالله ورسوله ان کنتم مؤ منين(سورة الانفال ،۱).

ژباړه: ای مسلمانانو تاسو د الله (ج) څخه وويريږئ او په خپل منځ کې سوله وکړئ او د الله (ج) له استازي حضرت محمد (ص) څخه اطاعت وکړئ که چیري تاسو مؤمنان ياست.

الله (ج) په پورته آيت شريف کې دا شرط لګولی دی چې د الله (ج) څخه وويريږئ او د الله(ج) او د هغه د استازي څخه اطاعت وکړئ، په خپل منځ کې جګړې، شخړې او اختلافونه مه کوئ، ځکه چې الله (ج) ستاسو تر منځ هر ډول شخړې حرامې ګرځولې دي او په بل ځاي کې د مؤمنانو د صفاتو په ترڅ کې د (رحمآء بينهم) صفت ذکر کوي چې دا هم ددې بیلګه ده چې مسلمانان بايد خپل منځي اختلافات د خبرو او روغې جوړې له لارې حل کړي، نه د جګړو او شخړو له لار ې.

پورته ټولو الهي احکامو او نبوي احاديثو ته په کتو بايد هڅه وکړو چې په ګران هیواد کې د روانو بدبختيو  د له منځه وړلو لپاره هر ممکن اقدام وکړو، تر څو د جنګ جګړو ددې بدمرغې بلا څخه د تل لپاره خلاص شو، نو پرموږ ټولو لازمه ده چې په ګران هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره په يو اتفاق سره کار وکړو او خپل ټول شته مشکلات پورته ذکر شويو قراني آياتونو او نبوي احاديثو ته په کتو د خبرو له لارې حل کړو.

د سولې ديني  ارزښت ( دوهمه برخه)

سوله هغه ستره الهي ډالۍ ده چې په غیږ کې يې د نړۍ مختلف قومونه او ملتونه ژوند کوي، د ښه ژوند کولو لپاره د نورو اړتياؤ تر څنګ سوله هم ډيره اړينه ده، ځکه چې د ژوند پر مخ بیول په ښه شان يوازې په سوله او امن کې امکان لري. که سوله نه وي د ژوند د ډېرو اسانتياوو سره، سره به بيا هم د ګڼ شمیر مشکلاتو سره لاس او ګريوان يو، که سوله نه وي زمونږ خواږه ماشومان نشي کولی چې ښونځيو ته لاړ شي، همدا شان زموږ روغتياپالان نشي کولی هسې چې لازمه ده په ښه شان د اړو خلکو خدمت وکړي او په ټوله کې زموږ هغه خلک چې ددې وران او ويجاړ وطن د خدمت وړتيا لري؛ نه شي کولی ددې خاورې خدمت وکړي.

نو لازمه ده چې د خپل ژوند ددې مهمې اړتيا (سولې) لپاره د خپلې ټولې ايماني او انساني وظيفې له مخې د ګران هيواد د بچيانو د ښې او خوشاله راتلونکې او د خپل خوږ ژوند د ښه پرمخ بیولو لپاره دغه اړتيا (سوله) پوره کړو، د خپلو خلکو د وژلو پرځای ددوی د ژوند د ښه کولو لپاره کاروکړو، دوی ته د تکليف ورکولو پر ځاي د ژوند اسانتياوې برابرې کړو او د لوی څښتن تعالی رضايت تر لاسه کړو.
    
ځکه چې الله (ج) فرمايي: چا چې يو انسان له مرګ څخه وژغوره لکه ټول انسانان يې چې له مرګ څخه ساتلي وي (۶ المائيده ۳۲اية)

 دا چې د اسلام سپيڅلی دين د سولې، ورورګلوۍ، عدالت او امن دين دی، حضرت محمد (ص) چې د اسلام د سپيڅلي دين پيغمبر او رهبر دی، د ډير کوچنيوالي څخه د نیکو اعمالو څښتن او په نيکو عملو نو مشهور وو، سوله اوعدل يې ډير خوښ وو، او همداشان يې د غريبو او مظلومو خلکو سره ډير ښه چلند کاوه؛ نو ددې لپاره چې پوه شو حضرت محمد (ص) سوله ييز ژوند څومره خوښاوه، د حدېبې د سولې تړون يې ډير غوره مثال کيدلی شي.