Sunday, April 20, 2014

د اربار صیب انځوریز نندارتون

























بسم الله الرحمن الرحیم

اسلام علیکم ګرانو ملګرو

راشئ چې یو بل راپور هم درسره شریک کړم. دا خبر د ژوندیو د لمانځلو په باره کې دی.

انسان قدر موږ هغه وخت معلومیږي چې کله مړ شي. نو کله چې مړ شي نو بیا یې انځورونه ځړوو او واټونه د هغه په نوم یادوو او داسې نور. ددې په اړه یو شعر هم رایاد شو چې وایي: په ژوندون دې تل راسره جنګ وو – اوس مې قبر لټوې چې یار مې کوم دی.  نو زه وایم چې مړي خو هر څوک لمانځي نو که خپل شخصیتونه په ژوندون ولمانځو ډیر به ښه وي. نو دغه ابتکار او نوښت زموږ ګران انځورګر همدالله ارباب صیب وکړ او د خپلو ګوتو او رنګ په مرسته د محترم اصف صمیم صیب انځورونه رسم کړي ول او یو غونډه یې ورته جوړه کړې وه، چې په دې غونډه کې ډیرو نورو شخصیتونو هم شرکت کړې وو. دغه نندارتون د کامې په ولسوالۍ، د حمزه کتابتون کې جوړ شوې وو. غونډه باز عابد صیب په قران کریم تلاوت سره پیل کړه، او بعضو ګډونوالو د محترم اصف صمیم صیب په ژوند خبرې وکړې او د ارباب صیب دغه ابتکار یې وستایه او د دغه لړۍ یې پراښیدل وغوښتل.

په دغه غونډه یا نندارتون کې استاد رفیع، محمد احسن ولسمل، استاد عبدالهادي خلیلزی، ظهیر صیب، شرر ساپی، ضیاءالدین، عزت الله ځواب، تاج محمد تمکین، جمال ثاقب، باز عابد او نورو لیکوالانو او شاعرانو او نورو درنو شخصیتونو برخه اخیستې وه.

زه پخپل وار د همدالله ارباب صیب څخه نړۍ مننه او کورودانی ترې کووم او ترې غوښتنه کووم چې په راتلونکې کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي، تر څو خپل درانه مشران وستایو او ولمانځو.

مننه


عبدالولي مصطفی

No comments:

Post a Comment