سرچينه: اسلام آنلاين
ژباړه: احمد خالد حكيمي
مور او پلار جوړيدل له مسؤولیت څخه
ډکه دنده ده. د ماشوم روزنه، نه یوازې په پيسو او لگښتونو كيږي بلکه د دوی د روزنې
او څارنې لپاره څارونکې سترګې هم پکار دي.

د شیدو له وركولو نه نيولې د تشناب تر
روزنې پورې او د ځوانۍ په لور تر سفره… مور او پلار باید پدې ټولو پړاوونو كې د
ماشوم لاسنيوى وكړي.
ماشوم چې كله د بلوغ مرحلې ته رسيږي
نو د هغه په بدن كې ډول ډول بدلونونه راځي. د هیـپوفیز غده ځانګړې هورمونونه خپروي
چې د بدن په بیلابیلو برخو کې د هر جنس د رشد مطابق ځانګړې دندې ترسره کوي. دا د
بدن د چټك رشد وخت دى چې د ژوند د بل هر وخت په پرتله بدن په ډيره چټكۍ سره لویږي.
په عمومي
توګه، په نجونو کې د بلوغ دوره د ۸ او ۱۳ کلونو تر مینځ او په هلكانو كې د ۱۰ څخه تر ۱۵
کلنۍ پورې پیلیږي.

خو لدې ټولو سره سره د بدن چټك
بدلونونه د هغه لپاره ډير د پاملرنې او تشويش وړ وي. څرنګه چې د بلوغ په مرحله كې
د ماشوم په غږ كې بدلون راځي، د بدن په ځانګړو برخو ويښتان راخيژي، د بدن عضلات
لوييږي، په جلد باندې د ځوانۍ دانې راخيژي او يا هم د نجونو لپاره ځانګړي
فزيولوژيګ حالات….. چې دا ټول فزیکي بدلونونه کیدای شي فشار راوړونکی، مغشوشونکی
او ډارونکی وي. خو مور او پلار کولاى شي چې د دې بدلون پر وړاندې د خپل ماشوم فشار
او ستونزې را کمې کړي، هغه داسې چې د ماشوم پوښتنې په ریښتینولۍ سره ځواب شي، د
عمر سره سم معلومات باید ورکړل شي او خپل ماشوم باید ډاډمن کړاى شي چې دغه ټول
عادي حالات دي او د ځوانۍ په لور د پرمختګ یوه برخه ده.
د دې سره بايد تنكي ځوانان په تصاميمو
او چارو كې شريك كړاى شي، له بده مرغه په ځينو سيمو كې والدين غواړي ځوانان د تل
لپاره په ولكه كې ولري او هيڅ ډول آزادي نه وركوي. ان تر دې چې ځینې ځوانان لا هم
د د مور او پلار تر ولکې لاندې دي، او د هغوى له لارښونو پرته هیڅ کار نشي تر سره
کولای.
د دې لپاره چې ځوانان په خپلو پښو
ودريږي، باید د خپلو والدينو تر څنګ د ژوند کارونه زده کړي او له دوی سره په چارو
كې مرسته وکړي او د ژوند لارې چارې زده كړي.
په پای کې بايد دا هم په پام كې ونيسو
چې د بلوغ دوره د بشپړې آزادۍ او خپل سرۍ دوره نه ده، بلکه دا د بل سفر په لور نوی
پیل دی. د بیلګې په توګه، د ځوانۍ په لور د سفر، د مسوولیتونو، او له ژوند سره د
مخامخ کیدو او مخ ته تګ دوره ده. مور او پلار باید پدې پړاو كې د خپل ماشوم لپاره
د طبيب په شان کار وکړي او د هغو میکروبو چې دوی یې لري په له منځه وړلو کې مرسته
وکړي.
په مینه
پای
No comments:
Post a Comment