Monday, May 2, 2016

خیال



له کوره ووتم نو څه ګورم چې ټول سرکونه په عصري ډول پاخه دي او سپېنې لیکې هم پکې کښخل شوي، ټولې ویالې د مځکې لاندې دي، د سرکو دواړو غاړو ته ګروپونه هم قطار ولاړ وو او ښکلې ښکلې ونې، ګلان او چمنونه د کورونو دیوالو تر څنګ ول. کور مو د شیرزادو ولسوالۍ د میملې باغ سره نږې وو. بشپړ امنیت وو. په سور رنګي دولتي بس کې کښیناستم او د میټرو ټرین پر لور مو حرکت وکړ، میټرو څه شل ګزه لاندې په مځکه کې تیره شوې وه، دغه میټرو هم په عصري شکل سره جوړه وه، د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره مې ټکټ واخیستو او د یو دقې وروسته میټرو راغلو او پکې سواره شو، میټرو د سترګو په رپ کې بټي کوټ ته ورسید، هلته د میټرو خکته شو او د هوایي ډګر پر لور مو حرکت وکړ. هواي ډګر چې ددې څخه لاهم ډیر په عصري شکل جوړ وو، ټول سیستمونه یې کمپیوټري وو، نو د هلمند لپاره مو بوډنګ پاس له کمپیوټره واخیست او د طیارې په انتظار کې کښیناستو، په دې کې اریانا ایر بس راورسیده چې دوه منزله طیاره وه ډیره لویه وه، دغه ټول مسافر پکې کښیاستل او د هلمند جان پر لور مو حرکت وکړ. طیاره جګه شوه او لاندې مو یو سمسور، اباد، ودان او سوکاله هیواد ولید. هر ځای پارکونه وو، خوشحالۍ وې، شنه بوټي او پراخه پراخه او پاک ستره سرکونه. نه له چا یره وه او نه هم کوم تعصب، پراخه پراخي وه، هر څه ارزان او په خه کوالټۍ او هر ځای کې میندل کیدل. د عابد صیب کتاب د عابد خاطرې مې لوستو چې هلمند ته ورسیدو. له طیارې خکته شو، دا میدان د ننګرهار له میدانه نور هم ښکلی او پراخه وو او د پاکوالي خو به یې څه نه وایم. له میدانه ووتو. نو ښکلي زیړ او تور رنګه ټکسیانې ولاړې وې په هغې کې کښیناستو او پنځه ستوري هوټل په لوري مو هې کړل. په لار کې مو کابل بانک ولید، ډیرې خلک ورته ولاړ وو، ډیر ښکلی نظم یې مراعت کړی وو، هر کس په خپل نوبت سره ورتلل. زموږ موټر هم د سرې اشارې لپاره یو څه تم شو، چې په دې کې د یو موټر ټایر د پنچریدو اواز راغلو. فکر مې کولو چې دا به همداسې وي خو نه...

دا د همدغه کابل بانک مخې ته بم وچاودیدو، ډیر خلک یې شهیدان کړیي وو، او زما یې د فکر زانګو ونړوله. نه خو هغه میټرو وه او نه هم هغه ښکلي ښکلي سرکونه او نه هغه پاکوالی او میدان خو لا لرې خبر ده. بس یو سوچ وو خو ډیر خوندور سوچ وو.

الله دې وکړي چې د ټولو افغانانو هیلې او ارمانونه پوره شي او دغه سوچ هم ریښتیا شي.

م
د مئ ۲مه ۲۰۱۵ م کال
جلال اباد


2 comments:

  1. This comment has been removed by the author.

    ReplyDelete
  2. د دې خاورې او په دې کې د اوسیدونکو پرمختګ او سوکالۍ لپاره ستاسې په شان با احساسه ځوانانو ته اړتیا ده.
    مشره! د هیواد د ښکلي راتلونکي لپاره هم موږ ځوانان یو چې باید لاس په کار شو او خپل مؤثریت ثابت کړو او په دې لړ کې هلې ځلې وکړو. دا په دې دلیل وایم چې همدا ځوانان د ښکلي فکرونو خاوندان دي او همدا با احساسه فکرونه کولای شي چې بدلون رامنځته کړي. د زړه له کومې دعا مې دا ده چې تاسې تل روغ رمټ اووسئ او خپلو دغو ښکلو فکرونو او اندونو ته دوام ورکړئ. مننه!

    ReplyDelete