Tuesday, January 8, 2019

د بدن او ذهن د روغتیا پنځه اسانه لارې

د بدن او ذهن د روغتیا پنځه اسانه لارې

الېکس تېریند بي بي سي د روغتیا برخې خبریال لیکنه د بي بي سي له ویب پاڼې څخه)


نوی میلادي‌ کال په را رسېدو دی او ډېری خلک به د راتلونکي کال لپاره بېلابېل پلانونه لري. بي بي سي د روغتیا برخې له یو شمېر کارپوهانو پوښتنه وکړه چې په نوي کال کې خلک د ذهن او بدن د روغتیا لپاره باید کومو ټکو ته پام وکړي. دې لیکنه کې د همدې روغتیاپالو د سپارښتو پر اساس پنځه اساسي ټکو ته اشاره شوې ده.‌

۱.‌  ذهني روغتیا ته مو پام وکړئ:


کله چې د روغتیا خبره کېږي نو ډېری خلک د بدن یا فزیکي روغتیا په اړه فکر کوي. خو یو روغ او سالم ذهن هماغومره مهم دی لکه روغ بدن.‌ د اېکزېټر پوهنتون ډاکټره ندین سمیع وایي، انسانان باید د ذهني‌ ارامتیا لارې چارې وسنجوي،‌ ځکه دا کار یې د ژوند په معیار مخامخ اغېز کوي.‌ ډاکټره سیمع وایي، ذهني روغتیا یوازې په دې معنی نه ده چې د یو انسان خبرې او حرکتونه دې ظاهراً سم او نورمال وي.‌ بلکې یو سالم او روغ ذهن انسانان د دې جوګه کوي چې له خپل چاپېریاله خبر وي او‌ پر خپلو احساساتو پوه وي او پرې کنترول ولري. د ډاکټرې سمیع په وینا، ذهني روغتیا د خلکو پر فزیکي یا بدني روغتیا هم ژور اغېز لري. ډاکټره سمیع سپارښتنه کوي چې د ذهني‌ ارام لپاره خلک باید د یوې شېبې لپاره په یوازې کېني او فکر دې وکړي، ژوره ساه دې واخلي، ذکر دې وکړي او هڅه دې وکړي چې خپل ذهن او حافظه د ټولې ورځې له چارو او پېښو تش کړي.

۲.  یو سپی وساتئ:


که د قدم وهلو حوصله نه لرئ او لټي کوئ نو له دې حالته د وتلو یوه اسانه لار شته. د ابرزوېت پوهنتون ډاکټره ریز تچر وایي، که د ورزش په نیت قدم نشئ وهلئ نو د دې کار لپاره نورې ډېرې پلمې هم شته. د بېلګې په توګه که د کار ځای یا دفتر مو په څو پوړیزه ودانۍ کې وي نو هڅه وکړئ چې د لېفټ پر ځای په زینو یا پوړیو کې پورته منزل ته ولاړ شئ. بله لاره یې دا ده چې کله سودا پسې بازار ته ځئ نو خپل موټر له دوکان یا مغازې نه لېرې ودروئ. په دې توګه پلمه په لاس درځي یو لږ تر لږه یو څو سوه متره قدم ووهئ. خو تر ټولو ښه لاره یې دا ده چې یو سپی وساتئ. ډاکټره تچر وایي، له سپي سره د څښتن اړیکه پر مهربانۍ ا عاطفې ولاړه وي.‌ نو که مو سپی وساته حتماً غواړئ چې په ورځ کې یې یو یا دوه ځله له کوره بهر قدم یا چکر وهلو ته وباسئ. له خپل سپي سره همدا قدم یا چکر وهل تاسې ته هم د ورزش زمینه برابروي.

۳.  اونۍ کې۳۰ ډوله سبزي یا مېوه وخورئ:


ډېری روغتیاپال سپارښتنه کوي چې انسانان باید په ورځ کې پنځه ډوله سبزي یا مېوه وخوري. د لندن د کنګز کالج ډاکټره مېګن روسي بیا وایي، یوازې کمیت مهم نه دی،‌ بلکې تنوع ته هم باید پام وکړو.‌ نوموړې سپارښتنه کوي چې خلک باید په اونۍ کې ۳۰ داسې شیان وخوري چې له بېلابېلو بوټو یا ونو ترلاسه شوي وي. ډاکټره روسي وایي،‌ د بېلابېلو سبزیجاتو ا مېوو خوړل د روغې معدې ضمانت کوي.‌ ناروغه معده کولی شي انسانان په نورو ډېرو ناروغیو او ستونزو اخته کړي.‌

۴.  موسکا ډېره وکړئ:


د واروېک پوهنتون ډاکټر جېمز ګېل وایي،‌ ورزش کول، قدم وهل نور خراب عادتونه پرېښودل وخت او حوصله غواړي.‌ تر هغې چې دې ټولو چارو ته ملا تړئ،‌ یو بل اړین کار هم باید وکړئ،‌ داسې یو کار چې هېڅ لګښت نه لري.‌ هغه دا چې موسکا ډېره وکړئ او ځانونه خوشحاله وساتئ. ډاکټر ګېل وایي،‌ ژوند کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې انسانان باید خوشحاله وي.‌ که خوشحالي نه وي نو بیا ورزش،‌ صحي خواړه او بل هر کار هېڅ ګټه نشي‌ کولی.‌ ډاکټر ګېل وایي،‌ انسانان باید هغه کارونه په نښه کړي‌ چې د دوی د خوشحالۍ لامل کېږي، او باید دا کارونه ډېر کړي.‌ همدا راز هغه کارونه یا خبرې هم باید مالومې کړو چې زموږ د خپګان لامل کېږي،‌ او باید ترېنه ډډه وکړو.‌

۵.  خوب مو پوره کړئ:


ډېری خلک فکر کوي چې خوب یې پوره دی، خو ځینې وخت داسې نه وي.‌ د یو بالغ انسان لپاره په شپه کې له ۷ تر ۹ ساعتونو خوب پکار دی.‌ د اېکزېټر پوهنتون ډاکټر ګاوېن بکېنګم وایي، په خوب کې لږ غوندې کمښت هم کولی شي د انسان پر رواني او ذهني حالت او بدني‌ روغتیا بده اغېز وکړي.‌ د هغه په وینا، ډېر خلک به فکر کوي چې په یوه شپه کې ۵ ساعته خوب ورته کفایت کوي.‌ خو په حقیقت کې ۵ ساعته خوب کافي نه دی.‌ د ښه خوب لپاره باید د شپې ناوخته چاو یا کافي ونه څښو،‌ او همدا راز د ویده کېدو لپاره باید یو ځانګړی وخت وټاکو او هره شپه باید پر هماغه وخت ویده شو.‌ ډاکټر بکېنګم همدا راز وایي، د ښه او کافي خوب لپاره اړینه ده چې موبایلونه او لپټاپونه یوې خوا ته کېږدو،‌ داسې چې د سکرین رڼا مو هېڅ سترګو ته را ونه رسېږي.‌


No comments:

Post a Comment