Monday, May 2, 2016

ګوتمۍ - لنډه کیسه

لیکنه: سلګۍ
پسرلي نوې لمن پر ښار غوړولې وه، هغه ښار چي له مودو څخه یې اسمان ګردنو اخيستى وو.
خلکو نوي سباته نوې تمې درلودې، مرغانو هم ځالې نوې کولې. غرنيو ګلانو او چمنونو هم د هسکوغرنو لمنې سينګارولې. طبيعت هرې خواته د ښکلي نسيم وږمې خپرولې، چي یو نا څاپه یوې لويې او وېروونکي څپې د بلبلانو شور، د پېغلوټو خنداوې او د جنتي موسم د ترنم ږغ خاموش کړ. ټولو و اسمان ته کتل، د اسمان سینه له خړو تورو دودونو څخه ډکه وه، وحشت سپېرې منګولې د تک شنه اسمان پر ښايسته وجود ښخې کړې وې. لنډ سکوت د کايناتو په چيغو او غلبلو مات سو ـ آه، خدایه بیا د چا پر کور ناورين را پرېوت! بيا کوم باغي د خالق پر خلقت تېرى وکړ او د ستر رب د عظمت نښې ئې ړنګې کړې.
چا د بام له سره، چا د کور له دروازې او چا پر سپين ميدان د هغه چا د وحشت ننداره کوله، چې د ښکلو حورو په ارمان کې ئې د جنسي غريزې د سړولو لپاره پر انسانانو قيامت جوړ کړى وو. هلته په وينو کې لژند د يوې تنکۍ پېغلې په نکريزو سره، پرې سوې خپړه، د نوي ځوان پرنازکو برېتو پرېوتې د ونيو داره، د يوې خوږې مور په غيږ کي د شېر خوره کوچني جسد، د بوډا سوځېدلی وجود، پر جنتي مځکه دوږخي فضا خپره کړې وه.
د نازلي رب، دې وژونکي او قاتل بنده ته په حيرت کي وم، چي ناڅاپه مې یوه څېره تر سترګو سوه، فکر مي وکړ چي زخمي دئ او غواړي له ځایه پورته سي، د مرستې لپاره ور نژدې سوم ، چې د خپل وجود تر څنګ یې یو بل لاس بغل کي نیولې وو، غوښتل مي ويې ګورم چې زخمونه ئې چیري خوړلي. خو دې بې رحمه څېرې په قهرجن انداز داسې راته وکتل لکه د سترګو تر بڼو لاندې چې ئې د سرو وینو پیالې وشرنګوې.
…. زه جوړ یم د نورو غم کوه!

په ډېره بېړه یې ځان زما له مخې چپ کړ، چې تر بغل مې ورته وکتله د تنکۍ پيغلې په وينو سره خپړه ئې په بغل کې نیولې وه او په تلوار یې ورځيني له ګوتو ګوتمۍ ایستله.
..............................................................................................................................
 د http://lomritob.com/archives/17079 ویب پاڼې څخه.

No comments:

Post a Comment